اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.
تر ارمسټرانګ مخکې، روسی یوري ګاګارین په نړۍ کې لومړی کس و چې په ۱۹۶۱ کې یې فضا ته سفر کړی و.
یو شمېر افغان لیکوالان د شطرنج دوه رنګه تخته چې د پیاده، فیل، رخ، وزیر، اس او شاه په وسیله پرې سیالي کېږي د ژوند د سختیو او نامعلومو ستونزو په معنی بولي.
د دې وزارت ویاند ګران هيواد رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې وروستۍ خونړۍ پېښې، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي پولو کې د امنیت ټینګښت د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اصلې ټکي وو.
ملګري ملتونو په افغانستان کې پر روغتیایي مرکزونو او روغتیایي کارکونکو وروستي بریدونه چې هغه یې قصدي بریدونه یاد کړې، اندېښنه ښکاره کړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ افغان پلاوی داسې مهال ايران ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې په ایرن کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو چلند د کابل او تهران ترمنځ اړيکي ترينګلي کړي دي.
د افغانستان د وګړو د شمېر او بېلابېلو قومونو د سلنې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له خپرېدو وروسته په دې هېواد کې یو وار بیا د مذهبي او قومي جوړښت په اړه بحثونه راپورته شوي دي.
د ورځپاڼې په قول د خبرو له پیل وړاندې د پنځه زره طالب بنديانو خوشې کول او د طالبانو هغه دریځ چې له حکومت سره خبرې نهکوي د بینالافغاني خبرو په وړاندې ستر خنډونه بلل کېدل.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم افغان حکومت په روغتونونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف کافي اندازه روغتيايي مواد نهلري، خو اړتیا ده چې خلکو ته روحیه ورکړل شي تر څو د یاد ویروس سره مبارزه وکړي.
په شمالي ولایت بغلان کې د کرونا له ویروسه د یو رغېدلي اتیا کلن افغان تجربه ښيي چې د عمر خوړلو لپاره له دې ناروغۍ د جوړېدو امکان هم زیات دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نږدې لس زرو ته ورسېدې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په پلازمینه کابل کې يې ځکه په موټر سایکل د خلکو په ګرځېدو بندیز لګولی چې د استخباراتي معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو غوښتل له دغه وسیلې نه په ګټنې تروریستي حملې وکړي.
دغهشان يې غوښتنه کړې چې امریکا باید چا ته اجازه ورنهکړي چې د طالبانو او دې هېواد ترمنځ شوې هوکړه له ځنډ، خنډ او بالاخره ناکامۍ سره مخ کړي او د هوکړې عملي کول د ټولو اړخونو په ګټه دی.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د قطر هېواد په تازه مرسته کې د کرونا ویروس د تشخیص د 'پيسيار' ماشینونه هم شامل دي چې دوی لپاره ډېر اړین و.
ګهوارې په نوم یوه بنسټ د لومړي ځل لپاره د ماشومانو لپاره د ټیټسو ناکامورا پر ژوند کتاب خپور کړ.
د افغانستان د رسنیو د خوندیتوب کمېټه وايي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپراوي له امله زیات شمېر رسنۍ له اقتصادي بحران سره مخ دي.
په ورته وخت کې د پلچرخي زندان یو شمېر زندانیان وايي چې حکومت په دې زندان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هېڅراز ترتیبات نهدي نیولي.
ذبیح چې په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون محصل دی وايي اړ دی چې د هر سمستر په لومړیو کې ۶۰ زره افغانۍ ورکړي، خو اوس چې بېکاره دی توانيې نهلري.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې حکومت او روغتیا وزارت تر اوسه یوازې په دې ټینګار کړی چې خلک باید په کورونو کې پاتې شي په داسې حال کې چې په کور پاتې کېدل د افغانستان تر نیمایي زیاتو خلکو ته تر کرونا په درنه بیه تمامېږي.
د سرمقالې لیکوال د افغانستان د برښنا شرکت د چارواکو په قول لیکلي دي ازبکستان ځکه د برښنا د پرې کولو ګواښ کړی چې افغانستانيې په خپل وخت د برښنا پیسې نهدي ادا کړي.
د سرمقالې لیکوال لیکي چې تازه د ښاغلي عبدالله د ټیم دوهم مرستیال دغه طرحه رد کړې او ویلي دي چې رسنیو ته راوتلي جزئيات د دوی د طرحې نهدي.
نور راوښيه