د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د هوا پیژندنې اداره: نن د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د باران او واورې د وریدو اټکل شوی دی


د هلمند ولایت یوه څنډه چې د وروستیو سیلابونو له کبله په کې خلکو د ځاني زیان سربیره مالي تاوانونه رسیدلي دي
د هلمند ولایت یوه څنډه چې د وروستیو سیلابونو له کبله په کې خلکو د ځاني زیان سربیره مالي تاوانونه رسیدلي دي

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د سالنګونو په ګډون د افغانستان په ۲۹ ولایتونو، کې د سختو اورښتونو او بادونو اټکل کړی دی.

دې ادارې پرون پر خپله اکس پاڼه "پخوانی ټویټر" لیکلي چې په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه ۱۵-۲۵ ملي‌متره او د واورې اندازه ۱۰-۲۵ سانتي‌متره وي.

په همدې حال کې، د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې وروستیو بارانونو او سېلابونو دوی ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

روشان، د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي وروستیو سېلابونو کې سخت ټپي شوی او درانه مالي زیانونه وراوښتي دي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ، د مارچ په دوهمه، له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل،

"نیمه شپه وه چې سېل راغی، شور او غالمغال له هرې خوا راپورته شو، ما ژر ماشومان له کوره را وایستل، د دروازې شاته اوبه راغونډې شوې وې، ورغلم چې له زېرخانې بېل راواخلم څو اوبه لرې کړم، چې ناڅاپه دېوال راوغورځېد. یوه پښه او لاس مې مات شوي، سر مې هم ټپي شوی دی. د خدای فضل دی چې زموږ د کورنۍ بل چا ته زیان نه دی رسېدلی، خو د اوښي زوی مې شهید شوی."

نیمه شپه وه چې سېل راغی، شور او غالمغال له هرې خوا راپورته شو، ما ژر ماشومان له کوره را وایستل، د دروازې شاته اوبه راغونډې شوې وې، ورغلم چې له زېرخانې بېل راواخلم څو اوبه لرې کړم، چې ناڅاپه دېوال راوغورځېد
د فراه ولایت اوسیدنکی

خواجه نوید عطایي، چې د بکواه ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی، هم ازادي راډیو ته یې وویل، "زموږ ډېر تاوان شوی، هیڅ نه دي راپاتې، هر څه مو له باران او سېل سره يو شوي، یوه وېره او وحشت زموږ ماشومانو ته پیدا شوې، دا څو شپې چې باران دی، هېڅوک سم ویده شوي نه دي خدای دې رحم وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د شنبې په ورځ، د مارچ پر لومړۍ نېټه، د افغانستان په ۲۹ ولایتونو، کې د سختو اورښتونو او بادونو اټکل کړی دی.

دې ادارې پرون پر خپله اکس پاڼه "پخوانی ټویټر" لیکلي چې په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه ۱۵-۲۵ ملي‌متره او د واورې اندازه ۱۰-۲۵ سانتي‌متره وي.

ویل شوي چې دا علاميه د ۱۴۰۳ کال د کب مياشتې تر ۱۲مې نېټې پورې د اعتبار وړ ده.

په همدې حال کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د فراه ولایت، د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مشر محمد اسرائیل سیار له قوله لیکلي چې په دې ولایت کې د سېلابونو له امله د مړو او ژوبل شویو کسانو شمېر ۷۲ تنو ته رسېدلی دی.

د ده په خبره، سېلابونو له ۱۲ زیات کورنه او دغه شان لسګونه دوکانونه، کاریزونه، ۶۰ سړکونه او د خلکو باغونه او کروندې له منځه وړي دي.

تر دې وړاندې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د مبارزې ادارې ویلي و چې په تېرو څو ورځو کې د فراه، کندهار او هلمند ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۶ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیانمنېږي.

په تېر میلادي کال کې هم افغانستان له سختو سېلابونو سره مخ شو، چې سلګونو کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله واوښته.

په ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې، بغلان ولایت کې مرګوني سېلابونه راووتل، چې د رسمي شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۳۱۵ کسان پکې مړه، ۱۶۰۰ کسان ټپیان، او له ۲۰۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي وو.

XS
SM
MD
LG