د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۶

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په پاکستان کې یې په هوايي بریدونو کې د داعش غړي په نخښه کړي دي

کابل کې ددفاع وزارت ودانۍ ، ارشیف
کابل کې ددفاع وزارت ودانۍ ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي تیره شپه یې بلوچستان او خیبرپختونخوا ایالتونو کې د داعشیانو مراکز په نښه کړې دي. د پاکستان پوځ چې یوه اونۍ مخکې یې د افغانستان په دریو ولایتونو کونړ، خوست او پکتیکا هوايي بریدونه کړي وو تراوسه یې دتیرې شپې د بریدونو په هکله څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي چې هوايي ځواکونو یې تیره شپه د پاکستان په خاوره کې دننه بریدونه کړي دي. د دې وزارت په اعلامیه کې ادعا شوې چې دغو بریدونو د داعش غړي په نخښه کړي دي.

د خبرپاڼې په ټکو په دغو بریدونو کې په بلوچستان او خیبرپختونخوا ایالتونو کې مهم اهداف ویشتل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې له دغو مرکزونو څخه د استخباراتي کړیو په مرسته د افغانستان پر خاوره بریدونه پلان کېدل او مخکې هم یو شمیر خونړي بریدونه ترسره شوي دي.

بریدونه د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په ساحه او د چاغۍ ولسوالۍ د ګردي ځنګل په شکرآب ساحه کې شوي دي.

خیبرپختونخوا کې دغه بریدونه د اورکزیو ایجنسۍ په قمبر خیلو سیمه کې د داعش په یو مرکز شوي دي.

دا جزئیات نه دي ورکړل شوي چې دغه بریدونه څه ډول ترسره شوي دي.

د پاکستان حکومت د طالبانو دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې له افغانستان څخه یو "ابتدایي ډرون" د پاکستان هوايي حریم ته داخل شوی و، خو سمدستي وپېژندل شو او راوغورځول شو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په خپله ایکسپاڼه ادعا وکړه چې د ترهګرو اډې د طالبانو د رژیم ترکنټرول لاندې سیمو کې دي.

د پاکستان هوايي ځواکونو یوه اونۍ مخکې د افغانستان په دریو ولایتونو کونړ، خوست او پکتیکا کې بریدونه وکړل. ملګرو ملتونو وویل په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وکړي وژل شوي او لس نور ټپیان شوي چې اکثریت قربانیان یې ښځې او ماشومان دي .

پاکستان ادعا کړې وه چې دغو بریدونو کې یې څلور هدفونه له منځه وړي او ۲۶ "ترهګر" یې وژلي دي.

د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ په نښتو کې سږکال سلګونو کسان وژل شوي دي.

د دواړو لورو تر منځ د روغې لپاره د چین ، قطر، ترکیې او سعودي عربستان هلوځلو تراوسه کومه روښانه نتیجه نه ده ورکړې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG