د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د سالنګ لویه لاره د دوو اونیو لپاره د لویو بسونو او لاریو پرمخ بنده شوه


په سالنګ کې درنه واوره. عکس له آرشیف څخه
په سالنګ کې درنه واوره. عکس له آرشیف څخه

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار د دوو اونیو لپاره د لویو مسافروړونکو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده. 

د ټولګټو چارو وزارت په خپله ویب پاڼه د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه لار به د سه شنبې د تلې د میاشتې له ۲۰ نیټې څخه د جدي د میاشتې تر څلورمې نیټې پورې د دغو موټرو پر مخ تړلې وي.

خو په خبرپاڼه کې راغلي چې واړه موټر د ژمنیو وسایلو په لرلو، د ترافیکي قوانینو په رعایتولو او لارښوونو ته په پام سره د دغې لویې لارې له دوو فرعي مسیرونو څخه تګ راتګ کولای شي. په خبریاڼه کې راغلي چې فرعي مسیرونه د ډیرې واورې د ورېدو او کنګل له امله د ډیری ترافیکي ګڼه ګوڼې ظرفیت نه لري. په دوام کې راغلي دي چې دا اقدام د خلکو د سر او مال د خوندیتوب په موخه شوی دی.

یو شمېر خلک چې له دې لارې تګ راتګ کوي وايي، د ژمي په موسم کې د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ تل له ستونزو سره مخ وي. د کندز ولایت اوسېدونکی رحمان الدین چې په دې وروستیو کې د سالنګ له لویې لارې کابل ته راغلی، ازادي راډیو ته وویل "د سالنګ د لارې له تړل کېدو دوه ورځې مخکې د سالنګ په نوې جوړې شوې لاره په ديرې سختۍ کابل ته راغلم، واوره ډېره وه او د مسافر وړونکو موټرو تګ راتګ ډېر ستونزمن و، لوی موټر په سختۍ سره له دې لارې تېرېږي."

د بدخشان ولایت اوسېدونکی عبدالله چې په کابل ښار کې زده کړې کوي، ازادي راډیو ته یې وویل چې په کال کې څو ځلې پردې لاره ځي راځي کوي خو په وینا یې د ژمي په موسم کې پر دې لاره تګ راتګ ورته ډیرستونزمن شوی دی. "دا لاره ډېر جنجالونه لري، سرک کوچنی دی. اوس چې دوی بدیل سړک جوړ کړی، کار روان دی، دا لاره تل ستونزې لري، په ژمي کې له دې لارې تېرېدل قیامت دی، ځکه دا لاره یخ وهي."

د سالنګ لويه لاره د هېواد یوه مهمه ترانسپورتي او ترانزیتي لار ده چې پلازمېنه کابل د افغانستان له شمالي ولایتونو سره نښلوي.هر کال د ژمي په موسم په سالنګونو کې سختې واورې کېږي چې له امله یې د سالنک لویه لاره هم د ټرانسپورټي وسایطو پر مخ وخت په وخت بندېږي.

د یادونې ده چې د دې لارې بندېدل د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې جدي ستونزې رامنځته کوي.

XS
SM
MD
LG