د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

ځانګړی راپور

Sorry! No content for ۱۰ لیندۍ. See content from before

پنجشنبه ۸ لیندۍ ۱۴۰۳

د ازادې اروپا/ازادي راډیو یوه څېړنه ښيي چې یوه بانفوذه او مشهور ایکس چېنل په اروپا کې په غلط ډول د بهرنیو اتباعو په ضد راپورونه ورکړي او د کډوالو ضد احساساتو ته یې لمن وهلې ده.

د اکس شبکې یوه مشهور اکونټ ( حساب) په اروپا کې د کډوالو په اړه ناسم معلومات خپاره کړي او د خپلو پټو چارو د پرمخ بیولو لپاره یې یوشمېر جعلي کسان ګمارلي دي.

د ازادي اروپا/ازادي راډيو څيړنو ښودلې چې د دغه کار یو هدف لږ تر لږه د پيسو ګټل یا مالي ګټه ده.

د ( Europe Invasion) یوروپ اینويژن په نوم دغه جعلي حساب کې چې تر ډيره پر واقعیتونو سترګې پټې شوي، او خلکو ښکیلتیا ته د لومړیتوب ورکولو په خاطر یې پوسټونه خلکو تر ډیره شریک کړي.

دغه اکس اکونټ او ورسره ورته نور اکونټونه داسې مهال راڅرګندیږي چې په اروپا کې په پراخه توګه ښي اړخي افراطي ګوندونه په ټاکنو کې بریالي کیږي. دا هغه ګوندونه دي چې له کډوالو سره جوړ نه دي.

د ازادې اروپا/ازادي راډيو څيړنه د لومړي ځل لپاره د هغو کسانو نومونه یادوي چې له ( Europe Invasion) اکونټ سره په مستقیم تماس کې دي.

دا څيړنه د ناسمو انلاین معلوماتو ریښې او اکثره مبهمې انګیزې رابرسیره کوي، کارپوهان وایي دا ډول ناسم انلاین معلومات او د هغوی پټې انګیزې راپرسیره کوي عمومي افکارو د اړولو، ټولنیزو نانندریو ته د لمن وهلو او د دیموکراتیکو بهیرونو د له منځه وړلو لپاره کارول کیږي.

دا د ازادې اروپا/ازادي راډيو د راپورونو د هغې لړۍ لومړۍ برخه ده چې مشهور اکس اکونټونه، چې د کډوالو ضد احساسات راپاروي، ارزوي.

د اروپا د یرغل په نوم اکس اکونټ د تاوتریخوالي او ورانۍ هغه ویډيوګانې خپرې کړي چې د ادعا له مخې کډوال لاس په کې لري.

دغه اکونټ چې شپږلکه فالورز یا څارونکي لري، په منظم ډول داسې مسایل خپروي چې په هغو کې مسلمانان او افریقایان ټولنې ته د یوه خطر په توګه معرفي کیږي.

په اکتوبر میاشت کې دغه اکونټ اعلان وکړ چې تېرو دریو میاشتو کې ۱ اعشاریه یو میلیارد کسانو د دوی مطالب کتلي دي.

Europe Invasion په اکتوبر کې اعلان وکړ چې، درېیو میاشتو کې یې یو اعشاریه یو میلیارد کسانو مطالب کتلي او څه باندې ۴۰ زره څارونکي یې اضافه شوي دي.
Europe Invasion په اکتوبر کې اعلان وکړ چې، درېیو میاشتو کې یې یو اعشاریه یو میلیارد کسانو مطالب کتلي او څه باندې ۴۰ زره څارونکي یې اضافه شوي دي.

د ازادي راډيو څيړنې موندلې چې یوه ترکي جوړه ( میرت او بیلګین کوک) چې په دوبۍ کې اوسیږي، په مستقیم ډول له ( Europe Invasion ) سره اړیکه لري، که څه هم دوی دغه حساب کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

په تيره سپتمبر میاشت کې د سویډن یوې رسنۍ ( SVT ) د ( Europe Invasion ) حساب له همدغې جوړې سره تړلی بللی و، خو د هغوی نومونه یې نه وو اخیستي.

دغې سویډني رسنۍ ادعا وکړه چې ( Europe Invasion ) اکونټ په یوه بهرني تبلیغاتي اژانس پورې تړلی دی.

