خبرونه
ایراني چارواکي : شاوخوا ۲۵۰۰ ایراني لارۍ دافغانستان په بندرنو کې بندې پاته دي
د ایران صدا وسیما دولتي رسنۍ د دوغارون په پوله کې د سرحدي چارواکو له قوله ویلي چې دا لارۍ له نهو ترڅوارلس شپې کیږي چې ایران ته د ننوتلو په تمه دي.
د ایران سرحدي چارواکو ویلي چې د ایراني لاریو دریدل د طالبانو حکومت لخوا د لګول شويو محدودیتونو له امله دي.
خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
ایراني چارواکي وايي ، دوی اوس مهال یو پلان پلي کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره د یوې ایراني لارۍ په بدل کې یوې افغان لارۍ ته د ننوتلو اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د تړل کیدو له امله، د طالبانو حکومت او افغان سوداګر هڅه کوي چې د بدیل په توګه له ایران او منځنۍ آسیا هیوادونو څخه کار واخلي.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ پیل شو
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ پنځم فصل د شنبې په ورځ په کابل کې پیل شو.
د فوټبال دفدراسیون اعلامیې وویل چې د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې.
په لومړۍ لوبه کېچې د استقلال کابل او ابو مسلم فراه ترمنځ ترسره شوه، ابو مسلم فراه ۵-۰ وګټله.
په دویمه لوبه کې، خراسان فاریاب ، د جوانان پیروزی کابل ته ۲-۱ماتې ورکړه.
دا سیالي چې د ۱۰ غوره ټیمونو په منځ کې ترسره کیږي ، تیر کال یې اتلولي ابومسلم فراه ټیم ګټلې وه.
ترکي الوتکې ایران کې د ځنګلونو د اور په مړه کولو کې مرسته کوي
په داسې حال کې چې دایران دوه الیوشن الوتکې ، ۷ هیلي کوپټرې او شاوخوا ۴۰۰ کسان دهیواد په شمال ځنګلونو کې د لګیدلی اور د مړه کولو هلې ځلې کوي او بهرنۍ مرسته یې هم غوښتې ،ګاونډۍ ترکې داطفایې الوتکې ورلیږلي دي.
د کسپین سمندرګي په زرکیلومتر ساحل تر آذربایجان پورې دغه ځنګلونه د یونیسکو سازمان لخوا د نړۍ په اثارو کې شامل دي.
دغه ځنګلونه ویل کیږي له ۲۵ تر۵۰ ملیون کلونه عمر لري او څه دپاسه ۳۲۰۰ مختلف النوع نباتات په کې دي.
ایرنا دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړ چې هغه اور چې دنومبر میاشتې پیل کې په دغو ځنګلونو کې لګیدلی وو او مړ کړای شو د نومبر په ۱۵ بیا لګیدلی.
دایران دولسمشرمرستیال محمد جعفر قایم پناه د جمعې په ورځ په خپلې ایکسپاڼه کې ولیکل چې ایران د اور دمړه کولو لپاره د دوستو هیوادونو بیړنۍ مرسته غوښتې .
له لفظي شخړو د یو بل تر ستاینو ؛ممداني او ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل
د نیویارک ځوان او منتخب مسلمان ښاروال، زهران ممداني، په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.
د نیویارک د کیڼ اړخي ډیموکراټ ښاروال او د متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ترمنځ د جمعې د ورځې دغه غونډه د تمې خلاف د خندا، ټوکو او د ډونالډ ټرمپ لخوا د ځوان ښاروال په ستاینه پای ته ورسیده.
مخکې له دې چې ممداني ټاکنې وګټي، هغه او ډونالډ ټرمپ په مکرر ډول په یو بل نیوکې کړې وې، او د امریکا ولسمشر د نیویارک د ښاروالي په ټاکنو کې د ممداني د سیال، انډریو کوومو ملاتړ کړی وو.
ممداني څو ځلې د غزې د جګړې په مهال د اسراییلو د ملاتړ او د مهاجرت دمحدودیتونو په اړه د ټرمپ ادارې پر پالیسیو نیوکه کړې وه.
د نیویارک د ښاروالۍ د ټاکنو د کمپاین په جریان کې، ټرمپ ګواښ کړی و چې که ممداني یې وګټي نو دغه ښار به د ملیاردونو ډالرو فدرالي تمویل څخه محروم کړي.
خو د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د دوی غونډه د ټرمپ د خندا، ټوکو او د ممداني د موسکا څخه ډکه وه.
