د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۸

ځانګړی راپور

د امریکا انټرنټي کمپنیو د ناسمو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي لپاره لسګونه زره کسان د میلیونونو ډالرو په لګښت ګمارلي دي.

دغه معلومات اکثر روسي او نورو عاملانو ته منسوبېږي.

د امریکا سنا مجلس هم روانه اوونۍ په‌دې هکله دوه راپورونه خپاره کړل.

د ټولنیزو رسنیو شبکو کمپنۍ زیار کاږي چې د هغو انټرنټي ښکاریانو مخه ونیسي چې د تقلبي اکاونټونو او باټونو «روبوټونو» په وسیله هڅه کوي د امریکا په انتخاباتو اغېز وکړي او په‌دغه هېواد او نورو ځایونو کې اختلافاتو ته لمن ووهي.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس راپور وايي چې روانه اوونۍ د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې دوه راپورونه خپاره کړل او په هغو کې داسې پیاوړي دلایل وړاندې شول چې څرګندوي چې مسکو د ناسمو معلوماتو د خپرولو لپاره داسې یو پراخ انلاین کمپاین لري چې پخوا یې تصور نه‌وو شوی.

په‌دغه کمپاین کې د امریکایانو ترمنځ د نژادي، دیني او فکري اختلافاتو رامنځته کولو او پر دولتي ادارو د خلکو د باور د کمولو هڅه کېږي.

راپور زیاتوي چې دا هم څرګنده ده چې په‌دغه کمپاین کی لاس لرونکي له یو بله زده‌کړې کوي او د هغو اقداماتو په وړاندې چې د دوی خلاف ترسره کېږي ژر ځان عیاروي.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس وايي، په تېرو دوو کلونو کې د امریکا د انتخاباتو په هکله د روسیې او ایراني عاملانو تمرکز پر لویو ټولنیزو شبکو خصوصاً پر فېس‌بوک وو.

دوی د تقلبي اکاونټونو له لارې ناسم معلومات او داسې پیغامونه چې اختلافاتو ته لمن وهي خپاره کړي دي.

راپورونه څرګندوي چې روسي عاملانو د ټولنیزو شبکو تر څنګ نورو وسایلو لکه انسټاګرام او حتی د موزیک او موبایل اپلېکېشنونو څخه هم کار اخیستی دی.

دوی په فېس‌بوک کې د ناسمو خبرونو او مطالبو او داسې شعارونو لینکونه خپاره کړي دي چې د مهاجرینو او پخوانیو اوسېدونکو او محافظه‌کارانو او لېبرالانو ترمنځ اختلافات راپاروي.

امریکایي لویې انټرنتي کمپنۍ لکه فېس‌بوک، ګوګل او ټویټر چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې د مسکو لاس‌وهنې غافلګیره کړي، د ناسمو خبرونو او له نفرته ډکو تبلیغاتو د مخنیوي لپاره خپل اوچت تخنیک او لسګونه زره کسان د میلیونونو ډالرو په لګښت ګمارلي دي.

دوی د مصنوعي استخباراتو په وسیله تقلبي اکاونټونه او باټونه «روبوټونه» پېژني او لیرې کوي.

د بالیوډ پېژندل شوې هنرمنده پریانکا چوپرا
د بالیوډ پېژندل شوې هنرمنده پریانکا چوپرا

د بالیوډ پېژندل شوې هنرمنده پریانکا چوپرا به نن یکشنبه د ډسمبر ۲مه، له امریکايي سندرغاړي نېک جوناس سره د هندوانو په یوه مذهبي دستور واده وکړي.

نېک جوناس او پریانکا چوپرا پرون د عیسویانو له دود سره سم، واده وکړ.

دا مراسم ډېر مختصر و او د هغوی یو شمېر نېږدې ملګرو او د کورنیو غړو ګډون په‌کې کړی و.

نېک جوناس عیسوی او پریانکا چوپړا هندوه ده.

پریانکا چوپړا پر ټوېټر لیکلي:

"داسې دوه کورنۍ چې د یوه او بل مذهبي او کلتوري ارزښتونو عزت کوِ سره یوځای شوي او دا زموږ د واده ښکلې تحفه ده."

پریانکا چوپړا ۳۶ کلنه او نېک جوناس ۲۶ کلن دی.

پردې چې ناوې لس کاله پر زوم مشره ده، د هند او امریکا په رسنیو کې تر ډېرې مودې بحثونه وشول.

د نېک او پریانکا د هندو واده لپاره په جهودپور ښار کې د امېدبهون پلاس Umaid Bhavan Palace ماڼۍ نیول شوې ده.

امېدبهون پلاس د جهود پور د شاهي کورنۍ پلرنۍ قصر یا ماڼۍ ده چې له یوې برخې یې هوټل جوړ کړی دی.

د رويټرز خبريال وايي چې د دې ماڼۍ شاوخوا ته تقریباً ۲۶ هکټاره باغ دی چې طاوس او نور ښکلي مرغان په‌کې اوسېږي او ښکلې منظره لري.

د رالف لورېن په نوم د کالیو معروفې کمپنۍ پرون پر ټوېټر ولیکل چې پریانکا او نېک د خپل عیسوي واده لپاره د دوی کالي اغوستي وو.

خو د هند رسنۍ وايي چې د هندو واده لپاره پریانکا او نېک جوناس د هندي ډيزاینر، سبیا ساچي له مغازې جامې واغوندي.

د هند د مشهور کرکټر ویراټ کوهلي او انوشکا شرما او همدا راز د بلې مشهورې فلمي جوړې، رنویر سنګه او دپيکا پدکونې د واده ورځې کالي هم سبیا ساچي جوړ کړي وو.

هندي رسنیو ویلي چې د نیک او پریانکا چوپړا د واده رسېپشن یا عمومي مراسم راتلونکې اوونۍ په نوي ډيلي کې جوړېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG