خبرونه
د افغان کډوالو په تړاو د جرمني پر دوو وزارتونو عریضه شوې

د بشري حقونو د مدافعانو دوو موسسو د افغانانو په ارتباط د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو پرضد یوه جنایي دوسیه ثبت کړه چې له پاکستانه د هغو افغانانو د ایستلو په مخنیوي کې پاتې راغلې دي چې برلین د هغوی د منلو ژمنه کړې ده.
پاکستان ویلي دي د سپتمبر له لومړۍ نیټې وروسته ګڼ افغانان له خپلې خاورې باسي، خو د رویټرز اژانس د راپور له مخې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر سر له اوسه پيل شوی دی.
د دغو کډوالو په منځ کې تر دوه زره ډیر داسې افغانان دي چې جرمني په خپله خاوره کې د هغوی د بیامیشتیدنې ژمنه کړې ده.
د کډوالو د ملاتړ یوې ټولنې او د کډوالو د حمایت یوې شبکې د بهرنیو چارو د وزیر یوهان وادفول او کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت پر وړاندې په برلین کې خپل جرمي شکایت د جمعې په ورځ ثبت کړ.
دې موسسو ویلي دي چې پاکستان ته دا اجازه ورکول چې دا افغانان له خپلې خاورې وباسي د جزا د قانون د دوه سوه یو ویشتمې مادې له اصولو څخه سرغړونه ده.
د بشري حقونو دغو مدافعانو ویلي دي، په پاکستان کې د دغو افغانانو له ډلې په وروستیو اونیو کې لږ تر لږه څلور سوه تنه نیول شوې دي او څلور دیرش تنه نور افغانستان ته استول شوې دي، هغه ځای ته چې ممکن له زندان او مرګ سره مخامخ شي.
د جرمني نوي محافظه کار حکومت د انتخاباتي مبارزې پرمهال ویلي و چې جرمني ته به د کډوالو د مخنیوي هڅې زیاتې کړي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د سیلونو د بهیدو اټکل شوی

د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او ناڅاپی سیلابونو اټکل شوی دی .
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت خبرپاڼه وايي چې په نورستان ، کنړ، ننګرهار ، غزني ، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا کې د بارانونو او سیلابونو امکانات شته.
ورته وړاندوینه پرون هم شوې وه، خو ازادي راډیو داسې راپور نه دی ترلاسه کړی چې تیره ورځ دې په دغو ولایتونو کې سخت سیلونه بهیدلي وي او چا ته دې د سر یا مال زیان اوښتی وي.
وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې ګڼل کیږي.
د هند صدراعظم پاکستان ته خبرداری ورکړ

د هند صدراعظم وویل، که په راتلونکي کې د پاکستان له لورې پر هند برید وشي، سخته سزا به ورکړي.
نریندرا مودي دا خبرداری نن له بریتانوي استعمار څخه د هند د خپلواکۍ د اته اویایمې کلیزې په مناسب اسلام اباد ته ورکړ.
ښاغلي مودي دا څرګندونې درې میاشتې وروسته تر دې کړې دي چې هند او پاکستان څلور ورځې جګړه وکړه.
دا جګړه د هند تر واک لاندې کشمیر کې د پهلګام په سیمه کې د ترهګرو له یوه برید وروسته پيل شوه. د ترهګرو په دې حمله کې شپږ ویشت سیلانیان ووژل شول، نوي ډیلي د دې برید پړه پر پاکستان واچوله او پاکستان په دې حمله کې لاس لرل رد کړل.
په خیبرپښتونخوا کې سیلونو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی

د خییبرپښتونخوا په باجوړ، کوز دیر، شانګلې، بټګرام او مانسهره کې د بارانونو او سیلونو له امله لږ تر لږه څلور دیرش کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په پيښور کې د ژغورنې او مرستندویه چارو د ایالتي ادارې ویاند بلال فیضي نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په باجوړ کې شپاړس جسدونه له سیلونو راایستل شوې دي او اووه تنه لا هم تري تم دي.
د ښاغلي فیضي په وینا په بټګرام کې لس، په کوز دیر کې پنځه او په شانګله کې یو تن تر دې دمه د سیلونو له امله ساه ورکړې ده.
په مانسهره کې بیا د دوو تنو د وژل کیدو او یوه تن د ژوبلیدو خبرونه خپاره شوې دي.
د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې د جون له شپږ ویشتمې راهیسې په ټول پاکستان کې د بارانونو او سیلونو له امله تر درې سوه شپیته ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.
د طالبانو سرپرست حکومت ختم شو