له دغه راپور لږ وروسته ( Europe Invasion ) په ډاګه ادعا وکړه چې د دوی څښتن د سټیفن په نوم د مونتينیګرو یو اوسیدونکی دی.

ویل شوي چې سټیفن په خټه صربی دی او هغه غواړي " اروپا بیرته لویه کړي".

د اکتوبر په لومړیو کې بیا دغه اکس حساب له انځور سره یو پوست، چې اوس ډیلیټ شوی، خپور کړ او هغه کس یې ( سټیفن) یاد کړی و.

کله چې ازادي راډیو دغه انځور د څیرې د معلومولو ځانګړي سافټ ویر ته واچوه، دا کس هماغه ترکی وګړی میرت کوک راوخوت.

دغه ترکي وګړي بیا وویل چې د ده له انځوره د ده په بې خبرۍ کۍ استفاده شوې ده.

دغه کس د Europe Invasio په اکونټ کې هر ډول دخالت رد کړ.

ایروپ انویژن حساب ادعا وکړه چې څښتن یې "سټیفن" دی، خو دغه سړی چې انځور یې خپور شوی وایي چې دا عکس د ده په بې‌خبرۍ کې خپور شوی دی. نوموړی په دغه ايکس اکونټ کې دخالت ردوي.
ایروپ انویژن حساب ادعا وکړه چې څښتن یې "سټیفن" دی، خو دغه سړی چې انځور یې خپور شوی وایي چې دا عکس د ده په بې‌خبرۍ کې خپور شوی دی. نوموړی په دغه ايکس اکونټ کې دخالت ردوي.

خو داسې یوشمېر شواهد شته چې له دغه اکس اکونټ سره د میرت کوک او بیلګین کوک تړاو ښيي.

په دغو شواهدو کې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله هغه ویډيو شامله ده چې بیلګین کوک په کې وایي، افغان کډوال اروپا ته خطرناک دي.

د ایروپ انویژن په نوم اکونټ دغه ویډیو په تیره مارچ میاشت کې خپره کړې ده.

ازادي راډيو له میرت کوک سره اړیکه ونیوله، خو هغه وویل چې دا او میرمنه یې د دې اکونټ څښتنان نه دي.

میرت کوک ادعا وکړه چې دوی دغه اکونټ په مونتينیګرو کې پر یوشمېر نورو کسانو چې ترکان دي، پلورلی دی.

کوک د هغه ټیم او کسانو د نومونو له ښودلو ډډه وکړه چې په وینا یې ده د ایکس دغه اکونټ پرې پلورلی دی.

تراوسه معلومه نه ده چې د ( Europe Invasion ) په نوم دغه اکونټ چې د کرکې پيغامونه خپروي، ایډیولوژيکي او که د پیسو د ګټلو انګیزه لري.

دغه اکونټ خلکو ته د پیسو په مقابل کې ځینې مطالب وړاندې کوي او کله نا کله د مرستې ټولولو لینکونه هم خپروي. یاد اکونټ بیا ویلي، دا هڅې د دې لپاره کوي چې غواړي د یوه یوټیوب چينل په جوړولو سره خپل کارونه پراخ کړي.

د ایروپ انویژن اکونټ په ډاګه د خپل عاید په اړه دغه پوست کړی او ویلې يې دی، د ايکس د راپورونو له لارې عاید ترلاسه کوي.
د ایروپ انویژن اکونټ په ډاګه د خپل عاید په اړه دغه پوست کړی او ویلې يې دی، د ايکس د راپورونو له لارې عاید ترلاسه کوي.

په واشنګټن کې د بروکینګ انسټیټیوټ د حکومتولۍ د مطالعاتو یوه څیړونکي ډارېل ویسټ ازادي راډيو ته ویلي " داسې منظمې شبکې شته چې غلط معلومات خپروي. یوشمېر دغه ارګانونه مالي اهداف لري او د غلطو روایتونو او کیسو په جوړولو سره پیسې ترلاسه کوي."

دغه ایکس چېنل په دوامداره توګه داسې غلطې ادعاوې خپروي چې له مخې یې د تاوتریخوالي او جرمونو په پيښو کې د کډوالو ښکیلتیا ښيي.

په تېره اکتوبر میاشته کې دغه اکونټ وویل چې په بریتانیا کې د جولای میاشتې هغه خونړی برید چې پر یوې ښځې وشو، د "دوو سومالیایي کډوالو" له خوا ترسره شوی و.

