په افغانستان کې د څاګانو اوبه ښکته شوې دي او په تیرو دوو لسیزو کې چې یوشمیر موسسو د پاکو اوبو لپاره بمبې ایښې وې له هغوی هم په اکثر ځایونو کې اوبه نه راخیژي.
د افغانستان د چاپيریال ساتنې ادارې د دوه زره پنځه ویشتم کال په اګست کې وویل چې یو ویشت میلیونه افغانان د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لري. دا شمیره تقریبا د افغانستان نیمایي نفوس تشکیلوي.
د رزګان د مرکز ترینکوټ اوسیدونکی سید اغا وایي:
« دا خلک له اوبو سره په دومره ستونزو کې دي، چې له ډيرو لرې ځایونو څخه له یوه حمامه، له یوه بل ځایه اوبه راوړي د یو چا له ټانکۍ څخه اوبه راوړي. په ښار کې دلته موږ تقریبا په سل نه په دوه سوه کې موږ د څښاک اوبه نه لرو»
د کابل د خیرخانې مېنې اوسیدونکې، نجلا د کابل ښار په اړه ورته خبره کوي:
« اوبه نه شته، په نلو کې په هفتو هفتو اوبه نه راځي، څاه مو لرله هغه هم وچه شوې ده»
د ( میرسي کورپس) په نوم غیردولتي موسسې په یوه راپور کې څرګنده کړې ده چې د کابل اتیا په سلو کې د اوبو ځمکنۍ زیرمې ککړې شوې دي چې هم د فاضلاب او هم له نورو غیرصحیي موادو سره ګډې شوې دي چې د څښاک لپاره مناسبې نه دي.
د افغانستان په نورو ښارونو کې هم خلک له ورته ستونزو سره مخامخ شوې دي. په ښارونو کې تر ډیره اوبه د دې لپاره ککړې شوې دي چې د کانالزسیون سیستم نه لري او خلک له څاګانو سره نژدې د فاضلاب اوبو لپاره کندې کیندي چې دا اوبه د مځکې له لاندې اوبو سره یوځای کیږي او پاکې اوبه له څښاکه باسي.
د اوبو متخصص ریاض درمل وایي:
« داسې سیپتیک سیستمونه دې جوړ شي چې هغه د مځکې لاندې له اوبو سره ګډ نه شي یعني داسې سیستمونه ډیزاین شي چې په داسې ځایونو کې د مځکې د لاندې اوبو او سیپتیک سیستم ترمنځ فاصله دومره وي چې تر سلو یو نیم سل کلونو پورې دغه ناپاک مواد زموږ له اوبو سره ګډ نه شي له سلو یو نیم سل کلونو وروسته دغه مواد د بیولوژیکي لارې خپل خاصیت له لاسه ورکوي چې بیا هغه انسان او چاپيریال ته زیان نه رسوي»
د کابل او د افغانستان د نورو لویو ښارونو د کانالزسیون د ایستلو لپاره ډيرو پیسو ته اړتیا ده. د اوبو د چارو متخصص ریاض درمل د دې ستونزې د لرې کیدو لپاره د لوی سیستم پرځای د وړو کانالزسیونونو د جوړیدو وړاندیز کوي:
« موږ داسې کولی شو چې د زرو کورونو لپاره یا پنځه سوه کورونو لپاره یو غیر مرکزي سیستم جوړ کړو چې هغه نسبتا کم ځای نیسي او په کمو امکاناتو یې برابرولی شو چې فاضله مواد هلته راغونډ شي. دا د مځکې د سر سیستمونه دي، داسې نه ده چې موږ د مځکې لاندې دوی ته پایپونه جوړ کړو د مځکې په سر کې هم کولی شو چې د ویالو له لارې چې سرونه یې بند وي دغه مواد لاړ شي او یا هغه سیستمونه چې دوی جوړ کړې دي چې په هغوی کې دوی په لاس باندې همدغه مواد راباسي دې باید یو ځای جوړ شي او هلته دا مواد راشي. موږ کولی شو چې په بیالوژیکي لارو د بکتریاو په وسیله باندې همدغه فاضله مواد چې له تشنابونو نه راځي تر عمل لاندې راولو او له دې څخه موږ ګاز جوړ کړو او دغه ګاز بیرته د همدغو کورونو د استعمال لپاره وکاروو»
