خبرونه
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی

د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی دی چې ښایي سیلونه هم ورسره وبهیږي.
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې چې په خپله ایکسپاڼه کې یې خپور کړی دی ویلي دي چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې نن جمعه د سختو بارانونو اټکل کیږي.
د بیان له مخې په دغو اتو ولایتونو کې له لسو تر پنځه دیرش ملي مترو پورې د ورښتونو وړاندوینه شوې ده.
طالبان له ایرانه غواړي چې افغان کډوال تدریجي افغانستان ته ستانه کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایرانه وغوښتل چې افغان کډوال په تدریجي ډول د یوه میکانیزم له مخې افغانستان ته راستانه کړي.
امیرخان متقي پرون په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدو پرمهال دا خبره وکړه.
تر دې لیدنې کتنې یوه ورځ مخکې په هرات کې د طالبانو چارواکو وویل چې یوازې د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه تر دیرش زره ډیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوې دي.
د متقي او بیکدلي د غونډې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلې دي چې ښاغلي بیکدلي ډاډ ورکړ چې د کډوالو موضوع به له خپل دولت سره شریکه کړي.
اورزولا وان دیرلین: اروپایي ټولنې د تعرفو په برخه کې د واشنګتن نوي وړاندیزونه ترلاسه کړي

د اروپایي کمیسیون مشره اورزولا وان دیر لین وایي، اروپا د تعرفو په برخه کې د نورو مذاکراتو لپاره د امریکا د متحد ایالتونو نوي اسناد ترلاسه کړې دي.
اورزولا وان دیرلین پنجشنبه ( د جون ۲۶ مه) په بروکسل کې د اروپایي مشرانو تر غونډې وروسته له خبریالانو سره د خبرو پرمهال د واشنګتن د دې اسنادو جزییات څرګند نه کړل؛ دې وویل چې دا اسناد به وارزوي، د دوی پیغام واضح دی او یوه تړون ته چمتو دي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې امریکایي چارواکو سمدلاسه د واشنګتن د دې وروستي وړاندیز په اړه د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د جولای نهمه نیټه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د اروپايي اتحادیې او نورو هیوادونو لپاره له امریکا سره د تعرفو کمولو تړون ته د رسیدو لپاره ټاکل شوې ده په رانژدې کیدو ده.
د ولسمشر ټرمپ له لورې په اپریل کې د نورو هیوادونو پرصادراتو د متقابلو تعرفو اعلان وشو چې د هغې له مخې پر اروپایي وارداتو باندې د لنډمهال پرمخ لس فیصده تعرفه به، که چیرته د جولای تر نهمې کومه موافقه ونه شي، دوه برابره شي.
د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي دي چې د ښه نیت له مخې د ځینو هیوادونو د خبرو اترو وروستۍ نیټه غځول کیدی شي.
یوناما؛ له یو میلیون ډیر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدویه ماموریت یوناما وايي، "په روان ۲۰۲۵کال کې له یو میلیون ډیر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي".
یوناما نن پنجشنبې په یوې اعلامیه کې ویلي،" د دغو کډوالو راستنیدل د افغانستان بشري بحران چې لا له مخکې د نړیوالو بشري مرستو په کمیدو او وچکالۍ په خاطر پراخ شوی و، لا پسې پیچلی کړی دی".
وړاندې په اعلامیه کې د یوناما د چارواکو په حواله راغلي چې راستانه شوي د خوندیتوب او درناوي مستحق دي او که مرسته ورسره ونه شي، دا بشري بحران به لا پسې بدتر شي.
په وروستیو څو ورځو کې له ایران او پاکستانه په زرهاوو افغانان بیرته هېواد ته راستانه شوي دي.
یوناما وايي، له اوو میلیونو ډیر افغانان له افغانستانه بهر په ځانګړې ټوګه په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.
ټرمپ؛ نتانیاهو یو پیاوړی مشر دی او د هغه خلاف قضیې دې لغوه شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د محکمې د لغوه کیدو غوښتنه وکړه.
ټرمپ نن پنجشنبې پر خپلې سوشل پاڼې ټروت نتانیاهو "پیاوړی او جنګیالی مشر" یاد کړی او ویلي دي، " اوس هغه وخت رسیدلی چې نتانیاهو له محکمه کیدو خلاص شي".
ولسمشر ټرمپ د نتانیاهو قضیه جعلي وباله او وویل،" دا قضیه دې لغوه شي یا دې نتانیاهو ته عفوه وشي".
نتانیاهو د خیانت، بډو او درغلیو په دریو قضیو کې تورن دی، خو هغه دا تورونه رد کړي دي.
په یوه ورځ د هرات له لارې ۳۰۰۰۰ افغان کډوال ستانه شوي

په هرات کې د طالبانو چارواکو وویل چې د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه تر دیرش زره ډیر افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوې دي.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس احمدالله متقی تیره شپه په ایکسپاڼه کې د ایراني چارواکو په وینا لیکلي دي چې په لسګونو نور موټر د اسلام قلعه په لور روان دي.
وروسته تر دې چې د جون په دیارلسمه د اسراییل او ایران جګړه پيل شوه، له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدو بهیر ګړندی شو.
د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمشنرۍ( یو این ایچ سي ار) د سږکال د اپریل د میاشتې د راپور له مخې په ایران کې نږدې درې نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، خو په دغو کې هغه کډوال شامل نه دي چې ایران ته تللي دي او په هغه هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.
د بریټانیا د سیالیو د تنظیم اداره؛ ګوګل سریچ دې د بازار د وضعیت له مخې وټاکل شي

د بریټانیايې د سیالیو د تنظیم ادارې وړاندیز کړی چې په ګوګل سریچ کې دې د "بازار وضعیت" د یوې ستراتیژۍ له مخې وټاکل شي.
دا وړاندیز د ګوګل شرکت اړباسي څو په ګوګل سریچ یا لټون کې د کاروبارونو درجه بندي د بازار د وضعیت پر بنسټ ښکاره کړي.
دغه اداره وړاندې وايي، له ګوګل سریچ یا لټون سربیره په نورو برخو کې دې هم د معلوماتو د لټون لپاره لا ښه امکانات برابر شي.
په بریټانیا کې ۹۰سلنه کاروبارونه د ګوګل سریچ یا لټون له لارې ترسره کیږي او د دې وړاندیز په پلي کیدو سره به د بازار په غوړیدو کې لویه مرسته وشي.
د اروپايي ټولنې مشران له امریکا سره د سوداګریز هوکړې په اړه نن په بروکسل کې راټول شوي

د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه نن پنجشنبې له امریکا سره د یوې سوداګریزې هوکړې په اړه پریکړه کوي.
رویترز خبري اژانس د دوه اروپايي ډپیلوماټونو په حواله ورکړی چې د اروپايي ټولنې مشران باید نن د دې ټولنې کمیسیون ته روښانه کړي چې ایا غواړي د امریکا په ګټه ژر یوې سوادګریزه هوکړې ته ورسیږي او که لا هم د یوه ښه توافق د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
رویترز وړاندې د دغو دپیلوماټو په حواله ویلي، "ښايي اروپايي ټولنه د امریکا په ګټه ژر یوې هوکړې ته زړه ښه کړي".
د جرمني صدراعظم فریدریک میرز وايي، "ټول اروپايي مشران له امریکا سره د ژر تر ژر سوادګریزې هوکړې ملاتړي دي".
د اروپايي ټولنې مشران نن په بروکسل کې سره راټول شوي څو له سلا مشورو وروسته له امریکا سره د سوادګریزې هوکړې په اړه پریکړه وکړي.
ټرمپ د دې هوکړې لپاره د جولای نهه وروستۍ مهلت ټاکلی دی.
امریکا د اروپايي ټولنې د پولادو پر صادراتو۵۰ سلنه، د المونیو پر صادراتو۲۵سلنه او د موترو پر پروژه جاتو ۱۰سلنه تعرفه وضعه کړې ده.
ټرمپ ګواښ کړی که چیرته اروپايي ټولنه دا هوکړه لاسلیک نه کړي پر وارداتو به يې ۵۰سلنه تعرفه وضعه کړي.
ملګري ملتونه؛ په افغانستان کې د هیروینو او شیشې استعمال زیات شوی دی

د ملګرو ملتو د مخدره توکو او جرم دفتر په خپل نوي راپور کې چې نن یې له رسنیو سره شریک کړی دی، ویلي دي چې په افغانستان کې د هیروینو او شیشې استعمال زیات شوی، خو د چرسو او اپینو په کارولو کې کمښت راغلی دی.
دا راپور چې د ملګرو ملتو د پراختیایي پروګرام په مالي مرسته چمتو شوی، څرګندوي چې تر دوه زره درویشتم کال پورې په افغانستان کې شاوخوا اووه ویشت زره کسان په مخدر موادو کې ښکېل و، چې په دوی کې څه باندې دوه نیم زره ښځې او څه باندې دوه زره له پنځلس کلونو کم عمره ماشومان شامل دي.
په راپور کې راغلې دي چې نژدې نیمایي معتادین رسمي زده کړې نه لري، په پنځو کې یې یو کور نه لري او اکثر یې د مخدره موادو د رانیولو لپاره په غیر منظم کار یا جرمي فعالیتونو مصروف دي.