دغه قضیه دوه میاشتې مخکې د پولیسو له خوا څیړل شوې وه او پولیسو د کډوالو ضد یوه بل چینل هغه ادعا رد کړې وه چې ګواکې جرم د کډوالو له خوا ترسره شوی دی.

په بریتانیا کې د هغې ښځې د قتل په تور یو ۵۵ کلن انګلیسی وګړی ونیول شو او هغه د قتل په جرم په رسمي ډول محکوم شو.

د ایروپ انویژن اکونټ یو بل غلط پوست تېره جولای میاشته کې د انګلستان په سوټ پورت ښار کې له یوه برید دوه ساعته وروسته خپور شو.

دغه پټ اکونټ هغه مهال په دروغو ادعا وکړه چې "مشکوک کس یو مسلمان کډوال دی".

دغه پوست په دوو ورځو کې د ښې اړخو ټولنیزو شبکو له خوا خپور شو او تر شپږ میلیونو پورې کسانو ولیده. له دغه پوست سره همهاله په ټوله بریتانیا کې د کډوالو ضد حرکتونه وپارېدل.

پولیس د انګلستان په لیورپول کې د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۳مه له اعتراض کوونکو سره مخامخ شول. دغه اعتراض د جولای په ۲۹مه په سوټ پورت کې په چړې د یوې ښځې د وژنې په غبرګون کې پیل شوی و.
پولیس د انګلستان په لیورپول کې د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۳مه له اعتراض کوونکو سره مخامخ شول. دغه اعتراض د جولای په ۲۹مه په سوټ پورت کې په چړې د یوې ښځې د وژنې په غبرګون کې پیل شوی و.

د یوروپ انویژن شبکې په غلط ډول ویلي و چې حمله کوونکی یو " مسلمان کډوال و " خو د لندن د پولیسو مشر ویلي و، د خلکو غوسه او اعتراض " د غلطو معلوماتو پر اساس" پاریدلي وو.

برید کوونکی چې د قتل په جرم محکوم شوی په ریښتیني ډول د بریتانیا تبعه دی a British citizen چې په ویلز کې له روانډایي مور او پلار څخه پیدا شوی و.

څارنوالانو وروسته دغه وګړی د یوه ډول زهري موادو په تولید او د القاعده شبکې د لارښوونې د یادښتونو یا کتابچو په لرلو تورن کړ.

دواړه، د ایروپ انویژن او هغه پورې تړلي بل اکونټ چې ډیلي ریپورټس نومېږي، په اکس چینل یا پخواني ټویټر پورې تړلي دي.

دا اکونټونه له څه باندې یوې لسیزې راهیسې فعالیت کوي او څو ځله یې نومونه سره بدل کړي دي.

د Europe Invasion اکونټ د پخوانیو نومونو یو لېست.
د Europe Invasion اکونټ د پخوانیو نومونو یو لېست.

دواړو اکونټونو پخوا په ترکي ژبه خپله محتوا خپروله، خو دوی د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د خپلو پوسټونو تاریخچه پاکه کړې ده.

دوی د پخوانۍ تاریخچې له پاکولو وروسته په انګلیسي ژبه لیکنې پيل کړي او ټوله محتوا یې د کډوالو ضد مسایل دي.

په مارچ میاشت کې د ایروپ انویژن اکونټ داسې ویډیو خپره کړې وه چې په هغه کې افغان کډوال د اروپا لپاره "خطرناک " بلل شوي دي.

" که مونږ غواړو چې خپله راتلونکې، خپل مدنیت او خپل ماشومان خوندي کړو، مونږ باید دغه یرغل ( و دروو) " دا د هغې ویډيو محتوا ده چې له نورو ژبو څخه پر متاثرې انګلیسي لهجې خبرې په کې شوي.

د مصنوعي ځیرکتیا هغه ویډيو چې بیلګین کوک په کې د افغان کډوالو په اړه خبرداری ورکوي. دا په مارچ میاشت کې د یوروپ انویژن پر ايکس خپره شوې او ادعا یې کړې چې دا ویډيو د "الیسا" په نوم یوې نجلۍ له‌خوا جوړه شوې.
د مصنوعي ځیرکتیا هغه ویډيو چې بیلګین کوک په کې د افغان کډوالو په اړه خبرداری ورکوي. دا په مارچ میاشت کې د یوروپ انویژن پر ايکس خپره شوې او ادعا یې کړې چې دا ویډيو د "الیسا" په نوم یوې نجلۍ له‌خوا جوړه شوې.

دغه اکونټ په یوه بل تعقیبي پوست کې د یوټیوب یو لینک چې اوس له فعالیته لویدلی دی، شریک کړی دی. د یوټیوب د دغه چینل نوم ویسټ ټو دوبی یا لویدیځ د دوبۍ په لور دی چې د فارس خلیج په اماراتو کې د ژوند په تجربو متمرکز دی.

د یوروپ انویژن شبکې ویلي، د دغه چينل ویډیوګانې د الیسا په نوم د پوهنتون یوه زده کوونکې جوړوي چې د " اروپا د کډوالو د یرغل" په اړه دي.

یوروپ انویژن په تېره مارچ میاشت کې لوېدیځ د دوبۍ په لور یوټیوب چينل اعلان کړ او وې ویل، چلونکې یې "الیسا" ده.
یوروپ انویژن په تېره مارچ میاشت کې لوېدیځ د دوبۍ په لور یوټیوب چينل اعلان کړ او وې ویل، چلونکې یې "الیسا" ده.

د ( SVT ) له څيړنو سره همهاله د دغه یوټیوب چینل پرده توره شوه، خو د یوټیوب د موادو له ډیلیټ کولو مخکې پر دې چینل د دوبۍ د ژوند یوه ویډيو شریکه شوې ده او د ویډيو وړاندې کوونکې ځان " الیسا" معرفي کوي.

الیسا دا ځل د یوټیوب په پرده هم ځان ښکاره کوي.

د ټولنیزو رسنیو د پروفایلونو یوه ارزونه چې د ازادې اروپا/ازادي راډيو له خوا شوې تاییدوي چې هغه میرمن چې په دویمه ویډيو کې ښودل کیږي، الیسا نه نومیږي، بلکې هغه بیلګین کوک ده او د هغې د لینکډلن پروفایل هم څرګندوي چې هغه په دوبۍ کې میشت د هغه شرکت څښتنه ده چې د ترکیې دودیزه شیریني پلوري.

ازادي راډیو د غږ د معلومولو دوه داسې وسیلې وکارولې چې په دغو ویډیوګانو کې ویل شوی غږ چې الیسا ته منسوب و، له هغو غږونو سره پرتله کړي چې بیلګین کوک پورې اړه لري.

دواړوه دغه پروګرامونه څرګندوي چې د بیلګین کوک غږ د " الیسا" په نوم هغه غږ سره ورته والی لري چې په اروپا کې د افغان کډوالو په اړه خبرداری ورکوي.

د الیسا یوټیوب چينل د @alissatells په نوم د اکس شبکې یو حساب هم لري چې څو ځله یې له یوروپ انویژن سره په تعامل کې پوسټونه کړي دي.

د انټرنیټ ارشیف د ایروپ انویژن، کوک او جعلي الیسا ترمنځ مستقیم تماس ښيي.
د انټرنیټ ارشیف د ایروپ انویژن، کوک او جعلي الیسا ترمنځ مستقیم تماس ښيي.


د سټیفن او مونتينیګرو تړاو

د ( SVT ) د خبریالانو له‌خوا په دوبۍ کې مېشت دغې تورکۍ جوړې سره تماس نیول شوی دی، خو هغوی د یوروپ انویژن په اکونټ کې دخالت رد کړی دی.

دغې جوړې ادعا کړې چې په مونتينیګرو کې مېشت یوه تبلیغاتي اژانس د دغه اکس چينل ترشا دی.

خو ازادي راډيو د INV MediaX په نوم چینل چې د سټیفن له‌خوا مخته وړل کېږي او ایروپ انویژن ترمنځ کوم تړاو پيدا نه‌کړ.

د SVT له څيړنو وروسته (Europe Invasion) یو پوست وکړ او ادعا یې وکړه چې د دغې پاڼې څښتن سټیفن دی.

دوی ویلي و چې سټیفن د مونتینیګرو اوسېدونکی او په خټه صربی دی.

دوی وړاندې ویلي و چې سټیفن غواړي د اروپا کلتور او مسیحیت خوندي کړي.

دوی وروسته د یوه ږیرور سړي عکس چې عینکې یې په سترګو کړي او د کافي د څښلو په حال کې دی خپور کړ او وې ویل دغه کس سټیفن او د همدې اکس چینل څښتن دی.

