افغانستان کې د طالبانو د حکومت دبهرنیو چارو وزارت یو لوړ رتبه چارواکي او د پلاوي غړي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ددوی پنځه کسیز پلاوی د سه شنبې په ورځ ( دچنګاښ په دوهمه) بروکسل ته روانیږي.
د سرچینو په وینا د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي به د پلاوي مشري کوي.
تردې مخکې ،اروپا کې د افغانستان یوې دیپلوماتیکې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د طالبانو د حکومت پلاوي ویزې ترلاسه کړي او کیدای شي سه شنبه یا چهارشنبې بروکسل ته ورسیږي.
دغه سفر چې "تخنیکي" بلل شوی او د اروپايی کمیسیون په بلنه ترسره کیږي له ګڼو انتقادونو سره مخ شوی دی.
د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن وايي، اروپا ته د طالب پلاوی بلنه هغو افغانانو ته غلط پیغام ورکوي چې د خپلو بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.
نیومن په دې وروستیو کې پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل چې، په افغانستان کې میلیونونه نجونې او ښځې له زده کړو او کار راګرځول شوي دي.
یاد سفر په داسې مهال ترسره کیږي چې د جرمني په شمول د اروپايي اتحادیې یو شمیر هیوادونو افغانستان ته په جرمونو کې د ښیکلو کډوالو د ستنولو د لړۍ د ګړندي کولو خبر ورکړی دی.
تازه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ د ملګروملتونو د بشري حقونو د لوی کمیشنر ولکرتورک د هغو څرګندونو ملاتړ وکړ چې له اروپایي هیوادونو یې افغانستان ته د یوشمیرافغانانو پراستولو انتقاد کړی دی.
بینیټ دوشنبې د جون په ۲۲ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې "زه د ولکرتورک د دې څرګندونو ملاتړ کوم، چې د اروپايي ټولنې د نویو مقرراتو په اړه یې خواشیني څرګنده کړې؛ هغه مقررات چې د کډوالو چټک ایستلو ته اجازه ورکوي."
د بشري حقونو او د کډوالو د نړیوالو قوانینو درناوی اړین دی. افغانان باید داسې نا امنه وضعیت ته بېرته ونه لېږل شيریچارد بینت
نوموړي زیاته کړې: "د بشري حقونو او د کډوالو د نړیوالو قوانینو درناوی اړین دی. افغانان باید داسې نا امنه وضعیت ته بېرته ونه لېږل شي. په بروکسل کې له طالبانو سره غونډه کول به د افغانانو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو سپکاوی وي."
د ملګروملتونو د بشري حقونو د لوی کمیشنر دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې هیڅوک باید هغه ځای ته ونه لیږل شي چې هلته د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطرونو او یا له بل نه جبرانیدونکي زیان سره مخامخ کیږي.
بلخوا جرمني رسنیو رپوټ ورکړی چې د برلین ددې پریکړې په وړاندې چې نیت لري له دغه هیواد څخه د ځینو افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړي طالبانو غوښتنه کړې چې ددوی لازیات شمیر ديپلوماتان ومني. اوسمهال جرمني کې دطالبانو له خوا دوه معرفي شوي د يپلوماتان منل شوي چې یوې یې برلین کې د افغانستان په سفارت او بل یې په بن کې د افغانستان په قونسلګري کې کار کوي.
د جرمني کورنیو چارو وزارت تیره ورځ وویل چې راتلونکې کې امکان لري هره میاشت تر دریو چارتر پروازونو کې په جرایمو کې ښکیل افغان کډوال افغانستان ته واستول شي.
جرمني په دې وروستیو کې ۳۲ کسه افغانان په یوه چارترالوتنه کې افغانستان ته واستول.
په دوی کې ځینې کسان په بیلابیلو جرمونو لکه قتل ، جنسي تیري ، جنسي ناوړه استفاده ، د کوچنیانو ځورول او د مخدرو مواد د قاچاق په قضیو کې محکوم شوي وو.
د جرمني کورنیو چارو وزیر الیکسندر دوبرینت ويلي هغه کسان چې د جرمني له خوا د وړاندې شوي امنیت او ملاتړ څخه ناوړه ګټه اخلي او په دغه هیواد کې دجدي جرمونو مرتکب کیږي باید خپله راتلونکې په خپل اصلي هیواد کې ولټوي.
په اروپايي هیوادونو کی میشتو یو شمیر افغان ښځو هم بروکسل ته د طالبانو د پلاوي په سفر اعتراض کړی دی.
د اعتراض کوونکو غوښتنې په افغانستان کې د جنیستي اپارتید په رسیمت پیژندل، نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکول او بروکسل ته د طالب پلاوي د راتګ مخنیوی وو.
د شنبې په ورځ د اسپانیا په پلازمینه مادرید او د سویډن په پلازمینه ستاکهلم کې د ښځو په ګډون بهرمیشتو افغانانو دغه غوښتنې په خپلو لاریونونو او اعتراضونو کې یو ځل بیا تکرار کړې.
خو د اروپايي ټولنې د کډوالو د چارو کمېشنر، ماګنوس برونر Magnus Brunner، ویلي چې اروپا د دغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو د موضوع د حل لپاره له طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نه لري، او له همدې امله د بروکسل پلان شوې غونډه ضروري ده.
نوموړي د تیرې پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:
له دې خلکو سره خبرې نه کول هېڅ حل نه دی، ځکه دا خبرې د وضعیت د ښه کولو لپاره ضروري دي.ماکنوس برونر
اروپايي کمېسیون د طالبانو چارواکي بروکسل ته د خبرو لپاره بللي دي، څو د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د هغو کسانو د ایستلو په اړه خبرې وکړي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
سره له دې، اروپايي ټولنه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
د کډوالو د حقونو فعال او د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د پالیسیو د کمېټې غړي، یونس محمدي، ویلي چې په ډېرو اروپايي هېوادونو کې د ښياړخو او د کډوالۍ ضد ګوندونو له واکمنېدو وروسته، د کډوالۍ تګلارې سختې شوې دي.
د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا یو میلیون افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې عریضې کړې دي، چې تقریبا نیمايي یې منل شوي دي.