ایران د یکشنبې په شپه د اسراییلو څو ښارونه په نښه کړل. په اسراییلو کې د مړو شمېر ۱۳ ته لوړ شو او ټپیان ۲۱۳ ته ورسیدل. په عین حال کې، اسراییل په تهران او نورو ښارونو کې څو نوي بریدونه کړي دي.
د صفي الله ستانکزي په کوربه توب په دغه پروګرام کې د امریکا د ویسکانسن پوهنتون استاد او لیکوال نجیب ازاد، د افغان کارپوهانو د نړیوالې ټولنې مشر صدیق منصور انصاري او د امنیتي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی پر ایران د اسراییلو د پراخ برید د عواقبو په اړه خپل تحلیل او نظریات وړاندې کوي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دا حملې به تر هغو روانې وي چې اسراییل خپل هدف ته نه وي رسیدلی. پر ایران د اسراییل په بریدونو کې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري، د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي او د خاتم الانبیاء د مرکزي قوماندانۍ قوماندان غلام علي رشید وژل شوې دي.
د اتریش په جنوب ختیځ کې په یوه ښوونځي باندې د یوه پخواني زده کوونکي له خوا په برید سره ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د ګراز ښاروالې ایلکه کهر د اتریش خبري اژانس ته ویلي چې نهه کسان وژل شوي. بریدګر وروسته خپل ژوند هم اخیستی دی. په ګراز او په اتریش کې داسې پېښې بې سارې بلل کېږي.
د اتریش په جنوب ختیځ کې په یوه ښوونځي باندې د یوه پخواني زده کوونکي له خوا په برید سره ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د ګراز ښاروالې ایلکه کهر د اتریش خبري اژانس ته ویلي چې نهه کسان وژل شوي. بریدګر وروسته خپل ژوند هم اخیستی دی.
هغه ګواښ وکړ چې که څوک خطر پېښوي نو له جدي قانوني چلند سره به مخ شي. «وبه ګورو چې څه ته اړتیا لرو. موږ به هر څه ته چې اړتیا ولرو ور ولیږو چې یقیني کړو قانون او نظم برحاله دی.»
د کابل پراخه اورلګېدنه؛ د کمپنۍ بازار لیلامي مارکېټ ته ډېر تاوان اوښتی امریکا ته د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو په اتباعو سفري بندیز کالیفورنیا کې د ناقانونه کډوالو پر ضد د عملیاتو په وړاندې پراخې تاوتریخجنې مظاهرې او هسپانیه او پرتګال نن شپه د اروپايي ملتونو فوټبال پایلوبه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایلان ماسک خواشینی دی او خبرداری یې ورکړی چې له هغه سره به حکومتي تړونونه لغوه کړي.
اوکراین په یوه بي ساري اقدام سره د روسیې په څو سیمو د ډرون بریدونه کړي چې په پایله کې یې د روسیې تر ۴۰ بم غورځوونکې الوتکې ویجاړې شوي.
ترکیه وايي د داعش یو لوړپوړی غړی یې د افغانستان او پاکستان په پوله کې نیولی. امیرخان متقي او اسحق دار د سفیرانو تر کچې د ډپلوماټیکو ماموریتونو د لوړولو هرکلی کړی. پاري سن ژرمن لوبډله د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي ته ورسېده. دا خبرونه په هایلایټ کې د صفي الله ستانکزي په کوربه توب کتلی شئ
د ترکیې انادولو اژانس د راپور له مخې د دغه هېواد امنیتي ادارو د یکشنبې په ورځ د اوزګور التون په نوم د داعش د دغه غړي د نیولو اعلان وکړ.
پاکستان ادعا کوي څه باندې ۷۰ هغه وسله وال یې وژلي چې د افغانستان له خاورې د ور اوښتلو په هڅه کې وو، ایران کې د پراخې اورلګېدنې او زورورې چاودنې په خاطر نن ماتم اعلان شوی دی. امیرخان متقي د قطر له صدراعظم سره کتلي دي. او چک کې ځوانانو د ګیمونو څخه په الهام یو ډول نمایشي جنګونه وکړل.
د پاپ مړی په سانتا ماریا کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو. د کاتولیکانو پخواني مشران معمولاً په سنټ پيټر کلیسا کې د واتیکان دننه خاورو ته سپارل شوي خو پاپ فرانسس وصیت کړی وو چې په سانتا ماریا کې به یې خاورو ته سپاري.
د ایران د سرې میاشتې مشر بابک محمودي رسنیو ته تر دې دمه د لږ تر لږه څلورو کسانو مړینه هم تایید کړې ده. چاودنه د بندرعباس ښار د شهیدرجايي په بندري تاسیساتو کې شوې.
د ایران په یوه مهم بندر کې د زورورې چاودنې د ټپیانو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شوی دی. دا خبره د فرانسې خبري اژانس د سیمه ییزو ایراني رسنیو په حواله راپور کړې ده. چاودنه د بندرعباس ښار د شهیدرجايي په بندري تاسیساتو کې شوې،
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا پر روسیې نیوکې وکړې چې پر اوکرایین یې مرګوني توغندیز بریدونه کړي.
د ایران په کرمان ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ افغانان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په ورځ، د ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ بجه د کرمان په بردسیر ښار کې شوې.
روسیې پرېکړه کړې چې د طالبانو سفیر په مسکو کې ومني. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دوی پریکړه کړې چې "په مسکو کې د افغانستان ډیپلوماتیک ماموریت د سفیر کچې ته لوړ کړي."
د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې تر خونړي برید وروسته، د هند حکومت د پاکستان په وړاندې یو لړ اقدامات اعلان کړل چې تر ټولو مهم یې د اندس یا سند د اوبو د تړون ځنډول دي.
د افغانستان د مخلوع جمهوري نظام د پارلمان مرستیال عبدالظاهر قدیر د امریکا په غوښتنه نیول شوی دی. ظاهر قدیر تېره اوونۍ د کینیا د پلازمینې نایروبي په یوه هوټل کې نیول شوی وو.
نور راوښيه