د یوروپ انویژن ايکس اکونټ ادعا شوی څښتن سټیفن چې د یوه ترکي سړي عکس نه یې استفاده کړې، نوموړی وایي، میرت کوک پېژني خو هیڅکله یې د کډوالۍ ضد پروژې په اړه څه نه‌دي اورېدلي.
د یوروپ انویژن ايکس اکونټ ادعا شوی څښتن سټیفن چې د یوه ترکي سړي عکس نه یې استفاده کړې، نوموړی وایي، میرت کوک پېژني خو هیڅکله یې د کډوالۍ ضد پروژې په اړه څه نه‌دي اورېدلي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیود سټیفن په مشرۍ د یوروپ انویژن څو عمومي برښنالیکونو سره تماس ونیو.

له ارزونې وروسته معلومه شوه چې @IamStefanK ایمیل او انځور یې له‌‌‌منځه ولاړ او ځای یې X @ContactEI ونیوه.

دغه اکونټ بیا خپلو څارونکو ته اطلاع ورکړه چې د یوروپ انویژن پاڼه د بلې پاڼې له‌‌‌خوا کنټرول شوې ده.

ازادي راډیو له هغې بلې پاڼې سره تماس ونیوه، هغوی ومنله چې د یوروپ انویژن پاڼه، حقونه او نور حسابونه یې زموږ د ټيم له‌‌‌خوا تر کنټرول لاندې راغلي.

دغه ادعا شوی ټيم په وارسا کې موقعیت لري.

له ازادي راډيو سره په تماس کې میرت کوک ویلي: "موږ د یوروپ انویژن څښتنان" نه یو او نه هم د هغو چینلونو چې دغې شبکې سره تړاو لري.

کوک ویلي: "موږ مسلمانان یو، مسلمان هېواد کې اوسیږو، موږ به هیڅکله د داسې یوه چینل څښتنان نه‌‌‌شو چې د مسلمانانو ضد چارې مخته وړي."

هغه په ټينګار سره ادعا وکړه چې هغه او مېرمنې یې خپل اکس اکونټ چې Dubaideyiz نومیږي، په مونتينیګرو کې یوه ټيم باندې پلورلی دی.

وروسته له دې چې ازادي راډيو "سټیفن" ته د مرکې بلنه ورکړه، د هغه اکونټ چې @IamStefanK نومیږي، @ContactEI ته بدل شو او ادعا یې وکړه چې یوروپ انویژن تسخیر شوې ده.
وروسته له دې چې ازادي راډيو "سټیفن" ته د مرکې بلنه ورکړه، د هغه اکونټ چې @IamStefanK نومیږي، @ContactEI ته بدل شو او ادعا یې وکړه چې یوروپ انویژن تسخیر شوې ده.

ازادي راډیو داسې شواهد ترلاسه نه کړل چې د سټیفن په نوم کوم کس چې ادعا کیږي د دغه اکس چینل مشر دی، په واقعي ډول موجودیت لري.

د یوروپ انویژن چینل او ورسره تړلي نور حسابونه داسې غلط او له تعصبه ډک پیغامونه خپروي چې د کډوالو په اړه د عامو خلکو ذهنیت باندې اغیز کوي.

ازادي راډيو د اکس شبکې یا پخواني ټویټر ټیم ته هم یو ایمیل ولېږه، خو هغوی مونږ ته ولیکل چې د اکس شبکې د مرستې مرکز ته مراجعه وکړو، خو هلته د رسنیو د پوښتنو د لیږلو امکانات نه وو.

په سپټمبر میاشت کې یوې خپرې شوې مطالعې وښوده چې پر ایکس پاڼه د کډوالو ضد محتوا د کډوالو د ملاتړ د محتوا پرتله ۶۶ فیصده ګړندۍ خپریږي.

ایټالیوۍ څيړونکې اندریا نسوتو چې د پورتنۍ ذکر شوې مطالعې یوه برخه واله وه ازادي راډيو ته وویل " په کوم سرعت چې ناسم معلومات خپریږي، هغه ډير مهم دي. ځکه که د کرکې یوه خبره وکړې، یوه اونۍ کې هغه خبره له منځه ځي، خو په وړاندې یې مخکې له مخکې خلکو غبرګون ښودلی وي."

ایلن ماسک چې ۲۰۲۲ کال کې یې ټویټر واخیست او بیا یې اکس ته واړوه، هم تر نیوکو لاندې دی. د اکس شبکې د محتوا له څارونکو سره د ماسک چلند هغه څه دی چې د اروپایي ټولنې د ډیجیټل مقراراتو ا اړوندو ادارو هم نیوکه پرې کړې ده.

یوه څیړنه چې په نیویارک کې د میشتې کمپنۍ نیوزګارد له خوا شوې ښيي چې د ماسک له خوا د اکس چینل له اخیستو سره سم د غلطو معلوماتو خپرېدل او د دغو معلوماتو په اړه د لوستونکو غبرګون یا انګیجمینټ زیات شوی دی.

د یوروپ انویژن له خوا د کډوالو ضد کرکجن پيغامونه د خلکو له تعصبه ډکو تبصرو سره هم مخامخ شوي دي.

یوه بلجیم میشته څیړونکې ناتالي ون رامدونک وایي، کرکجنې محتواوې ځکه ډيرې خپریږي چې غبرګونونه او د خلکو غوسه پاروي.

هغې ازادي راډيو ته وویل، که په کومه لیکنه کې د احساساتو او عاطفې ژبه کارول شوي وی، ډېر خلک یې ګوري.

روسیه کې یو پلورونکي سره د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۳مه په مرکزي مسکو کې د سوغات په پلورنځي کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ انځور
روسیه کې یو پلورونکي سره د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۳مه په مرکزي مسکو کې د سوغات په پلورنځي کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ انځور

په‌داسې حال کې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ انتخابات ګټلي دي، داسې ښکاري چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین غواړي خپل دا احساسات پټ کړي چې له متحدایالاتو سره د اړیکو تودول غواړي او یا دا چې غواړي خپل دریځ لږ نرم کړي او د اوکراین د جګړې په څېر د دواړو هېوادو ترمنځ په لانجمنو مسایلو کې امریکا ته امتیاز ورکړي.

وروسته له‌دې چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پخواني ولسمشر، جمهوریپال ډونالډټرمپ بریا روښانه شوه، نو ښاغلي ټرمپ ته د نړۍ د دولتونو د مشرانو له‌‌خوا د مبارکۍ د پیغامونو استول پیل شول، خو په لومړي پیغامونو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین پیغام نه و او حتی د منتخب ولسمشر ویاند وویل چې ښايي پوتین هيڅکله ټرمپ ته مبارکي ورنه‌کړي.

په‌‌‌دې ورځ د کریملین پر رسمي وېب‌پاڼه چې عموما دا ډول پیغامونه خپروي، په ارکتیک سیمه کې د یوې اټومي بټۍ د پرانیستو په مراسمو کې د ښاغلي پوتین د آنلاین ګډون خبر پروت و، چې دا په شمالي قطب کې د روسیې د سیمبولیکې ونډې یوه یادونه هم وه، ځکه په ارکتیک کې متحدایالات او روسیه له یوبل سره د طبیعي زېرمو پرسر په رقابت کې دي.

د دې مطلب پیغام دومره واضح و، چې که د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف دا خبره چې د روسیې لپاره په شمالي قطب کې د کنګل ماتوونکې کښتۍ ماموریت د امریکا تر انتخاباتو ډېر مهم دی، نه وای کړې بیا به هم ټول پوهېدلي وای.

دا د پوتین، کریملین او د روسیې د دولتي رسنیو له‌‌خوا یوه عمدي هڅه وه څو وښيي چې د روسیې او حکومت لپاره یې د متحدایالاتو انتخابات مهم نه‌دي.

د امریکا انتخابات د نوامبر په پنځمه وشول او پوتین دوه ورځې په‌دې اړه څه ونه ویل، خو د نوامبر د اوومې په ماخستن پوتین د سوچي په تفریحي ښار کې په یوه ناسته کې د خبرو پرمهال ټرمپ ته غیر رسمي مبارکي وویله.

د امريکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او د جوبايډن مرستياله کامالاهريس
د امريکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او د جوبايډن مرستياله کامالاهريس

پوتین ټرمپ وستایه او ویې ویل چې هغه په جولای میاشت کې کله یې چې د وژنې هڅه وشوله، ډېره زړورتیا وښودله او زیاته یې کړه، هغه څه چې ده له مسکو سره د اړیکو د ښېګڼې او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو هیله وبلله لږ تر لږه په پاملرنه ارزي.

