افغانستان
افغانستان کې د بندي امریکایانو له کورنیو سره د بایډن خبرې
سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشرجوبایډن پرون یکشنبې د هغو درې امریکایانو له کورنیو سره خبرې وکړې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي.
د سپینې ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې بایډن بیرته خپلو کورونو ته د دغو امریکایانو چې په وینا یې په ناحقه نیول شوي، د ستنولو لپاره پرخپلې ژمنې ټینګاروکړ. رویترز خبري آژانس د یوشمیرسرچینو له قوله ویلي چې د بایډن ادارې لږترلږه د تیرکال د جولای له میاشتې راهیسې له طالبانو سره د متحدو ایالتونو پرهغه وړاندېز خبرې پیل کړي چې له مخې یې باید درې واړه امریکایان رایان کوربیټ، جیورج ګایمن او محمود حبیبي د امریکا په ګوانتینامو زندان کې د محمد رحیم الافغاني د خوشې کیدو په بدل کې خوشې شي.
په خبرپاڼه کې په دې اړه چې د دغو امریکایانو د خوشې کیدو په اړه خبروکې څومره پرمختګ شوی، څه ندي ویل شوي خو زیاته شوې چې ولسمشر بایډن او د هغه ټیم د هغو امریکایانو د خوشې کولو لپاره چې په بهرکې یرغمل شوي یا په غیر عادلانه ډول توقیف شوي، شپه او ورځ، ډیری وختونه د مهمو متحدینو په ملګرتیا کار کړی، ترڅو دوی له خپلو کورنیو سره یوځای شي او نوموړی به د خپلې پاتې دورې په اوږدو کې هم دې کار ته دوام ورکړي.
د بایډن د ولسمشرۍ دوره اوه ورځې وروسته د جنوري په شلمه پای ته رسیږي.
په عین حال کې د محمود حبیبي ورور احمد حبیبي، چې له بایډن سره په دې ټیلفوني خبرو کې ګډون کړی وو، وویل چې ولسمشر بایډن په ډېر واضح ډول موږ ته وویل چې که طالبان زما ورور نه خوشې کوي نو هغه به رحیم تبادله نکړي. هغه زیاته کړه چې کورنۍ یې له بایډن څخه ډیره مننه کوي چې د ورور لپاره یې ولاړ دی.
د طالبانو حکومت نده تایید کړې چې محمود حبیبي ورسره بندي دی خو د دوی مرستیال ویاند حمدالله فطرت تیره اونۍ له امریکا سره د نوروبندیانو د تبادلې په اړه د خبرو پخلی وکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بادغیس کې خونړۍ ترافیکي پېښه، ۹ تنه مړه او ۳۵ ژوبل دي
په بادغیس کې په یوه ترافیکي پیښه کې نهه کسان مړه شوي دي.
په بادغیس کې د طالبانو امنیه قومانداني په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پیښه نن یکشنبه ( د کب ۳مه) له غرمې مخکې د قلعه نو ښار په سبزک سیمه کې رامنځته شوې.
د اعلامیې له مخې، د هرات څخه بادغیس ته روان یو ۳۰۳ مسافر وړونکی بس له سړک څخه ووت، چې له امله یې نهه مسافر مړه او ۳۵ نور ټپیان شول.
د دوی په وینا، ښځې او ماشومان په قربانیانو کې شامل دي، او د پیښې په اړه څیړنې روانې دي.
د شنبې په ورځ، د بدخشان ولایت په تاشکان ولسوالۍ کې د سیند په غاړه د موټر د چپه کیدو له امله پنځه کسان مړه شول.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) په دې وروستیو کې ترافیکي پیښې د مخنیوي وړ ناورین او په افغانستان کې د مړینې یو له اصلي لاملونو څخه بللې دي.
جاپان د افغانستان د بیارغونې صندق ته نژدې ۳ میلیارده ډالر ورکړل
په کابل کې د جاپان سفارت وایي، د اړمنو افغانانو د لاسنیوي لپاره یې د افغانستان د بیارغونې صندوق ته دوه اعشاریه ۸ میلیونه ډالر ورکړي دي.
دغه سفارت نن یکشنبه ( د کب ۳مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې همکارۍ هوکړه یې له نړیوال بانک سره لاسلیک کړه.
وړاندې راغلي چې دا پیسې به د د اړمنو ښځو او ځوانانو په ګډون د زیانګالو افغانانو د ژوند په ښه والي ولګول شي.
دا مرسته داسې مهال کیږي چې د خوړو نړیوال سازمان تېره اونۍ وویل چې په افغانستان کې د لوږې کچه ګواښونکي حالت کې ده.
تورخم کې څه باندې ۵۰۰ میله وسله نیول شوې
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دوی ځواکونو په تورخم کې ۵۲۵ میله بیلابیلې وسلې او مهمات نیولي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال غلام الرحمن حیدري رسنیو ته ویلي چې دغه وسلې او مهمات له پاکستانه افغانستان ته د راستنو شویو افغان کډوالو په یوه موټر کې نیول شوي.
د دغو وسلو د رالیږدولو په تور د طالبانو حکومت یو افغان او یو پاکستانی وګړی نیولي دي.
په خواله رسنیو کې هم د یادو وسلو د نیول کېدو او د طالب چارواکو څرګندونې ډېرې منعکس شوې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا غږېدلی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې د اقتصادي پراختیا او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي سعیدوف شنبه ماښام په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو بیان خپور کړی.
هغه دا ټیلیفوني خبرې رغنده بللي.
سعیدوف ټینګار کړی چې ده او متقي د ښو اړیکو په جوړولو، او همداراز د دایمي ثبات، پراختیا او دوه اړخیزې ښیرازۍ لپاره د سیمه ییز اتصال د پراختیا په اړه ژمنې وکړې.
ازبکستان لا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو څو واره یې لوړپوړي پلاوي افغانستان ته لیږلي.
یو برازیلی د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی شو
برازیلی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوی سر روزونکی وټاکل شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن نوګیرا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې معرفي کړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د بیان له مخې نوګیرا یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
تر ده ده مخکې ایټالیایی وینچنزو البرتو د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم سر روزونکی و.
ریچارډ بنټ د افغان نجونو او ښځو د روغتیایي سلامتیا راپور وړاندې کوي
ټاکل شوې ده چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی روانه اونۍ د افغان ښځو او نجونو د روغتیایي سلامتیا د حقونو په اړه راپور وړاندې کړي.
ریچارډ بنټ ازادي راډیو ته وویل چې په دې راپور کې به پر دریو ټکیو تمرکز کیږي، لومړی دا چې له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې روغتیایي سیستم د جګړو او شخړو له امله کمزوری شوی، دوهمه ستونزه د طالبانو تګلاره ده چې د نجونو او ښځو پر روغتیایي زده کړو یې بندیز لګولی دی او دریم مشکل له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو کمیدل دي.
ریچارډ بنټ به خپل راپور د پنجشنبې په ورځ د بشري حقونو د شورا یو شپیتمې غونډې ته وړاندې کړي.
د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا پروسږکال په خپله شپیتمه غونډه کې له ښاغلي بنټ څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یو هر اړخیز راپور چمتو کړي او د دوه زره شپږ ویشتم کال په لومړیو کې دې دا راپور یو شپيتمې غونډې ته وړاندې کړي.
د خوړو د نړیوال پروګرام: په افغانستان کې خوارځواکي ماشومان په ډیریدو دي
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د شمیرو زیاتیدو ته ژوره اندیښنه ښکاره کړه.
جان ایلیف له اسوشیتد پریس اژانس سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل چې دغه اوس په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې دا تر بل هر وخت لوړه شمیره ده.
ښاغلي ایلیف زیاته کړه چې د دوی له ادارې سره د مرستو د کمیدو له امله اوس مجبوره دي چې له څلور خوارځواکو ماشومانو څخه له یوه سره مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ په یوه راپور کې څرګنده کړه چې د اوس لپاره هره میاشت یوازې له دوه میلیونه افغانانو سره په افغانستان کې مرسته کولی شي.
په کابل او شاوخوا سیمو کې زلزله وشوه
شېبې مخکې نسبتاً قوي زلزلې کابل او د افغانستان ځینې ختیځ ولایتونه ولړزول.
د امریکا د جیالوحیکي سروې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې شدت ۵.۸ درجې و او مرکز یې د کابل د شمالختیځ په شاوخوا ۱۳۰ کیلومترۍ کې و.
تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
پاکستان ادعا کوي چې د باجوړ بریګر افغان و
پاکستان ادعا کوي چې په باجوړ کې پر پوځیانو انتحاري بریدکوونکی افغان و.
د روانې فبرورۍ په ۱۶ مه په باجوړ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز په برید کې لږ تر لږه ۱۱ سرتېري ووژل شول. د دې برید مسوولیت ټي ټي پی په غاړه واخیست.
پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د امنیتي سرچینو د ادعا پر اساس لیکلي چې د دې برید عامل قاري عبدالله نومېده چې د افغانستان د بلخ ولایت اوسېدونکی و.
پاکستان تر دې وړاندې هم د اکثرو بریدونو عوامل افغانان بللي او پر له پسې وايي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې دي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.
د افغانستان د بشري حقونو ځانګړی راپورتر د بشري حقونو شورا ته وینا کوي
د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ویلي چې د ښځو او نجونو د روغتیا حق په اړه به خپل نوی راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.
ریچارډ بېنټ، د پاکستان له وروستي سفر وروسته په اېکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې هغه د شورا د ۶۱مې غونډې لپاره چمتووالی نیسي او خپل راپور به د فبرورۍ په ۲۶مه په جینیوا کې د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړې چې په پام کې لري چې یوه شفاهي وینا هم وکړي، چې پکې به د بشري حقونو د هغو اندېښمنو پرمختګونو یادونه وکړي چې د ده په وینا د جدي اندېښنې وړ دي.
طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د زده کړو د لومړني حق په شان د ښځو د بشري حقونو ګڼې سرغړونې کړي دي.
د بشري حقونو د شورا دا غونډه په داسې حال کې دایریږي چې نړیواله ټولنه لا هم پر دې بحث کوي چې د افغانستان د بشري حقونو له بحران سره څنګه چلند وشي.