د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۴

له خوارځواکۍ سره د مخ افغان ماشومانو ستونزې؛ کورنۍ یې وايي د ماشومانو لپاره خواړه نه شي برابرولی

په خوارځواکۍ اخته ماشوم
په خوارځواکۍ اخته ماشوم

په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پېښو په زیاتېدو سره، یو شمېر کورنۍ وايي، د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو او روغتیايي خدمتونو په برابرولو کې جدي ستونزو سره مخ دي. ځینې زیانمنې کورنۍ وايي، د بشري مرستو کمېدو د دوی ژوند لا پسې سخت کړی دی.

زهره چې د کابل د سرکوتل په سیمه کې اوسیږي، دا ورځې د هغې تر ټولو لویه اندېښنه د عمر په نوم د څلور کلن زوی دی، هغه ماشوم چې هم له خوارځواکۍ کړېږي او هم د پښو د معلولیت له امله فزیوتراپۍ او دوامدارې پاملرنې ته اړتیا لري.

زهره وايي ډاکټرانو ویلي که عمر مناسبه تغذیه، درملنه او منظمه فزیوتراپي ترلاسه کړي، د ښه کېدو امکان یې شته؛ خو زیاتوي چې بې وزلۍ دا فرصت ترې اخیستی دی.

د زهرې په وینا، عمر یوازې د شپږو میاشتو لپاره د یوې نړیوالې موسسې له نغدي مرستې برخمن و؛ هره میاشت ۲۹۰۰ افغانۍ ورکول کېدې. خو دا مرستې بیا بندې شوې چې اوس ورته د مناسب خوراک برابرول لا سخت شوي دي:

«نن غرمه مې خور بانجان پاخه کړي وو,، زوی مې بانجان نه خوري، که بانجان په زور ورکړم، د خولې او شونډو شاوخوا یې سرې دانې راخېجي. که په کور کې کچالو وي، چپس ورته وکړم هغه خوري، خو کچالو نشته. زوی مې پلو خوښوي، خو وریجې ګرانې دي، نه یې شم اخیستلی.»

زهره وايي مېړه یې له دوو نیمو کلونو زیات وخت وشو چې زندان کې دی او اوس دا له هیڅ عاید پرته، له عمر، خپل بل ۱۲ کلن زوی او ۱۳ کلنې لور سره د خپلې خور په کور کې ژوند کوي.

خو یوازې عمر خوارځواکی نه دی؛ زهره وايي خپله یې هم څه موده د خوارځواکۍ له امله له کلینیک څخه د تغذیې مرستې ترلاسه کولې، خو په خبره یې هغه هم ډېرې دوامداره نه وې:

«په کلینیک کې مې مخکې د یوې مودې لپاره د تغذیې مواد اخیستل، خو هغه مې د ځان لپاره وو. کله به چې ښځې خوارځواکې او کمزورې وي، ورته به یې د وچو موادو پاکټونه ورکول.»

زهره وايي د عمر له زېږېدو مخکې یې په کور کې د خیاطۍ له لارې د ژوند یو څه لګښتونه پوره کول، خو اوس نه د دې کار توان لري، نه وسایل، او نه هم څوک شته چې ورته د جامو ګنډلو لپاره مراجعه وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) شاوخوا دوه میاشتې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه ښځې له جدي خوارځواکۍ کړېږي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت بیا د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په وروستیو کې ویلي چې په دغه هیواد کې شاوخوا درې میلیونه ښځې او ماشومان خوارځواکۍ سره مخ دي.

همدارنګه د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مخکې خبرداری ورکړی و چې د سلګونو تغذیې مرکزونو تړل کېدو او د بشري مرستو د بودجې سخت کمښت زرګونه ماشومان له مرګ او خوارځواکۍ سره مخ کړي دي.

ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو او ارزونو کې دا خبرداری هم ورکړی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین د بشري مرستو د کمېدو او اقتصادي او روغتیایي ستونزو له امله لا پسې سختېږي.

د دې مرستو کمښت د زهرې او د دې د ماشومانو ژوند هم اغېزمن کړی او په څو ځلي یې حل لارې لپاره مختلفو ادارو ته مراجعه کړې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG