په دې راډیویي مجله کې د خوست د یوې مشاعرې په څو رنګینو شېبو کې شریکېږئ، دوه خواږه حکایتونه اورئ.
په وروستیو کالونو کې په خوست کې ادبي او فرهنګي هڅو د ځوانانو د ژوندانه په ټولنیز اړخ ډېر اغېز پریباسلی، دوی نه یوازې په پراخه کچه زده کړو ته مخه کړې ده
د ازادي راډیویي مجلې په روانه خپروونه کې ډاکتر ابراهیم شینواری د مورنۍ ژبې په اهمیت باندې خبرې کوي. یو خوږ حکایت او نور مطالب هم اورېدلای شئ.
د ازادي راډیويي مجلې په پیل شوې خپرونه کې کې د ادبي ټوټو له لیکوال سایر ځلاند سره د هغه د نوي کتاب د چاپېدو په مناسبت د دې ژانر په باره کې خبرې اورئ.
په کابل کې د ټولنیزو او سیاسي چارو پوه خوشال خلیل چې پخپله هم په فېسبوک کې ډېر فعال دی وايي، فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو او شبکو په افغانستان کې دا بدلون راوستی دی چې اوس خلک په بحثونو کې له ډېر زغمه کار اخلي
د ازادی راډیويي مجلې په روانه خپرونه کې د باچاخان د ژوند او هڅو په باره کې د استاد نجیب منلي خبرې اورئ.
د ازادي راډیویي مجلې په دې ګڼه کې له ځوان شاعر فرید باراني سره مرکه اورئ، چې د شعر په باره کې نوي نظریات لري.
د راډيويي مجلې په دې خپرونه کې له ارواښاد استاد محمدصديق پسرلي سره د دوي ترمړینې یوه موده مخکې شوې مرکه، دوه حکایتونه او د بشر د فکر و فرهنګ د سرلارو په لړۍ کې د مشهور فیلیسوف سقراط په اړه بحث اورئ.
د بالا حصار کلا خوا و شا ۵۰۰ کاله وړاندې مغل باچا ظهیرالدین بابر جوړه کړې وه، او پېښور چې کله د افغانستان د ژمي پلازمېنه وه نو پښتنو باچهانو به هم دغه کلا د خپل مرکز په توګه کاروله.
ورپسې د پښتو ژبې د یوه بل نوميالي ليکوال، شاعر، ژورناليسټ او فولکلوريسټ ابوالخير ځلاند په اړه د بارکوال مېاخېل رپوټ اورو.
استاد صدیق پسرلي تل د سوکاله، سوله ییز، خوشاله او پرمختللي افغانستان ارمان درلود او د دې ارمان د ترسره کولو لپاره يې خپله ونډه کار د قلم په څوکو هر شېبه تر سره کړی دی.
په داسې حال کې چې په رسنيو کې د امريکا او افغان حکومتونو تر مينځ د امنيتي تړون او د افغانستان د ۲۰۱۴ م کال نه وروسته حالت په څېر موضوعات تر بحث لاندې دي، افغان هنرمندان له موسيقۍ سره تړليو د خپلو کارونو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
نور راوښيه