د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

ارزو ټلویزیون: زمونږ کارکوونکي " شکنجه " شوي او باید سملاسي خوشې شي


ارزو ټلوېزيون، کابل
ارزو ټلوېزيون، کابل

د ارزو په نوم خصوصي ټلويزون اړوندې يوې سرچینې ادعا کړې چې د دې رسنۍ اووه کارکوونکي‌ چې لا هم توقیف کې دي، سخت شکنجه شوي دي.

دغه کسان کابل کې د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له خوا شاوخوا یوه اونۍ وړاندې توقیف شول او اوسمهال د جنایي څېړنو ریاست ته لېږدول شوي دي.

د خبریالانو ملاتړو بنسټونو دا کار غندلی او د بیان ازادۍ په ضد یې د طالبانو د حکومت بله هڅه یاده کړې ده.

د ارزو تلویزیون یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم او غږ خپور شي د سه شنبې په ورځ ( د لیندۍ په شلمه) ازادي راډيو ته وویل، توقیف شوي کارکوونکي یې وهل ډبول شوي دي.

دغې سرچینې د خپلو همکارانو د شکنجې د څرنګوالي په اړه ډير معلومات ورنه کړل او دا یې هم جوته نه کړه چې د توقیف شویو کارکوونکو له شنکجې څه ډول خبر شوی دی.

ازادی راډيو هڅه وکړه چې د نیول شویو کارکوونکو د کورنیو له غړو سره خبرې وکړي، خو هغوی وویل چې د موضوع د حساسیت له امله خبرو ته چمتو نه دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د طالبانو د استخباراتو اداره او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکونکي د تېرې چهارشنبې په ورځ، د دسمبر په څلورمه نېټه، د آرزو خصوصي تلویزیون په دفتر ننوتل، دفتر یې وتاړه او اووه کارکوونکي یې ونیول.
په همدې حال کې، د بې پولې خبریالانو سازمان «آر اس اف» د نیول شویو اووه کارکوونکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ ناوخته پر خپله ایکس پاڼه (پخوانۍ ټویټر) کې د طالبانو دا کړنه د بیان ازادۍ ځپل یاد کړي او غندلې يې ده.
په همدې حال کې، په پلازمېنه کابل کې یو شمېر خبریالانو د طالبانو له خوا د دې ډول نیونو او محدودیتونو دوام د اندېښمنې وړ بللي.
دوه خبریالانو، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې په راپور کې یاد شي د غږ د بدلون په شرط يې ازادي راډیو سره خبرو کې د ارزو تلویزیون د نیول شویو کارکوونکو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه .

"همدا څو ورځې وړاندې حکومت په کابل کې د ارزو تلويزون دروازه وتړله او یو شمېر کارکوونکي یې ونیول، چې خبریالان یې اندېښمن کړل ، موږ د خپلو رسنیزو همکارانو د خوشې کېدو غوښتنه کوو."

"رسنۍ او خبریالان په افغانستان کې له سخت سانسور، محدودیتونو او مالي ستونزو سره مخ دي. دا ستونزې د سرپرست حکومت له مستقیمو او غیر مستقیمو فشارونو له کبله رامنځته شوې دي چې د خبریالانو پر کاري بهیر او شخصي ژوند يې ژور اغېز کړی دی".

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ارزو تلویزیون د دفتر د تړلو په اړه په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه يې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د رسنیو د ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره کړې ده.

طالب چارواکو د ارزو ټلویزیون د هغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي چې ګواکې نیول شوي کارکوونکي یې شکنجه شوي دي.
آرزو خصوصي تلویزیون چې مرکزي دفتر یې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې دی، په ۱۳۸۵ هجري لمریز کال کې خپل فعالیت پیل کړ. د دې تلویزیون یوه څانګه د ۱۳۸۸ کال په جدي میاشت کې په کابل کې د خبرونو د چمتو کولو، تولید او دوبلې لپاره پرانیستل شوه.

XS
SM
MD
LG