داسې ښکاري چې د پوتین دا څرګندونې د هغو څارونکو له باور سره سمون لري چې وايي، د امریکا د انتخاباتو په اړه د روسیې بې تفاوتي حقیقي نه‌ده.

په غالب ګومان کریملین هیله درلوده چې ټرمپ انتخابات وګټي او تر ډېره په‌‌دې خاطر چې په دې صورت کې به د روسیې پر وړاندې له اوکراین څخه په راتلونکي کې د امریکا د ملاتړ په برخه کې شکونه پیدا شي، یا ښايي کریملین غوښتل چې د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس یې په لږ توپیر وګټي ځکه په هغه صورت کې د ټرمپ پلویانو احتمالا اعتراض کاوه او په امریکا کې ګډوډي راتله.

د روسیې د چارو شنونکي مارک ګالیوتي Mark Galeotti په یوه مطلب کې چې د برتانیا آی نیوز وېب‌پاڼې د نوامبر په شپږمه خپور کړ لیکلي، د روسانو تصور دا و، چې که انتخابات ټرمپ وګټي نو له اوکراین څخه د امریکا پراخ ملاتړ خو څه حتی ساده ملاتړ به هم له خطر سره مخامخ شي، اروپا به وارخطا وي او د ناټو یووالی به له‌‌‌منځه ولاړ شي.

د ګالیوتي په وینا روسانو فکر کاوه چې حتی که یې مېرمن هاریس وګټي، نو ښايي د ټرمپ پلویان به دا کار ناسم وبولي او له هغه وروسته به نوی حکومت له ګڼو ننګونو سره مخامخ شي.

پوتین چې په لوېدیځوالو پورې مسخرې یې خوښېږي او ډېر کله د هغوی په اړه خپل ګومانونه بیانوي په تېره سپټمبر میاشت کې څرګنده کړه چې دوی د هریس د بریا پلوي دی.

دا څرګندونې ښايي د کریملین د عمدي هڅو یوه برخه وه، ترڅو خلک داسې فکر ونه‌‌‌کړي چې دی او حکومت یې د ټرمپ بریا غواړي، نو ځکه د امریکا د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال د روسیې پر دولتي ټلوېزیون پر ټرمپ خورا ډېر انتقادونه کېدل.

د جولای میاشتې په وروستیو کې د روسیې پوځي څارونکي دیمیتري دروزدینکو Dmtry Drozdenko ټرمپ د امریکا د پردې ترشا واکمنو غلام وباله او ویې ویل ټرمپ هيڅ هم نه‌‌‌شي کولای، ځکه هغه ځواک نه‌‌لري او په‌دې علت چې امریکا په همدې اساس جوړه شوې ده.

له هغه مخکې په جون میاشت کې یوه مبصر د کریملین پلوي چلوونکي ولادیمیر سولوفییف انټرنیټې چینل ته وویل چې، په ۲۰۱۶ کال کې روسانو له ټرمپ سره خورا ډېره مینه لرله او حتی داسې پوسترونه هم لیدل کېدل چې ټرمپ یې د فرانسې له ښي‌پالې افراطي سیاستوالې مرین لوپين او پوتین سره یوځای ښوده، خو دا مبصر پوښتنه کوي چې د دې ټولو په پای کې څه پېښ شول؟

په سږنیو انتخاباتو کې چې کله د ټرمپ بریا اعلان شوه، نو کریملین پلوو شنونکو خورا ډېره خوښي وښوده خو سولوفییف د انتخاباتو په سبا هغوی ته چې له‌‌دې کبله خوشاله وو، خبرداری ورکړ.

هغه وویل، زموږ نندارې نه‌‌دي پکار او باید د ټرمپ پر بریا ډېره خوشالي هم ونه‌‌‌کړو، بلکې هغه څه ته چې پېښېږي په دقت سره وګورو او له هغه څخه با مفهومه نتیجه راوباسو.

پوتین کله چې د نوامبر په اوومه ټرمپ ته غیر رسمي مبارکي ویله خورا ډېر دلایل وو، چې دا مبارکي یې د نورو هېوادونو د مشرانو په څېر په رسمي ډول ونه ویله.

