د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

خبرونه

اوچا: کويټ د افغانستان د بشري مرستو صندق سره ۵۰۰زره ډالره مرسته کړې

د کويټ بيرغ
د کويټ بيرغ

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې، کویټ د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۵۰۰زره ډالره مرسته کړې ده.

اوچا زیاته کړې چې دا د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته د کویټ لومړۍ مرسته ده.

د ملګروملتونو دې دفتر د دوشنبې په ورځ (د عقرب ۲۸مه) په خپله ایکس‌‌پاڼه/ پخواني ټویټر کې لیکلي چې، دغه مرسته به د بېړنیو حالاتو پر مهال د زیانګالو کسانو د ژغورنې لپاره ولګول شي.

د دې دفتر په وینا، په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.

د اوچا د راپور له‌‌‌مخې، په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري، له ۲۳ میلیونو څخه اوړي.

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ ۲۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د روسیې د بریدونو له کبله د اودیسې یوه ویجاړه شوې سیمه
د روسیې د بریدونو له کبله د اودیسې یوه ویجاړه شوې سیمه

پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې ۲۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې اودیسې او سومي ښارونه په نښه شول.

د اودیسې د پوځي ادارې مشر اولیه کیپر پر خپل ټیلیګرام چینل لیکلي چې د دې ښار د استوګنې پر یوه ودانۍ د روسیې په نننیو توغنديي بریدونو کې ۱۰ کسان مړه او ۳۹ نور ټپیان شول.

له دې څو ساعته مخکې د روسیې د سرحد په ۴۰ کیلومترۍ کې په سومي ښار کې د استوګنې یوه ودانۍ په توغندیو ولګېده.

د اوکراین د بېړنيو حالاتو وزارت ویلی چې په دې برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او نژدې ۹۰ کسان نور ټپیان دي.

اروپايي ټولنې پر ایران نور بندیزونه لګولي

د ایران او اروپايي ټولنې بیرغونه
د ایران او اروپايي ټولنې بیرغونه

اروپايي ټولنې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ په خاطر پر ایران نور بندیزونه هم لګولي دي.

اروپايي کمېسیون نن د نومبر ۲۸مه اعلان وکړ چې د ایران د کشتیو ځینې شرکتونه یې د خپلو بندیزونو په فهرست کې شامل کړي دي.

اروپايي کمېسیون د روسیې د کښتیو درې شرکتونه هم په دې لېست کې ورزیات کړي دي.

ویل کېږي چې د دې شرکتونو کښتیو د کسپین سمندرګي له لارې په اوکراین کې دېره روسي سرتېرو ته په ایران کې جوړ وسلې او مهمات او د بې پیلوټه الوتکو پرزې لېږدولې دي.

په پکتیا کې د یوه کس تر اعدام یوه اوونۍ وروسته اروپايي ټولنې دغه اقدام وغانده

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پکتیا ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د پکتیا ولایت موقعیت

په پکتیا کې په عام محضر کې د یوه کس تر اعدام یوه اوونۍ وروسته اروپايي ټولنې دغه اقدام وغانده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن نن دوشنبه پر خپله ایکس‌پانه لیکلي چې دغه ټولنه هر وخت او تر هر ډول شرایطو لاندې د مرګ د سزا مخالفه ده.

هغه لیکلي چې په عام محضر کې اعدامونه د افغانستان د بشري حقونو له نړیوالو مکلفیتونو سره اړخ نه لګوي.

نیکلاسن وړاندې لیکلي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د عادلانه محاکمې د رعایت تر څنګ حقوقي بهیرونو ته د ښځو او نارینه‌وو د لاسرسي لپاره پر خپله غوښتنه ټینګار کوي.

د طالبانو حکومت تېره چهارشنبه د پکتیا د مرکز ګردېز په مرکزي لوبغالي کې یو تن اعدام کړ.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د دغه کس قصاص، د طالبانو د درېګونو پوځي محکمو تر تایید وروسته د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له خوا هم تایید شو.

راپورونه وايي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته دا په افغانستان کې د طالبانو په اصطلاح درېیم قصاص دی.

تر اروپايي ټولنې مخکې ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو هم په پکتیا کې دا اعدام غندلی و.

بقايي: په ایران کې د افغان بندیانو شمېر ډېر زیات دی

په ایران کې د اهواز زندان یوه څنډه
په ایران کې د اهواز زندان یوه څنډه

د ایران د بهرنیو چار وزارت وايي، په دې هېواد کې د افغان بندیانو شمېر ډېر زیات دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن په خپله اونیزه خبري غونډه کې د ایران په زندانونو کې د بندي افغانانو دقیق شمېر ونه ښوده، خو ویې ویل، دوی د طالبانو له حکومت سره خپل هېواد ته د افغان بندیانو د لېږدولو په اړه د خبرو په حال کې دي.

بقايي همداراز زیاته کړه چې ډېری افغانان د مخدره‌ موادو په اړوندو جرمونو په خاطر د ایران په زندانونو کې وخت تېروي.

د ایران دولتي اژانسونو تېره اوونۍ خبر ورکړ چې د دې هېواد حکومت به شاوخوا زر تنه افغان زندانیان د دوو میاشتو په ترڅ کې افغانستان ته واستوي او په بدل کې به یې طالبان ورسره د افغانستان په زندانونو کې ایراني بندیان تبادله کړي.

