د بدخشان په زیباک کې د طالبانو او د ازادۍ جبهې د نښتو راپورونه په برلین کې یوه بریدګر خپل موټر د همجنسپالو په یوه جشن برابر کړی. یو تن یې وژلی او ۱۶ یې ټپيان کړي او بریټانوي بوکسر انټوني جوشوا خپل البانیايي سیال کریستین پرینګا ناک اوټ کړ
د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د یوې مخالفې وسله والې ډلې تر منځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي. طالبان وایي حملې یې په شا تمبولي خو ازادي جبهه وايي لا هم نښتې روانې دي.
په نورستان کې د سېلابونو له امله د ورکو کسانو د لټون او ژغورنې عملیات روان دي. چارواکي وایي تر چهارشنبې پورې یې د ۲۳ کسانو مړي را ایستلي دي خو ۱۰۵ کسان لا هم ورک دي. ملګرو ملتونو ویلي چې د لارو خرابوالي د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی دی.
هسپانیه د دویم وار لپاره د نړیوال جام اتلولي ته رسېدلې ده. د فوټبال د نړیوال جام پایلوبه یکشنبه په نیوجرسي کې وشوه. هسپانیې یو پر صفر ارجنټاین لوبډله ماته کړه. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیفا له رییس سره په ګډه لوبغاړو ته د اتلولي جام او د سرو زرو مډالونه ورکړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د هرمز تنګي د ساتنې د لګښت د جبران غوښتنه کوي. ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې دا خبره کړې ده. له خلیج هېوادونو څخه د لګښتونو لپاره د امریکا غوښتنه د ایران له غبرګون سره مخ شوې ده.
د ټایلنډ د بنکاک ښار په یوه کلپ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. اور د یکشنبې شپې ناوخته هغه مهال ولګېد چې کلپ له خلکو ډک و. عیني شاهدانو ویلي، لومړی د کلپ دننه لوګي راپورته شول او بیا د چاودنې غږ واورېدل شو چې وروسته ودانۍ په چټکۍ سره له لوګیو ډکه شوه.
له پاکستانه راستون شوی اصیل خان وايي، د جمعې په شپه یې د کابل جلال اباد په لویه لاره د موټر د چپه کېدو له امله د کورنۍ څو غړي مړه شوي او څو نور نادرکه دي. د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ هم تایید کړې وه چې په دې موټر کې ۲۲ ناستو سورلیو ته مرګژوبله اوښتې ده. نوره کیسه له اصیل خان واورئ
کریستیانو رونالډو وايي د پرتګال ملي ټیم کې به خپلو لوبو ته دوام ورکړي. هغه د تقاعد په اړه پوښتنې ته کلک غبرګون وښود. رونالډو همداراز وویل چې هسپانیه به ماته کړي که څه هم د ده په خبره سیال ټيم یې تر پرتګاله ډېرې اتلولۍ ګټلي دي. پرتګال او هسپانیه د فوټبال د نړیوال جام په ۱۶ غوره ټيمونو کې سره مخ دي.
ملا برادر او امیرخان متقي د ایران د مخکیني رهبر سیدعلي خامنه يي د جنازې لپاره تهران ته ولاړل. د پنجشنبې په سهار په کییف باندې د روسیې توغندیزو او ډرون بریدونو ۱۳ کسان وژلي. د فوټبال د نړیوال جام په حذفي دور کې به نن شپه هسپانیه او اتریش سره مخ شي.
د نیویارک امپایر سټېټ ودانۍ څوکې ته دوه کسان ورختلي وو. په ویډیو کې ښکاري چې یو ځوان خپلې ملګرې ته د واده وړاندیز کوي. پولیسو وروسته دواړه کسان نیولي دي. نور جزییات په دې ویډیو کې
پاکستاني ځواکونو یو وار بیا د افغانستان په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي چې ګڼو ملکیانو ته یې مرګژوبله رسولې ده. یوناما تایید کړه چې لږ تر لږه ۲۸ ملکیان وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي دي. مخکې د طالبانو حکومت د وژل شویو ملکیانو شمېر ۳۶ او د ټپیانو ۱۶۳ یاد کړی و.
نور راوښيه