د فوټبال نړیوال جام سیالۍ افغانستان کې هم خپل لیدونکي او مینوال لري.
یو شمیر دوی وايي، دا لوبې په ژوندۍ بڼه او هم په ټولنیزو رسنیو تعقیبوي او ورنه خوند اخلي.
ځینې په کې بیا د فوټبال د نړیوالو جامونو پخوانۍ خاطرې راپه زړه کوي، چې دا لوبې به یې په خپلو وړو، تور او سپينو تلویزیونونو کتلې.
فرانسې او انګلستان ډېر عالي پیل درلود او په ډېر احتمال سره چې په اتلولۍ به هم د دې دواړو دعوا ويسعیدي
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام، د غبرګولي په ۲۱ پیل شوی دی.
په کابل کې د فوټبال لوبو یو مینوال محبوب سعیدي وايي:
" فرانسې او انګلستان ډېر عالي پیل درلود او په ډېر احتمال سره چې په اتلولۍ به هم د دې دواړو دعوا وي."
دی وايي، د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام لوبې کله له تلویزیون او کله هم په ټولنیزو رسنیو ګوري او ورته په زړه پورې دي.
" په افغانستان کې هم خلک علاقه لري چې دا لوبې وګوري، اول خو هڅه کوو، چې که برېښنا وي دا سیالۍ له تلویزیون وګورو، که نه وي نو اوس خو د ټکنالوجۍ پېر دی او خلک ډېر د ټولنیزو رسنیو له لارې دا لوبې تعقیبوي."
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی شیرشاه هم وايي، دا لوبې په شوق تعقیبوي.
د افغانستان او امریکا تر منځ د وخت توپیر دير زیات دی، نو نه شو کولای چې دا لوبې په ژوندۍ بڼه وګورو، خو د ورځې له مخې یې بیا پایلې د فیفا په ویب پاڼه تعقیبوو، زما د جرمني لوبډله خوښه ده، ځکه په هغې کې یو افغان لوبغاړی هم شتهشیرشاه
"د افغانستان او امریکا تر منځ د وخت توپیر دير زیات دی، نو نه شو کولای چې دا لوبې په ژوندۍ بڼه وګورو، خو د ورځې له مخې یې بیا پایلې د فیفا په ویب پاڼه تعقیبوو، یا یې هم په یوټیوب ګورو او یا هم بیاځلي یې چې ځني تلویزیونونه خپروي کوشش کوو چې هغه وګورو، زما د جرمني لوبډله خوښه ده، ځکه په هغې کې یو افغان لوبغاړی هم شته."
په افغانستان کې دا لوبې اوس ډیری خلک په خپلو کورونو کې په نسبتاً لویو او رنګه تلویزیونونو کې چې له ځینو چینلونو په ژوندۍ بڼه او له ځینو هم په تکرار ډول خپرېږي ګوري.
داسې مهال چې په یو شمیر هیوادونو کې د دې لوبو د نندارې لپاره په پارکونو، د لوبو په میدانونو او ان په واټونو لوی سکرینونه لګول شوي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس یوسف کارګر چې لا هم امریکا ته د دغو لوبو پرانیسته کې د ګډون په موخه په سفر دی ازادي راډیو ته یې وویل، متاسفانه دوی دا امکانات نه لري.
د فوټبال یو شمیر افغان مینوال بیا د نړیوالو جامونو پخوانی خاطرې راپه زړه کوي، چې دا لوبې به یې په خپلو وړو، تور او سپينو تلویزیونونو کې کتلې.
له دې ډلې د کابل اوسېدونکي اویا کلن عزیزالله عزیز ازادي راډیو ته وویل:
" زما هغه مهال د جرمني ټیم ډېر خوښ و، په جرمني لوبډلې مې خپل د ټولي له یو قومندان سره چې برازیل یې خوښ و په ښوروا شرط تړلو، تور او سپین تلویزیونونه وو، د شپې تر ناوخته به ناست وو، هغه هم ډېر واړه ۱۲ انچه. "
د فوټبال د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالۍ د غبرګولي په ۲۱ مه پیل شوې دي.
په دې سیالیو کې چې درې هیوادونه متحده ایالتونه، کاناډا او مکسیکو یې کوربانه دي ، ۴۸ لوبډلې ګډون لري.
دا سیالۍ چې نژدې شپږ اوونۍ به دوام وکړي ټولې ۱۰۴ لوبې په کې شاملې دي.
که څه هم د افغانستان د فوټبال لوبډلې کله هم د فوټبال نړیوال جام ته لاره نه ده موندلې خو سږ یو افغان الاصله ندیم امیري د جرمني لوبډلې په ترکیب کې، د دې جام برخه ده.
هغه شنبه د غبرګولي ۳۰ د عاجل ساحل د لوبډلې په وړاندې لوبه کې ښه وځلېد او خپل یو ملګري ته د مناسبې زمینې په برابرولو سره یې لوبډله له ماتې وژغورله او نتیجه مساوي شوه، چې ورسته بیا جرمني د یو بل ګول په وهلو سره هم، بری خپل کړ.