داستاني ادب د ( AI ) یا مصنوعي ځیرکتیا پر مټ تصویری کول. کریمه نعیمي هغه افغان مېرمن چې کال کېږي په دې برخه کې کار کوي او لاسته راوړنې یې تر اوسه ماشومانو ته د لسو نکلونو انیمیشن کول دي. کریمې تازه د ( AI ) په مټ د "اعتدال" په نوم یوې ډرامې جوړول هم پیل کړي، چې لومړۍ برخه یې بشپړه شوې ده.
د کندهار ولایت په یو خصوصي ښوونځي کې ماشومانو ته په سکرین د کریمې نعیمي له خوا د ( AI ) پر مټ جوړ شوې انیمیشن تدریسېږي.
هغې چې له یو کال راهیسې یې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د پښتو داستاني ادب تصویری کول پیل کړي، تر اوسه یې ماشومانو ته لس نکلونو انیمیشن کړي دي.
کریمې د خپل دې کار د پیل د وجې په اړه ازادي راډیو ته وویل:" زما خپل ماشومان چې رالوېدل ما غوښتل چې دوی پښتو کارتون وګوري خو هیڅ داسې کارتون نه و، یا به په انګلیسي ژبه و، یا هم دا جاپاني یا کوریايي فلمونه چې دي، نو کارتونونه چې جوړ شي دا ډېر مهم دي. "
د دې په خبره دا نکلونه یا کیسې چې دې انمیش کړي څه ولسي دي او څه هم د اوسنیو لیکوالو دي.
د یادونې ده، چې یو شمیر نورو کسانو هم ماشومانو ته دا شان انیمیشنونه جوړ کړي دي.
د درې ماشومانو مور کریمه نعیمي چې د کندهار ولایت اصلي اوسېدونکې ده، نن سبا په لندن کې اوسېږي خو دا چې په ۲۰۰۰ کال کې له افغانستان راوتې شا او خوا اووه کاله په هالند کې هم اوسېدلې، هلته یې په ای ټي ( IT ) برخه کې زده کړې او کار کړی دی.
کریمې اوږده موده په راډیو او تلویزیون کې هم کار کړی دی.
دې اوس تازه د ( AI ) په مټ د" اعتدال" په نوم د یوې ډرامې جوړول هم پیل کړي چې یوه برخه یې بشپړه شوې ده.
د ډرامې یوه برخه یې دلته لیدلی شی:
دا ډرامه د کیسه لیکوال ایمل پسرلي لیکنه ده خو تصویري کړې کریمې نعیمې ده او همدا یې پروډیسره او ډایرکټره هم ده.
کریمه د دې ډرامې په اړه وايي:" تر ډېره پورې هغه څه چې ما غوښتل لاس ته راغلل، یوازې هغه وخت کې یعنې میاشت مخکې چې ما په دې کار کاوه، کمرې ته مې له مختلفو زاویو لارښوونه نه شوه کولای، خو دا تېرو څو ورځو کې ما په دې تجربې وکړې، نو اوس که زه دغه ډرامه له سره جوړومه له ډېرو نورو زاویو څخه هم کولای شم دا تصویرونه راولم. "
کریمه وايي ( AI ) کې د پښتو غږونو په برخه کې هم ستونزې شته خو په خبره یې هر څه ډېر ژر د بدلون او پر مختګ په حال کې دي.
ډرامه د پښتو داستاني ادب هغه برخه ده چې د تمثیلي هنر د یو شمیر افغان مخکښانو په خبره په تصویري شکل ډېره خواره ده خو د راډیويي ډرامو په برخه کې یې په ټکو، بیا یو څه کار شوی دی.
اغلې نعیمي زیاتوي چې د ډرامې لیکوال ورته ویلي، دا ډرامه به غځېږي او هره برخه به یې په یوې متفاوتې موضوع وي.
کریمه نعیمي وايي دا مهال په مصنوعي ځیرکتیا د خپلو تولیداتو له درکه چې له ځینو کمپنیانو پروژې اخلي پیسې ترلاسه کوي او همدا هنر یې په دنده بدل شوی دی:" یوټیوپ چینل مې چې جوړ کړی دا وړیا دی خو ځیني پروژې راته راځي چې هغه د بېلابیلو کمپنیانو دي او هغوی ته کار زه د پیسو په بدل کې کومه. "
اغلې کریمې داسې مهال د ( AI ) یا مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د تصویري تولید ګټې ته ناسته ده، چې په افغانستان کې ډیری میرمنې د دوی پر کار د طالبانو د محدودیتونو له امله کور ناستې دي، ډیری دوی د خپلو کورونو سرپرستانې هم دي او د وزګارېدو له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
له اغلې نعیمي مې پوښتنه وکړه، چې ایا هغه میرمنې هم دا کار کولای شي او که کولای شي څنګه او په کومو امکاناتو، نوموړې ازادي راډیو ته وویل:"ایمیج اف ایکس چې دی دا د ګوګل دی، که څوک وغواړي څومره تصویرونه چې پکار وي په ښه کیفیت یې ورته جوړوي، لکه دا نور سیستمونه یې چې جوړوي دا د اې ای سیتم دی او وړیا دی، زه دا څو کاله استفاده ورنه کوم، نو له دغه سیستم څخه دوی کولای شي استفاده وکړي که بهترین اعلانونه جوړوي، ډرامې جوړوي یا د ټیک ټاک اکونټونه پرې چلوي."
خو اغلې کریمي وايي، دې لپاره د ځیرک موبایل درلودل، په انګریزي ژبه پوهېدل او په ښه کیفیت د انټرنیټ اسانتیا موجودیت اړین دي.
اې ای ( AI ) یا مصنوعي ځیرکتیا هغه ټکنالوژي ده چې کمپیوټرونو او ماشینونو ته د انسان په شان د فکر کولو، زده کړې، پرېکړې کولو او ستونزو د حل کولو وړتیا ورکوي.
په ( AI ) بېلابیل فعالیتونه ترسره کیدای شي.
ازادي راډیو څو ورځې مخکې د عمر اندیش په نوم له داسې یو ځوان فعالیتونه هم راپور کړي وو چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ څو سندرې جوړې کړې وې.