د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

په عربستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د دوهمې ورځې د غونډې بحثونه


سعودي کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه
سعودي کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه

د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په لړ کې نن د مکې مکرمې ښار د اسلامي هېوادونو د استازو او دیني عالمانو د غونډې د دوهمې ورځې کوربه دی.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او سعودي عربستان د دې غونډې د جوړېدو نوښت کړی او پرون‌یې لومړنۍ ناسته د جدې په ښار کې وه.

په دې غونډه کې د ۴۳ هېوادونو تر ۱۱۰ زیات دیني عالمان برخه لري چې په‌کې له افغانستان څخه هم د مولوي قیام‌الدین کشاف په مشرۍ د دیني عالمانو یوه ۳۵ کسیزه ډله شامله ده.

قیام‌الدین کشاف او د افغان پلاوي نور غړي
قیام‌الدین کشاف او د افغان پلاوي نور غړي

په پرونۍ غونډه کې پر نورو ګډونوالو سربېره، د کعبې شریفې (مسجد الحرام) امام د افغانستان روانه جګړه فتنه وبلله او ویې‌ویل د دې هېواد وضیعت نور د زغملو نه‌دی او باید دغلته جګړه ژر تر ژره ودرول شي.

د کعبې شریفې امام همدارنګه وویل چې امن او ایمان له یو بل سره تړلي دي.

د افغانستان د سولې شورا مرستیال مولوي عطاالرحمان سلیم له پرونۍ غونډې وروسته له سعودي عربستان څخه په یوه ټیلیفوني مرکه کې ازادي راډیو ته وویل، په غونډه کې د اسلامي همکاریو د سازمان او سعودي عربستان پر چارواکو سربېره د مکې امام ویناوې وکړې.

عطاالرحمان سلیم
عطاالرحمان سلیم

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"د مکې حرم امام خبرې وکړې. خبرې یې کاملاً بې‌سابقې وې. د افغانستان د جګړې په اړه‌یې دریځ روښانه و، او هغه دا چې دا جګړه له دین سره هېڅ ربط نه‌لري."

افغان حکومت په سعودي عربستان کې د دې غونډې هرکلی کړی.

ولسمشر محمد اشرف غني په یو پیغام کې د دې کنفرانس ګډونوالو ته ډاډ ورکړی چې د سولې د ټینګښت په اړه به د دوی هر ډول پرېکړې ته غاړه کېږدي.

​د نوموړي دغه پيغام د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس محمد اکرم خپلواک تېر ماښام په هغه مېلمستیا کې ولوست چې د افغانستان د حکومت له‌خوا چمتو شوې وه.

خو وسله‌والو طالبانو بیا د سعودي پر کنفرانس انتقاد کړی او دا یې د امریکا په ملاتړ جوړ شوی کنفرانس بللی دی.

د دې ډلې له‌خوا د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.

تمه کېږي چې نن به په مکه مکرمه کې د دې کنفرانس په دوهمه او وروستۍ ورځ د اسلامي همکاریو د سازمان ۵۷ غړي هېوادونه یوه شریکه اعلامیه خپره کړي او په‌کې به په افغانستان کې د روان جنګ به اړه خپل شریک دریځ په ډاګه کړي.

XS
SM
MD
LG