ډونالډ ټرمپ د غونډې په جریان کې په خپلې دې یوې ژمنې سره ټول حیران کړل چې وویل: "موږ به د هغه سره د هرچا د هیلو په ترسره کیدو کې مرسته وکړو: د یو پياوړي او ډیر خوندي نیویارک د هیلو."
ټرمپ څو ځله د ممداني لپاره په خپله مرسته او ملاتړ ټینګار وکړ، حتی خبریالانو ته یې وویل چې په دې کې "هیڅ ستونزه نشته" چې ممداني دی "مستبد" بللی دی.
زهران ممداني هم د ښي اړخي ولسمشر سره خپله لیدنه "ډیره ګټوره" وبلله او د متحده ایالاتو د مالي او اقتصادي پلازمینې،( نیویارک) لپاره یې د ګډې مینې په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر ټرمپ له غونډې وروسته، په خپلې ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ولیکل: "د نیویارک د نوي ښاروال زهران ممداني سره لیدل یو لوی ویاړ و."
ټاکل شوې ده چې د نیویارک نوی ښاروال د ۲۰۲۶ کال د جنوري په لومړۍ نیټه لوړه وکړي.
ایران د ځنګلونو د اور د مړه کولو لپاره بهرنۍ مرسته وغوښته
ایراني رسنیو نن شنبې رپوټ ورکړ چې ددغه هیواد حکومت د هیواد په شمال کې د ځنګلونو د اور د مړه کولو لپاره بهرنۍ مرسته وغوښته.
د کسپین سمندرګي په زرکیلومتر ساحل تر آذربایجان پورې دغه ځنګلونه د یونیسکو سازمان لخوا د نړۍ په اثارو کې شامل دي.
دغه ځنګلونه ویل کیږي له ۲۵ تر۵۰ ملیون کلونه عمر لري او څه دپاسه ۳۲۰۰ مختلف النوع نباتات په کې دي.
ایرنا دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړ چې هغه اور چې دنومبر میاشتې پیل کې په دغو ځنګلونو کې لګیدلی وو او مړ کړای شو د نومبر په ۱۵ بیا لګیدلی.
دایران دولسمشرمرستیال محمد جعفر قایم پناه د جمعې په ورځ په خپلې ایکسپاڼه کې ولیکل چې ایران د اور دمړه کولو لپاره د دوستو هیوادونو بیړنۍ مرسته غوښتې .
په جنوبې افریقا کې د G20 یا شلو مخکښو اقتصادي هیوادنو د مشرانو غونډه
د G20، یا شلو مخکښو اقتصادي هیوادنو د مشرانو غونډه د جمعې په ورځ د جنوبي افریقا په جوهانسبورګ ښار کې د ګڼو مشرانو دنه ګډون او داوکراین دسولې لپاره دامریکا د پلان د بحثونو ترسیورې لاندې پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ او دغه راز د روسیې او چین ولسمشران ویلاديمیرپوتین او شی جین پینګ په غونډه کې ګډون نلري.
خو د ترکیې ، برازیل او فرانسې ولسمشرانو رجب طیب اردوغان ،ایمانویل مکرون او لویز دیسیلوا ، او دغه راز د هند او چین صدراعظمانو نریندر موډي او لی کیانګ په غونډه کې برخه اخیستې.
د ملګرو ملتونو عمومي منشی انتونیو ګوتیرش د جمعې په ورځ د G20 په غړو هیوادونو غږ وکړ چې د خپل نفوذ او غږ څخه داوکراین د جګړې دختمولو لپاره چې ډیره مرګ ژوبله او تخریب لري او د نړیوالې بی ثباتي سبب کیږي ، کار واخلي.
اریانا افغان هوايي شرکت درې الوتکې چارتر کوي
اریانا افغان هوايي شرکت وايي ډیر ژر به ۳ الوتکې چارتر و پیري.
ذبیح الله مجاهد د طالبانو د حکومت ویاند په خپله ایکسپاڼه کې د اریانا شرکت د چارواکو له قوله د اخبر خپور کړی دی او وايي چې دغه ځانګړې چارتر الوتکې د صادراتو په لیږد کې د اسانتیاو لپاره رانیول کیږي.
د اریانا د شرکت رئیس ملا بخت الرحمن شرافت ويلي چې دغه الوتکې به بوینګ یا ایربس ډوله وي او بیه به یې د ۲۵ تر۳۵ ملیون ډالر وي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او سوداګرو د پاکستان لور ته د سوداګري لارو له تړل کیدو وروسته هوايي انتقالاتو او دمنځنۍ اسیا او ایران بدیلو تجارتي لارو ته مخه کړې ده.
په بریتانیا کې یوه افغان اعتراف وکړ چې پر یوې ماشومې یې جنسي تېری کړی
یوه افغان تبعه، پرون (جمعه) د بریتانیا په یوه محکمه کې اعتراف وکړ چې پر یوې دوولس کلنې نجلۍ یې جنسیي تېری کړی دی.
احمد ملاخېل اقرار وکړ چې د جولای په میاشت کې یې د بریتانیا د انګلستان په مرکزي ښار ننیټن کې دا جرم کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ملاخېل تر دې وړاندې په دې اړه تور رد کړی و، خو پرون یې خپله ادعا بېرته واخیسته.
ملاخېل محکمې ته له یوه بل کس سره، چې محمد کبیر نومېږي او له ده سره د جرم په ترسره کولو کې مرسته کړې وه، حاضر شو.
محمد کبیر هم پخوا په دې قضیه کې لاس لرل رد کړي وو.
د دوی بله محاکمه به د جنورۍ په ۱۲ مه وي.
په بریتانیا او نورو اروپايي هیوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو له لوري پر له پسې جرمونه سبب شوي چې ګڼ هیوادونه په ځانګړي ډول افغانانو ته د پناه ورکولو شرایط سخت کړي.
پاکستان وايي، د طالبانو حکومت د لارو د بندېدو مسوول دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د طالبانو حکومت د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ د لارو د نه پرانیستل کېدو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ځنډ مسوول دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د جمعې په ورځ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل چې اسلاماباد د کابل له لوري د ټي ټي پي په شمول د وسله والو ډلو د دوامدار ملاتړ له امله له افغانستان سره خپلې لارې بندې کړي دي.
هغه زیاته کړه: "د پولې د پرانیستلو د ځنډ پړه د افغان طالبانو پر غاړه ده. همداراز، د ټاپي او کاسا زر په څېر پروژې هم د همدې ملاتړ له امله اغېزمنې شوې دي."
وروسته له دې چې طالبانو په کابل او پکتیکا کې د پاکستان د بریدونو په ځواب کې د اکتوبر په ۱۲مه، د پاکستان د پوځ پر ګڼو سرحدي پوستو بریدونه وکړل، پاکستان د تورخم او چمن په شمول له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې بندې کړې.
د لارو د بندېدو له کبله د پاکستان حکومت په وروستیو کې د سوداګرو له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ شوی دی.
پرون د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د خپل هیواد د سوداګرو په قول راپور ورکړ چې د تورخم د لارې د بندېدو له کبله په راولپنډۍ او اسلاماباد کې عمده پلورنکي له ژور مالي بحران سره مخامخ شوي دي.
د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په دواړو ښارونو کې لسګونو سترو او متوسطو عمده سوداګرو د لسګونو میلیون روپیو پانګه له لاسه ورکړې ده. یو شمېر هغه تجربهلرونکي او شتمن تاجران، چې تر دې مخکې د ښار له بریالیو سوداګرو شمېرل کېدل، اوس ادعا کوي چې د میلیونرۍ له سطحې د ټولو پانګو د بایللو حد ته نژدې شوي دي.
د فریدا کالو یوه تابلو د نړۍ د ښځینه هنرمندانو تر ټولو په لوړه بیه وپلورل شوه
د مکسیکو د نوموتې انځورګرې، فریدا کالو، یو انځور د ښځینه هنرمندانو تر ټولو د قیمتي اثر د پلور ریکارډ مات کړ.
دا اثر چې فریدا کالو په ۱۹۴۰ کال کې کښلی و، د پنجشنبې په ورځ د نیویارک په یوه هنري لیلام کې په ۵۴ میلیون او ۷۰۰ زره ډالرو وپلورل شو.
په دې انځور کې، فریدا کالو ځان د یوې بسترې پر سر په پراته حالت انځور کړی دی.
تر دې مخکې د هغې تر ټولو ګرانه پلورل شوی انځور «دیګو او زه» وه چې په ۲۰۲۱ کال کې په ۳۴ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو وپلورل شو. دا اثر فریدا کالو د خپل مېړه، دیګو ریورا، ترڅنګ انځوروي.
راپورونه وايي چې د فریدا کالو ځینې نور آثار هم په شخصي معاملو کې په لوړ قیمت پلورل شوي دي.
د مکسیکو حکومت د فریدا کالو ټول آثار د هېواد «هنري میراث» اعلان کړي دي؛ له همدې امله د دې انځورګرې آثار په مکسیکو کې دننه نه شي پلورل کېدای او د له منځه وړلو اجازه یې هم نشته.
هغه نقاشي چې په نیویارک کې وپلورل شوه، د هغې له هغو لږو اثارو څخه ده چې خاوند یې له مکسیکو څخه دباندې اوسي.