خبرونه
د تورخم دروازې د بیرته پرانستلو په اړه د طالبانو او پاکستاني چاوراکو مذاکرات بې نتیجې شول

د تورخم دروازې د بیرته پرانستو په اړه د طالبانو او پاکستاني چارواکو مذاکرات بې نتیجې پای ته رسیدلي دي.
د دې دروازې یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د یکشنبې په ورځ د (مارچ۲مه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل:
"له سهار راهیسي د دواړو خواوو تر منځ د دروازې د خلاصون په اړه مذاکرات روان وو، چې بې نتیجې پای ته ورسېدل".
بله خوا، په دې دروازه کې د طالبانو کمیسار عبدالجبار حکمت د مذاکراتو د بې پایلې پای ته رسېدو پر تاییدۍ سربیره وايي، په مذاکراتو کې يې له پاکستاني لورې غوښتي چې سیاست او سوداګریزې راکړې ورکړې سره بیلې کړي، چې د لارې د بندیدو له کبله د دواړو خواوو سوداګر او عام خلک زیانمن نشي.
د فبرورۍ په ۲۱مه د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ د مورچلو د جوړولو پر سر له شخړې وروسته، د تورخم دروازه پر سوداګریزو مالونو سربیره د ناروغانو او مسافرو پر مخ هم وتړل شوه.
د دې لارې له تړل کیدو وروسته دواړو خواوو ته څه باندې ۴زره له مالونو ډکې لارۍ د اوښتو په تمه دي.
پاکستان ته د تګ په تمه ناروغان او مسافر د ننګرهار ولایت په هوټلونو کې دیره شوي او د خوارک او څښاک له نه شتونه شکایت کوي.
د بشري حقونو بنسټونه: پاکستان دې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغان کډوال له دې هېواده نه باسي

د ښځو، د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو او یو شمیر مدني شبکو د پاکستان له حکومته غوښتي چې له ګواښونو سره مخ افغانان دې له دې هېواده نه باسي.
په هغه لیک کې چې د بشري حقونو نژدې څلویښتو بنسټونو نن یکشنبې د (مارچ ۲مه) د پاکستان حکومت ته استولی، غوښتل شوي "هغه افغانان دې بیرته افغانستان ته نه دپیورټ کیږي چې د مرګ له ګواښ سره مخ دي".
په لیک کې راغلي، پاکستان دې هغوو کسانو ته مهلت ورکړي چې افغانستان ته په ستنیدو سره د تاوتریخوالي، تعقیب، سیاسي فشار او نورو جدي ستونزو سره مخ کیږي.
په لیک کې په پاکستان کې د هغوو افغانانو د پاتي کیدو د مهلت د غځیدو غوښتنه هم شوې چې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي.
د پاکستان حکومت تیره میاشت په یو بیان کې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغانانو ته د همدې روانې مارچ میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي.
د پاکستان حکومت په وروستیو څو میاشتو کې د افغان کډوالو نیول پیل کړې چې په دې لړ کې ډیر شمیر افغان کډوال يې بیرته افغانستان ته ډپیورټ کړي دي.
ټرمپ: د طالبانو له خوا د امریکايي وسلو رسم ګذشت مې غوسه کوي; طالبان بیا دا وسلې جنګي"غنیمت" بولي

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، په افغانستان کې له امریکا پاته وسلې جنګي "غنیمت" دي او "ټرمپ دې د افغانستان په اړه خپل معلومات کره کړي".
ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې په هغه مرکه کې کړي چې د یکشنبې په ورځ د (مارچ۲مه) یې د طالبانو تر واک لاندي ملي راډیو تلویزیون پر خپلې ایکس پاڼه/پخواني ټویټر خپره کړې ده.
مجاهد وړاندې ویلي، "افغانستان به له امریکا د تیرو شلو کلونو د ویجاړۍ حساب وغواړي".
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې پاته امریکايي وسلې او تجهیزات به بیرته له طالبانو واخلي.
د ټرمپ په خبره: "کله چې وینم طالبان امریکايي وسلې په رسم ګذشت کې کاروي، غوسه کیږم".
مجاهد په یاده مرکه کې دا خبره هم رد کړې ده چې ګواکې د بګرام پوځي اډه د چینایانو په واک کې ده.
ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د کابینې په لومړۍ غونډه کې ویلي وه:
"موږ غوښتل بګرام د افغانستان له خاطره نه، بلکې د چین له خاطره وساتو. ځکه دا اډه د چین د اتومي توغندیو د تولید له سیمې یوازې یو ساعت لیرې ده." ټرمپ زیاته کړې وه چې اوس د بګرام پوځي اډې کنترول له چین سره دی."
خو د مجاهد په وینا، دا اډه د دوی د ځواکونو په واک کې ده او هیڅ بهرنی سرتیری په کې نشته.
له یکشنبې تر سه شنبې د واورو اټکل شوی، ممکن سېلونه هم راشي

