اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.
د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، دلیليې په دې پروسه کې یو شمېر ستونزې دي، خو د دغې ادارې د ویاند په وینا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمېسیون سره په ګډه به په دې اړه ډېر ژر یوه کړنلاره وروستۍ کړي.
ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم خلیلزاد غواړي د سولې بهیر ملي کړي، خو ښکاري چې لا هم ناکام دی او د ناکامۍ ستر علتیې په کابل کې د جمهوریت په حوزه کې د حکومت او ګوندونو ترمنځ کړکېچ دی.
د دې ادارې مشرې غزال حارس د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۰۵» په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل چې تر ډېره ستونزه د اجناسو د نرخونو په لوړوالي کې وه.
د کرکټ بورډ د غړي په توګه د ملي لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل ټاکل په کور دننه او بهر د کرکټ د یو شمېر څارونکو له نیوکو سره مخ شوي دي.
د جرګې منشي رفیعالله حیدري د دغه جرګې پرېکړهلیک ولوست او ټینګار يې وکړ چې که په یادو بندیانو کې بهرني وګړي موجود وي باید له اړوند هېواد څخه د تظمین اخیستلو په صورت مربوط هېواد ته وسپارل شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي وسلهوالو طالبانو ژمنه کړې چې د ۴۰۰ نورو طالب بندیانو له خوشې کېدو درې ورځې وروسته به له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.
د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې د لویو لارو د ناامنۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنې ښکاره کړې.
تر ارمسټرانګ مخکې، روسی یوري ګاګارین په نړۍ کې لومړی کس و چې په ۱۹۶۱ کې یې فضا ته سفر کړی و.
یو شمېر افغان لیکوالان د شطرنج دوه رنګه تخته چې د پیاده، فیل، رخ، وزیر، اس او شاه په وسیله پرې سیالي کېږي د ژوند د سختیو او نامعلومو ستونزو په معنی بولي.
د دې وزارت ویاند ګران هيواد رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې وروستۍ خونړۍ پېښې، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي پولو کې د امنیت ټینګښت د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اصلې ټکي وو.
ملګري ملتونو په افغانستان کې پر روغتیایي مرکزونو او روغتیایي کارکونکو وروستي بریدونه چې هغه یې قصدي بریدونه یاد کړې، اندېښنه ښکاره کړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ افغان پلاوی داسې مهال ايران ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې په ایرن کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو چلند د کابل او تهران ترمنځ اړيکي ترينګلي کړي دي.
د افغانستان د وګړو د شمېر او بېلابېلو قومونو د سلنې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له خپرېدو وروسته په دې هېواد کې یو وار بیا د مذهبي او قومي جوړښت په اړه بحثونه راپورته شوي دي.
د ورځپاڼې په قول د خبرو له پیل وړاندې د پنځه زره طالب بنديانو خوشې کول او د طالبانو هغه دریځ چې له حکومت سره خبرې نهکوي د بینالافغاني خبرو په وړاندې ستر خنډونه بلل کېدل.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم افغان حکومت په روغتونونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف کافي اندازه روغتيايي مواد نهلري، خو اړتیا ده چې خلکو ته روحیه ورکړل شي تر څو د یاد ویروس سره مبارزه وکړي.
نور راوښيه