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ د ورځې د لمانځلو په غونډه کې د خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده پيغام ولوست او په هغه کې د دوی مشر دا غوښتنه کړې ده چې د سرپرست کلمه دې له دې وروسته د کابینې ټولو غړیو او وزیرانو ته نه کارول کیږي.
د سرپرست حکومت د ختمیدو لپاره طالبانو د هیڅ ډول تغییر رامنځته کیدو ژمنه نه ده کړې.
له نن څخه څلور کاله مخکې د اګست په پنځلسمه د طالبانو ځواکونه کابل ته ننوتل او جمهوري نظام سقوط شو.
د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د قانون حاکمیت رامنځته کړي

د بخښني نړیوال سازمان په افغانستان کې له طالبانو غوښتې دي چې د قانون حاکمیت دې رامنځته کړي او نوره دې دا څلور کلنه بې عدالتي ختمه کړي.
دغه سازمان نن په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له چارواکو دا هم غوښتې دي چې رسمي حقوقي نظام دې جوړ کړي چې عدالت تامین شي.
د بخښني د نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې، چې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت خپره شوې ده تر ډیره د طالبانو پر قضایي چارو تمرکز شوی دی.
طالبان وایي چې د دوی محکمې اسلامي شریعت پلی کوي، خو د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې طالبان له اسلامي شریعته د خپل تعبیر له مخې سخت تفسیر لري.
د افغانستان په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو اټکل

د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن او سبا د سختو بارانونو او ناڅاپی سیلابونو اټکل شوی دی .
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت د هوا شناسي ادارې خبرپاڼه وايي چې په نورستان ، کنړ، ننګرهار ، غزني ، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا د بارانونو او سیلاوونو اټکل کیږي.
دغه راز په شمال لویدیځو ، لویدیځو ، جنوب ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د شدیدو بادونو اټکل شوی دی.
افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنو شویو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري.
وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې ګڼل کیږي.
طالبان د خپلې واکمنۍ څلورم کال لمانځي ; د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددوی "استبدادي" واکمني رد کړي

په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت په کابل او نورو ولایتونو کې مراسمو ته آمادګی نیولې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددوی استبدادي واکمني رد کړي.
دکارپوهانو په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې،د خپلو اساسي حقونو او ازاديو په وړاندې د پرلهپسې او زياتېدونکو بريدونو سره مخ شوي دي.
طالبان په افغانستان کې واک ته ستندیل د فتحې ورځ بولي اوټاکل شوې ده نن یې د یو لړ مراسمو په ترځ کې په کابل او ولایاتو کې تجلیل کړي.
بلخوا له هیواده بهر د طالبانو مخالفینو تابیا نیولې ده چې په دې ورځ په څو هیوادونو کې دغونډو په ترځ کې د طالبانو واکمني وغندي.
پاکستان د توغندیزې وړتیا د څارنې یو پوځي مرکز جوړوي

پاکستان به په متعارفو جګړو کې د خپل توغندیزې وړتیا د څارنې لپاره یو پوځي بنسټ جوړ کړي.
دغه اقدام په ظاهره له هند سره د مخامخ کېدو په صورت کې د توغندیزې وړتیا د لوړولو په هدف ترسره کیږي.
د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ ناوخته د " پاکستان د پوځ د توغندیز ځواکونو" د جوړیدو خبر ورکړ.
شریف دغه څرګندونې د پاکستان د خپلواکۍ له اته اویایمې کلیزې یو ورځ مخکې، له هند سره د تیرې مې میاشتې د جګړې په یاد غونډه کې کړي.
د هغه خبرې رسنیو نن راپور کړي دي.
شریف زیاته کړې چې د پاکستان توغندیز ځواکونه به " په نوې ټکنالوژۍ" سمبال وي.
پوتین او ټرمپ یو په یو سره ګوري، یوازې ژباړونکي به ورسره وي

مسکو وایي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره یو په یو وګوري او یوازې ژباړونکي به ورسره وي.
په کریملین ماڼۍ کې د پوتین یوه همکار یوري یوشاکوف نن پنجشنبه ( د زمري ۲۳مه) خبریالانو ته وویل، دواړه دا مشران به سبا په ځایي وخت ۱۱ نیمې بجې د امریکا په الاسکا کې سره وګوري.
ټاکل شوې دواړه مشران د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د دغو لیدو کتو په درشل کې د اوکراین ولسمشر له اروپایي مشرانو سره لیده کاته کوي او دې ترڅ کې یې نن لندن کې د بریتانیا له صدر اعظم کییر سټارمر سره کتلي دي.
زلنسکي پرون برلین کې د جرمني او یوشمیر نورو اروپایي هېوادونو له استازو سره وکتل.
زلنسکي هڅه کوي چې ټرمپ له هغې خبرې وګرځوي چې ویلې یې دي، د اوکراین د سولې په تړون کې ممکن د ځمکې ورکړه هم شامله وي.