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له یکشنبې تر سه شنبې (د کب له ۱۲ تر ۱۴) د افغانستان په ځینو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د زیاتېدو وړاندوینه کړې ده.
دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هوا پېژندنې د ملي او نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو په بنسټ به له یکشنبې تر سه شنبې په افغانستان کې په تېره بیا د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې نسبتاً شدیدې واورې او بارانونه وشي.
همدارنګه د سیندونو د اوبو د لوړېدو او د سیلابونو د راوتلو احتمال هم شوی دی.
د اعلامیې له مخې دا اټکل د پنجشیر، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان او کندهار ولایتونو کې تر نورو سیمو زیات متصور دی.
په بیان کې د زیانګالو سیمو له خلکو غوښتل شوي چې رود ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او له خطر سره مخ خلکو ته خبرداری ورکړي.
پاکستاني پولیسو ۱۵ اعتراض کوونکي نیولي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پولیسو په پریس کلب باندې په چاپې سره ۱۵ تنه معترضین نیولي دي. دغو کسانو غوښتل د ښوونځیو د استادانو د یوې ازموینې په اړه خپل شکایتونه له خبریالانو سره شریک کړي.
دغو خلکو ټینګار درلود چې د معلمۍ په ازموینه کې کامیابه شاوخوا ۹ زره کسان باید سمدستي په دندو وګمارل شي.
د راپورونو له مخې ۲۰۲۲ کال کې د پوهنې ادارې د نهو زرو استادانو د خالي بستونو د ډکولو لپاره ازموینې او مرکې ورکړې وې.
معترضین وايي چې په هغو ازموینو کې درغلۍ شوې وې او د ښوونکو خالي بستونو په لکونو روپيو بډو نااهله خلکو ته ورکړل شوي.
دکوټې پریس کلب صدر عبدالخالق رند د معترضینو بندیانول غندلي او ویلي دي چي د پولیسو دا ګام د بیان د ازادۍ په ضد اقدام دی.
ایلان ماسک او ۱۴ ماشومان

د نړۍ د تر ټولو شتمن کس ایلان ماسک څوارلسم ماشوم هم نړۍ ته سترګې پرانیستې.
د ماسک ملګرې شیوون زیلیس په خپله ایکس پاڼه دا خبر خپور کړی دی.
هغې ویلي چې زوی ته یې سلدون لیکورګوس نوم اېښی دی. ماسک او زیلیس درې نور ماشومان هم لري.
ماسک تر دې مخکې یوه بله ملګرې او دوه ښځې درلودې.
ماسک له خپلو پخوانیو ښځو او ملګرو په رسمي توګه جلا شوی او یواځې له خپلې اوسنۍ ملګرې شیوون زیلیس سره چې د نورالیک په نوم د ټیکنالوژیکي کمپنۍ مشره ده کتل کېږي.
له څلورو ښځو د ایلان ماسک د ټولو ماشومانو شمېر ۱۴ ته رسېږي او په هر یوه باندې یې داسې نومونه اېښي چې د خلکو پام یې ور اړولی دی.
ایلان ماسک د اېکس په نوم خپل یو زوی ځينو رسمي ناستو ته هم ځان سره وړي چې تر ټولو وروستۍ یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه وه.
۵۳ کلن ایلان ماسک د نړۍ تر ټولو بډایه شخص او د امریکا د ولسمشر ټرمپ په کابینه کې د حکومت د اغيزناکۍ د ادارې مشر دی.
د اکوړه خټک د دیني مدرسې د مشر جنازه په کلکو امنیتي تدابیرو کې خاورو ته وسپارل شوه

د حقانیه دارالعلوم یا د اکوړه خټک دیني مدرسې د وژل شوي مشر حامد الحق د جنازې لمونځ نن د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ترسره شو.
اسوشیتد پریس اژانس راپور ورکړ چې د لمانځه امنیتي تدابیر د مدرسې زده کووکو نیولي وو او شاوخوا ډیر پولیس ځای پرځای شوی و.
حامد الحق پرون له شپږ کسانو سره د حقانیه مدرسې دننه د جمعې د لمانځه پرمهال د ځان وژونکي برید له امله ووژل شو. تر اوسه د دې چاودنه مسوولیت چا نه دی منلی.
پاکستاني چارواکو د یوه مشکوک کس عکسونه خپاره کړې دي او ویلي یې دي چې دې کس ځان مرګی برید کړی او هر هغه چا چې د ده د نوم، کورنۍ او ځای په اړه له پولیسو سره معلومات شریک کړل، پنځه لکه پاکستاني روپۍ جایزه به ورکړي.
طالبانو ارزو ټلویزیون ته یوځل بیا د فعالیت اجازه ورکړه

په کابل کې ارزو تلویزیون له نژدې درې میاشتو وروسته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه.
د ارزو تلویزیون رییس بصیر عابد د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې نن سهار د یولسو بجو خواته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لورې د دوی د دفتر مهر ولاک مات شو.
د امر بالمعروف او استخباراتو کارکوونکو د لیندۍ په څوارلسمه د دې تلویزیون دفتر بند کړ او تور یې پورې کړ چې غیر اخلاقي سریالانونه یې خپرول.
هغه وخت د طالبانو استخباراتو د دې تلویزیون اووه تنه کارکوونکي هم توقیف کړي وو چې دوې اونۍ وروسته یې په ضمانت خوشي کړل.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ارزو تلویزیون د دفتر د بیا پرانیستل کیدو هرکلی کړی خو په تیرو شپږ اتیا ورځو کې چې دا رسنۍ بنده وه دا چاره یې د ازادو رسنیو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
طالبانو په کابل کې درې کسان په درو ووهل

د طالبانو سترې محکمې په یوه بیان کې ویلي دي چې درې کسان چې په پلازمېنه کابل کې د الکولي مشروباتو او نشه اي موادو د پېر، پلور او ساتني په جرم تورن وو، په درو وهل شوي دي.
په بیان کې وړاندې راغلې دي چې د دې مجرمینو له ډلې دوه کسان په دوه دوه کاله تنفیذي بند او هر یو په نهه دیرش درو او یو کس په دوو میاشتو تنفیذي بند او لسو درو محکوم شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ تیره اونۍ په یوه راپور کې څرګنده کړه چې طالبانو په تیرو دوو میاشتو کې د اووه ویشت ښځو په ګډون یوسل او اته ویشت کسان د خلکو مخې ته په درو وهلي دي.
ایرانی چارواکی وايي هره ورځ د افغانستان او ایران ترمنځ تر دوه زره ډيرې لارۍ مالونه لیږدوي

د ایران د سوداګرۍ د خونو د رییسه هیات یو غړی وایي چې هره ورځ د افغانستان او ایران ترمنځ تر دوه زره ډيرې ترانسپورټي لارۍ مالونه لیږدوي.
د ایران د خراسان رضوي د سوداګرۍ د خونو غړي محمد امتي نن ایراني رسنیو ته وویل چې د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیاوې باید رامنځته شي.
د نوموړي په باور د منځنۍ اسیا هیوادونو ته هم د ایران اتیا فیصده صادرات او واردات د افغانستان د خاورې له لارې ترسره کیږي.
د ایران په مشهد کې د حمل و نقل د کمیسیون رییس احمد زمانیان هم په سرحد کې د سوداګرو ستونزو ته اشاره کړې ده او وایي چې د سیمې د هیوادونو د ترانسپورټ د چارو د وزیرانو د یوې غونډې په ترڅ کې باید دا مسایل وڅیړل شي او اسانتیاوې رامنځته شي.