د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو د غونډې په هکله نظرونه


په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس
په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس

په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د نړیوال کنفرانس برخه‌والو وویل چې د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک‌یې مسلمانان او وژل‌یې ناروا دی.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس او د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک چې په دې کنفرانس کې یې برخه لرله، وايي:

"د اسلامي نړۍ هر عالم په یو نه یو ډول له افغانستان سره مرستې ته چمتووالی اعلان کړ. د حرمین شریفین ملا امامانو په کلکه د اوربند غوښتنه وکړه، د مسلمانانو ترمنځ‌یې روانه جګړه ناروا او غیر اسلامي عمل وباله. د انفجار او انتحار په اړه پخوا هم موقف واضح و، لا یې هم واضح کړ."

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس او د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک
د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس او د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک

د سعودي عربستان د کنفرانس برخه‌والو دیني عالمانو انتحاري او انفجاري حملې په کلکه ناروا وبللې او له لویه سره‌یې د افغانستان روانه جګړه د اسلام د اصولو او اساساتو خلاف وبلله.

وسله‌والو طالبانو په سعودي عربستان کې د کنفرانس له برخه‌والو دیني عالمانو غوښتي و چې د دوی د جګړې پر ضد فتوا صادره نه‌کړي.

په دې کنفرانس کې د پاکستان محدود شمېر دیني عالمانو ګډون کړی و او د ایران دیني عالمانو هم په دې خاطر چې نن سبا د ایران او سعودي اړیکې ترینګلې دي، ګډون نه‌و کړی.

افغان لیکوال او نظر خاوند نجیب ننګیال چې د سعودي عربستان په کنفرانس کې یې ګډون کړی و، باور لري چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي عالمانو په نړیوال کنفرانس کې د یو شمېر طالب پلویو پاکستاني طالبانو نه‌ګډون د دې کنفرانس اهمیت او اغېز ته تاوان نه‌شي اړولی.

ښاغلی ننګیال زیاتوي:

"زما په باور د دین اصلي مرجع پاکستان نه، بلکې سعودي عربستان دی او کله چې له حرم څخه، د دین تر ټولو له معتبرې مرجعې څخه اعلامیه خپرېږي، معنی یې دا ده چې کوچني ادرسونه نفي دي."

نجیب ننګیال
نجیب ننګیال

ښاغلی ننګیال همداراز وايي، ټول مسایل چې باید په وضاحت ویل شوي وی، د دې کنفرانس په اعلامیه کې ویل شوي دي.

​ښاغلی خپلواک وايي، دې ته په پام چې د اسلامي نړۍ سترو عالمانو په یوه مقدسه خاوره کې جنګ ناروا وباله، باور لري چې د افغانستان له سولې سره د دوی پرېکړې مرسته کولای شي.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه:

"د حرمین تقدس، دې سپېڅلې خاورې ته د دې ټولو علماوو راتګ، د روانې جګړې ناروا بلل او نه‌مشروعیت او هغه ته فتنه ویل، مطمئنه یوو چې د سولې له پروسې سره به مرسته وکړي​."

د سعودي عربستان او اسلامي همکارۍ سازمان په بلنه په جده او مکه کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي علماوو په کنفرانس کې د ۴۳ هېوادونو ۱۱۰ دیني عالمانو ګډون وکړ او د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو په اړه‌یې نظرونه څرګند کړل.

XS
SM
MD
LG