یو دلیل دا و، چې پوتین متحدایالات خپلو خلکو ته د یوه شیطان په بڼه ښودلی او د اوکراین د نیولو لپاره بشپړه جګړه یې د زورواکي او له اخلاقي پلوه د لوېدلي لوېدیځ پر ضد د مدنیتونو ترمنځ د مبارزې د یوې برخې په توګه انځور کړې ده.

په‌دې توګه پوتین غواړي د ځان په اړه دا ذهنیت له‌‌منځه یوسي چې ګنې د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال دی له واشنګټن سره تاوده اړیکي غواړي، یا د اړیکو نرمولو ته لېوالتیا لري او یا هم د اوکراین د جګړې په څېر په ټولو مسایلو کې واشنګټن ته امتیاز ورکولو ته چمتو دی.

د ټرمپ او پوتین د اړیکو لیرې‌والي ته لېوالتیا د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته نوره هم زیاته شوه چې ګنې ټرمپ د کورونا د وبا پر مهال پوتین ته د کووید-۱۹ د ناروغۍ د ټېسټ وسایل لېږلي و، یا دا چې ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسېدو وروسته څوځلې له پوتین سره ټليفوني خبرې کړې دي، خو دا راپورونه د ټرمپ د کمپاین له‌خوا رد شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په‌داسې حال کې چې محافظتي جامې يې اغوستی، د مارچ په د ۲۰۲۰ کال د مارج په ۲۴مه، د مسکو په څنډه کې د COVID-19 ناروغانو لپاره روغتون څخه لیدنه کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په‌داسې حال کې چې محافظتي جامې يې اغوستی، د مارچ په د ۲۰۲۰ کال د مارج په ۲۴مه، د مسکو په څنډه کې د COVID-19 ناروغانو لپاره روغتون څخه لیدنه کوي.

د دې ترڅنګ د کریملین دا تمایل چې غواړي د امریکا له راتلونکي حکومت سره په اړیکو کې ځان یوډول بې‌‌‌تفاوته وښيي، بل دلیل هم لري او هغه دا چې غواړي احتیاط وکړي ځکه معلومه نه‌‌ده چې ټرمپ به دقیقا د روسیې له‌‌‌خوا د اوکراین د اشغال قضیې ته کومه حل‌‌‌لاره په پام کې لري.

د ولسمشر جوبایډن د ادارې له‌‌‌خوا اوکراین ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د وسلو پر سپارلو د ټرمپ او د هغه د انتخاباتي مرستیال جې ډي وانس انتقاد، کریملین هیله‌‌‌من کړی چې ښايي له اوکراین سره د لوېدیځ د مرستو چینه ډېر ژر وچه شي او له‌‌دې سره به د جګړې په ډګر کې د روسیې په ګټه بدلون راشي.

ټرمپ د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال په وار وار ادعا کوله چې که ولسمشر شي، نو دی به سمدستي دې جګړې ته د حل‌لاره پیدا کړي.

دې څرګندونو په کییف او د اوکراین په متحدانو کې وېره رامنځته کړې وه چې متحدایالات ښايي د سولې د داسې معاملې پلوي وکړي چې کییف ته لږ او مسکو ته د هغه قلمرو په ګډون چې اوس یې اداره کوي، ډېر امتیاز ورکړي.

ټرمپ په‌‌‌دې اړه چې د اوکراین د سولې د خبرو پر مېز به یې دریځ څه وي ډېر څه نه‌دي ویلي.

بل خوا داسې ښکاري چې پوتین تر دې دمه د سولې لپاره کومه انګېزه نه‌‌‌لري او د روسیې له شرایطو پرته کومې بلې طرحې ته د چمتووالي په اړه یې هم څه نه‌‌دي ویلي.

د روسیې په شرایطو کې د اوکراین د پنځو سیمو پر ټول قلمرو او حتی پر هغو سیمو چې تر اوسه یې نه‌دي اشغال کړي بشپړه ولکه او په ناټو کې د اوکراین پر غړیتوب دایمي بندیز شامل دی.

په سوچي کې د پوتین له وینا لنډه موده مخکې د ده د امنیت شورا سکرتر او د دفاع پخواني وزیر سیرګي شویکو د اوکراین د جګړې په اړه سختې خبرې وکړې او ویې ویل، لوېدیځ دوه لارې لري، یا به د اوکراین د ټولو وګړو تر وژنې پورې د روسیې د اشغال پرضد د کییف مالي ملاتړ ته دوام ورکوي او یا به روان حقایق مني او مذاکراتو ته به کېني.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG