د بریټانیا پاچا چارلس د افغان ښځو د کډوالو د کرکټ ټیم سره ولیدل او له هغوی یې ملاتړ وښود. د افغان نجونو د کډوالو کرکټ لوبډله د نړیوالو د ملاتړ د جلب په لټه کې ده. د دغه ټیم غړې پخوا د افغانستان د ښځینه و په کرکټ ملي ټيم کې وې خو د طالبانو په بیا واکمنېدو له هېواده ووتلې.
د اروپا د پارلمان یوې غړې له افغان ښځو بښنه وغوښته. راکېل ګارسیا د دې کار لامل بروکسل ته د طالبانو سفر او له اروپايي چارواکو سره د هغوی غونډه یاد کړ. د دوشنبې په ورځ د طالبانو یوه پنځه کسیزه پلاوي د اروپايي ټولنې له چارواکو سره خبرې وکړې.
بروکسل کې اروپايي چارواکو له طالب استازیو سره خبرې کړي. د طالبانو پلاوي ویلي " خبرې رغوونکې وې او هیله شته چې مثبت پرمختګ وشي". اروپايي چارواکو دغه طالب پلاوي سره افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په اړه تخنیکي خبرې کولې. د طالب پلاوی مشري د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوله.
امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره په هوکړې سلا شوي. تمه ده تړون د راتلونکې جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیک شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله د تړون د بشپړېدو خبر ورکړی. نور جزییات صفي الله ستانکزی وړاندې کوي.
په هرات کې نن یو شمېر فعالانو او ښځو مظاهرې کړي چې د طالبانو له زورزیاتي سره مخ شوي. په ویډیوګانو کې ښکاري چې طالب عسکر پر خلکو ډزې کوي. د ځینو خلکو د مرګژوبلې راپورونه هم خپاره شوي.
ایران د جون په ۷مه، د یکشنبې په ماښام د اسراییلو په شمال بالستیک توغندي وویشتل، او دا برید یې په لبنان باندې د اسراییلو د بریدونو غچ وباله. اسرائیل د ایران په ستراتیژیک دفاعي سیسټمونو باندې په "لوی برید" سره ځواب ورکړ. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دواړو خواوو غوښتي چې تاوتریخوالی زیات نه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي په قطر کې ایسار افغانان امریکا ته نه شي لیږدولی په ایټالیا کې دری افغانان او یو پاکستانی کارګر د یوه موټر د سوځېدو په پېښه کې وژل شوي. د کوېټ په هوايي ډګر د ایران ډرون او توغندیز برید لسګونه کسان ټپيان کړي.
تهران او واشنګتن دوشنبه پر یو بل د بریدونو خبر ورکړی څه باندې ۴ میلیونه افغان کډوال ایران کې تر ټولو ډېر زیانګالي خلک دي. لومړنۍ ډله افغان حاجیان له جدې کابل ته ورسول شول بنګلور ټیم د آی پي ایل اتلولي وګټله. هایلایټ خبرونه صفي الله ستانکزی وړاندې کوي
په ایران کې تر څو میاشتني بندیز وروسته انټرنیټ په محدود شکل بېرته فعاله شوی دی. د ایران رژیم وروسته له هغه انټرنیټ بند کړ چې د فبروري په ۲۸مه امریکا او اسراییلو په ګډه په دغه هېواد برید وکړ ځینو ایرانیانو له هېواد دننه او بهر له ازادي راډیو سره د هغو سختو ورځو او شپو کیسه کوي چې انټرنېټ نه و.
د بلو اوریجین شرکت یو لوی توغندی «نیوګلن» تېره شپه د ازموینې په دړه وچاودېد. دا پېښه د جف بزوس فضايي پروژې ته یوه ضربه ګڼل کېږي چې غواړي د ایلان ماسک له سپین ایکس شرکت سره واټن کم کړي. تمه وه بلو اوریجین شرکت په دغه توغندي سره د آمازون لئو ۴۸ سپوږمکۍ د ځمکې ښکتني مدار ته یوسي.
د ایران د تلویزیون یو نطاق په دې وروستیو کې د اماراتو د بیرغ په لور ډزې کړي. د ایران په ټلویزیونو کې وروستۍ ورځې د وسلو د کارولو تمرین ښوول کېږي. د امریکا ولسمشر بیا خبرداری ورکړی چې د ایران وخت په تېرېدو دی باید تړون ته ورسیږي یا به نویو بریدونو سره مخ شي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي د کونړ جنګ ځپلي ماشومان له بې کورۍ او لوږې سره مخ دي. له پاکستان سره نښتو او د ایران جګړې افغانستان ته د خوراکي توکو د رسولو چاره هم ټکنۍ کړې ده. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
نور راوښيه