تر مځکې لاندې اوبه چې په افغانستان کې د څښاک د اوبو اصلي سرچینې دي د فاضلاب ترڅنګ د مځکې د سر اوبه ککړوي. د مځکې د سر اوبه چې د مځکې د تل د اوبو سرچینې دي ککړیږي او دا اوبه بیا هغسې تر مځکې لاندې نه جذبیږي لکه رڼې اوبه او که جذب شي، ممکن ترمځکې لاندې اوبه ورسره میکروبي کړي. کابل ښاروالي د دوه زره پنځه ویشتم کال په جون میاشت کې وویل چې د فاضلاب اته سوه پنځه ویشت لارې یې چې د کابل پر سیند سپرې وې، بندې کړې دي.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې پخوانی مرستیال ولي مدقق وایي چې په ښارونو کې پلاستیک کڅوړې هم اوبه ډیرې ککړوي:
« د کابل په ښار کې، د مزار په ښار کې، په هرات کې، په کندهار کې چې د ککړتیا کومې ښاري ستونزې لرو د هغې هغه عمده منبع د پلاستیکي کڅوړو استعمال دی دغه پلاستیکي کڅوړې دوکانداران د دې لپاره چې تجارت یې اعلان کړی وي دا په وړیا شکل خلکو ته توزیع کوي او خلک هم پرته له دې چې فکر وکړي خپله سودا په یوه کڅوړه کې اچولی شو د هغه په ځای پنځه کڅوړې خپلو کورونو ته وړي. په کور کې دغه کڅوړې غوټه شوې وي، دغه زحمت ځان ته نه ورکوي چې دا غوټه خلاصه کړي، له دغې کڅوړې بیا استفاده وکړي. په یو شکل یې څېرې کوي، خپله سودا ترې اخلي، بیا یې د خځلو په ځای کې اچوي. د دې لپاره چې پلاستیکي کڅوړې وزن نه لري په کم شمال هوا ته پورته کیږي اکثر بیا بیرته ویالو ته لویږي، چې ویالې ته ولویده او اوبه راغلې اوبه په دې کڅوړه کې ننوځي نو هغه لاره بندوي. د کابل په ښار کې چې ورته ګورې دا ټولې ویالې همدغو پلاستیکي کڅوړو بندې کړې دي»
ښاغلی مدقق وړاندیز کوي، که پلاستیکي کڅوړې له مجبوریته کورته راوړو، بیا باید د خپل چاپیریال لپاره سم چلند ورسره وکړو:
« د پلاستیکونو د مدیریت لپاره ډیر اسانه کار دا دی، که چیرته زموږ هیوادوال هغه ریسایکل او بیا استفاده نه کوي، لږ تر لږه دې دا عادت خپل کړي چې له کومې پلاستیکي کڅوړې استفاده کوي هغې ته دې دوه درې غوټې ورکړي بیا دا شمال هم نه شي پورته کولی او بیا نه شي کولی چې چیرته کوم منفذ هم بند کړي»
په افغانستان کې یوشمیر نړیوالې موسسې هڅې کوي چې خلکو ته پاکې اوبه چمتو کړي. په دې لړ کې یونیسف په دوه زره څلرویشتم کال کې په افغانستان کې شپږ لکه اته اتیا زره کسانو ته پاکې اوبه چمتو کړې دي، د ملګرو ملتو پرمختیایي ادارې( یو این ډي پي) د دوه زره پنځه ویشتم کال په جون کې وویل چې د یولک او نهه دیرش زره افغان کورنیو د څښاک د اوبو غم یې کړی دی. اروپایي اتحادیې هم په دوه زره پنځه ویشتم کال کې ژمنه وکړه چې له اړمنو کورنیو سره به په افغانستان کې د لاسي بمبو او څاګانو په ایستلو کې مرسته وکړي، خو که چیرته عام خلک د اوبو د ککړتیا غم ونه خوري ممکن افغانان د څښاک اوبو له جدي ستونزو سره مخامخ شي.
او یونیسف خو خبرداری ورکړی، که وضعیت همداسې وي په کابل کې به تر دوه زره دیرشم کال پورې د څښاک لپاره خلک اوبه نه لري.