د افغانستان په زندانونو کې د ایراني بندیانو د کره شمېر په اړه دقیق معلومات نه شته.

کرکټ؛ افغانستان د ۱۶۹ منډو په توپیر عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال

د ۱۹ کلنو ځوانانو ترمنځ د درې اړخیزو سیالیو په ترڅ کې د افغانستان لوبډلې دا ځل د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالي نن دوشنبه د نومبر په ۱۸مه نېټه د کابل پر وخت سهار ۱۰:۰۰ بجې پیل شوې وه چې افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۳۵۹ منډې یې وکړې.

د افغان توپوهونکو له ډلې یو وار بیا فیصل خان ښه وځلېد او د دوهم ځل لپاره یې په روانه لوبلړۍ کې سلیزه ووهله.

هغه په ۱۰۴ توپونو ۱۵۶ منډې وکړې چې په پاڼۍ کې یې ۱۲ شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې وې.

دغه راز لوبډلمشر محبوب تسکین بیا په ۱۴۱ منډو ناسوځېدلی پاتې شو چې په پاڼۍ کې یې ۱۳ څلوریزې او یوه شپږیزه شامله وه.

د عربي متحده اماراتو لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۴۵.۴ اورونه ولوبول او ۱۹۰ منډې یې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې نصرت نورستاني، نظیف‌الله امیري او خاطر ستانکزي دوه دوه او نصیرخان او حفیظ الله یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.

دا په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان دویمه پرله‌پسې بریا ده.

ټاکل شوې ده چې د دې سیالیو په لړ کې افغانستان خپله درېیمه سیالي د نومبر په ۲۰مه نېټه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي دي.

افغان نولس‌کلنو ځوانانو د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ۳۶۰ منډې هدف وټاکه

کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.

د نولس‌‌‌کلنو ځوانانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د روانې لوبې لومړۍ پاڼۍ پای ته ورسېده.

دغه سیالي چې نن د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې پیل شوې وه، افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۵ وېکټو په تاوان سره سیالې لوبډلې ته د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپ وهونکو له ډلې فیصل خان ۱۵۶، محبوب تسکین ۱۴۱ ناسوځېدلي او عزیز‌الله ۳۷ منډې جوړې کړې.

دا په روانه لوبلړۍ کې د فیصل خان دویمه سلیزه ده.

عربي متحده امارات به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.

د افغانستان د ساحلي فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن ماسپښین هم دوې سیالۍ کېږي.

ارشيف
ارشيف

په لومړۍ لوبه کې امید افغان لوبډله د ولیعصر لوبډلې په وړاندې مسابقه کوي او په دویمه لوبه کې افغان کلب د داوودزي ځوانانو له لوبډلې سره مخامخېږي.

پرون داوودزي لوبډلې د داوودزي ځوانانو لوبډلې ته ۳-۱۱ او رامکي ټیم جوانان همدرد ټیم ته ۳-۵ ماتې ورکړه.

د افغانستان د ساحلي فوټبال غوره لیګ سیالۍ په کابل کې د ساحلي فوټبال په سټډیوم کی د شنبې په ورځ د اتو ټیمونو په ګډون سره پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

انګلستان کې د ګلاسټنبري فسټيوال ټکټونه په ۳۵ دقيقو کې پلورل شوي

د ګلاسټنبري (Glastonbury) د ۲۰۲۵م کال ټکټونه پرون یکشنبه په ۳۵ دقیقو کې دننه وپلورل شول.

تمه کېږي د انګلستان په جنوب لوېدیځ کې له ۲۰۰زرو څخه ډېر کسان په دغه فستیوال کې ګډون وکړي.

د ګلاسټنبري فستیوال په نړۍ کې د موسیقۍ او نورو نندارو د هنرونو له مشهورو فستیوالونو ګڼل کېږي.

د فستیوال لپاره د ټکټونو پلور پرون د سهار پر نهو بجو پیل شو او د فستیوال تنظیموونکو په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې پر نهو بجو او ۳۵ دقیقو اعلان وکړ چې د ګلاسټنبري ۲۰۲۵ ټول ټکټونه پلورل شوي دي.

د یوه ټکټ بیه ۳۷۳ اعشاریه ۵۰ پاونډه وه، چې د ۴۷۱ اعشاریه ۵۰ ډالرو معادل کېږي.

ټاکل شوې ده دغه فستیوال د راتلونکي کال د جون له ۲۵مې څخه تر ۲۹ نېټې پورې وشي.

د عراق په صلاح‌الدين ولايت کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او ۳ ژوبل دي

د عراق يو روغتون
د عراق يو روغتون

د عراق چارواکي وايي، پرون یک‌شنبه په صلاح‌الدین ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې امنیتي پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې چاودنې مسوولیت نه‌دی منلی.

عراق د ۲۰۱۷م کال په وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې بریا اعلان کړه، خو د دې ډلې جنګیالي لا هم په عراق په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې فعال دي.

د طوز خورماتو ښاروال ذوالفقار البیاتي ویلي، د پرونۍ چاودنې په ترڅ کې د اردو د یوې قطعې یو قوماندان، یو بل افسر او د امنیتي ځواکونو یو غړی وژل شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړی او ویلي یې دي چې، دغه کسان په یوه موټر کې وو چې ورباندی چاودنه ووه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG