د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

له ایران څخه افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو نامعلوم برخلیک


له ایران څخه افغانستان ته یوه ډله ستانه شوي کډوال. عکس له ارشیف څخه
له ایران څخه افغانستان ته یوه ډله ستانه شوي کډوال. عکس له ارشیف څخه

له ایران څخه یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال وايي له ډول ډول اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي افغانستان ته په راستنېدو سره ورته هېڅ ډول کاري زمینه نه ده برابره شوې او اوس د هوا په سړېدو او د ژمي په راتګ یې ستونزې دوه برابره زیاتې شوي دي.

د فاریاب اوسېدونکی حفیظ الله چې شاوخوا یو کال وړاندې له ایران څخه ستون شوی وايي لاهم بې کاره دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:« تر اوسه یې د طالبانو له حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو هېڅ ډول مرستې نه دي ترلاسه کړي.ژمی ډېر سخت دی خو د ګرمولو لپاره نه هم سکاره شته او نه لرګي، د لرګیو بیې ډېرې لوړې شوي، درې ورځې وړاندې مې یو ۹ میاشتنی ماشوم مړ شو، لامل یې همدا ناسم اقتصادي وضعیت او د امکاناتو نشتوالی دی، پیسې مې نه لرلې چې ډاکټرته یې یوسم».

فواد چې څو میاشتې وړاندې له ایران څخه ستون شوی او اوس په کابل ښار کې ژوند کوي د ورته اندیښنې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل:

« دوه کاله مې په ایران کې ژوند کړی، ډېرکړاونه مې وګالل او ډيرې ستونزې مې ولیدې. په ایران کې یې د افغانانو لپاره د کار ساحه تنګه کړه او له بې کارۍ اړ شوو چې بېرته افغانستان ته راشو خو اوس دلته هم بې کاره یم او له بې وزلۍ او بې روزګارۍ سره لاس او ګریوان یم، چې څومره د خپلو ستونزو په اړه ووایم کم دي، هیله لرم چې مسوولین د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې پام وکړي».

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت په خپله اېکسپاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره ویلي و چې په کابل او ولایتونو کې د راستېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش په اړه قانون تصویب شوی دی.

څلور میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړونې وزارت ویلي وچې د ۲۹ ولایتونو په ۴۶ ښارګوټو کې د راستانه شویو کډوالو لپاره د ځمکو د نمرو د وېش لپاره چمتوالی لري څو کډوال پکې کورونه اباد کړي.

له ژمنو سره سره راستانه شوي یو شمېر کډوال بیا ادعا کوي چې د ځمکو د وېش په برخه کې عملي اقدامات نه دي شوي او د سرپناه له اړخه له ستونزو سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري "یواین‌ایچ‌سي‌ار" وايي هغه افغان کډوال چې له ایرانه افغانستان ته ستنیږي له نامعلوم برخلک سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د دغه کمېشنرۍ ویاند کارولین ګلوک د جمعې په ورځ( ډسمبر۲۰) په خپلې اېکس پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د دوی له سپارښتنو سره سره تیر کال سلګونه زره کسان په زور راستنېدو ته اړ شوي دي.

د ایران حکومت په ورستیو کې اعلان کړی چې تیر کال یې یو میلیون او پنځه سوه زره کسان چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل له خپل هېواده افغانستان ته استولي دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډیری افغانان د بې وزلۍ او اقتصادي او امنیتي ستونزو له کبله له افغانستانه ووتل چې لوی شمېر یې ایران او پاکستان ته کډوال شول.

XS
SM
MD
LG