یو له هغو طبیعي افتونو چې افغانستان تهدیدوي، سیلونه دي. د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې پخوانی مرستیال ولي مدقق ازادي راډيو ته وویل چې د چاپیریال بدې اغیزې له وچکالي وروسته د سیلونو بهیدل دي:
« د سیلونو راتګ د اقلیم له بدلون سره مستقیمه اړیکه لري. په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په برخه کې چې کومې څیړنې شوې دي هغه دا دي چې په افغانستان کې په دوهمه کټګوري کې سیلونه دي چې خلکو ته زیات زیان اړوي»
د ۲۰۲۶ کال د لومړیو پنځو میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې د سیلونو له امله د اغېزمنو شویو شمیر د بیلابیلو ادارو د راپورونو له مخې له درې اویا زرو څخه ډیر او ښایي تر یولک کسانو هم اوښتی وي.
د ملګرو ملتونو (UNFPA) ادارې د اپریل په ۹ مه راپور ورکړ چې یوازې د مارچ او اپریل د سختو سیلونو له امله له درې اویا زره درې سوه ډیر کسان د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې اغیزمن شوي دي.
د مې په ۲۵ مه د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور ورکړ چې د کال له پيله له لس زره څخه زیاتې کورنۍ سیلونو اغیزمنې کړې دي. که چیرته د یوې کورنۍ منځنی شمیر شپږ اووه کسان وشمیرل شي، نو د دې سیل ځپلیو شمیره د شپیتو او اویا زرو ترمنځ راځي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د دوه زره څلرویشتم او پنځه ویشتم کلونو په ترڅ کې بیا د سختو سیلونو له امله تر دوه لکه اتیا زره ډیر کسان مستقیما اغیزمن شوي او شاوخوا یو میلیون نور تر خطر لاندې راغلې وو. د راپور له مخې هغه وخت سیلونو د سلګونو افغانانو ژوند اخیستی او شاوخوا څلویښت زره کورونه یې ویجاړ کړي وو.
د چاپيریال ساتنې د چارو متخصص داد محمد بهیر د وچکالي او سیلونو د بهیدو د تړاو په اړه وایي:
« بارانونه څو ډوله دي، یو نرم دي چې هغه بارانونه جذبیږي او یو هغه بارانونه دي چې په شدت وریږي او د دې لپاره چې مځکه وچه ده، نو خاورې او خړه له ځان سره وړي، له غرونو تیږي، جغل او نور شیان له ځان سره راوړي، لاندې هوارې سطحې ته او په هواره کې بیا په لوی سیل بدلیږي»
په افغانستان کې بارانونه د پخوا په څیر په خپلو وختونو نه وریږي، په ځینو سیمو کې بې وخته ورښتونه د ستونزو سبب کیږي، د کندهار د ژیړۍ ولسوالي اوسیدونکی حاجي عبیداله وایي:
« دا د اقلیم د بدلون له امله بارانونه بې موسمه وریږي، ډير شدید سیلابونه راشي چې له امله یې زموږ زراعتي مځکې لاندې کولې بیا مو موسسو ته عریضې وکړې هغوی استنادي دیوالونه راته منظور کړل، بیا چې یې دا دیوالونه راته جوړول، هم ځوانانو ته کار پیدا شو، هم مو مځکې له سیلونو څخه خوندې شوې، هم مو کانال د سیلونو له وړلو محفوظ شو»
د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتو پراختیایي ادارې، د ملګرو ملتو د اوبو او کرهڼې موسسې( فاو) یو شمیر نورو موسسو او ادارو د کندهار په شمول د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د دوه زره پنځه ویشتم کال په ترڅ کې استنادي دیوالونه جوړ کړې دي. نړیوالو موسسو د تیرو څلورو کلونو په ترڅ کې په سلګونو چیک ډیمونه هم ودان کړې دي.
چیک ډیمونه له یوې خوا د سیلاب مخه نیسي، له بلې خوا ورسره اوبه جذبیږي چې له دې سره د مځکې لاندې اوبو سطحه لوړیږيداد محمد بهیر د چاپيریال ساتنې د چارو متخصص
د اوبو او چاپيریال ساتنې د چارو متخصص داد محمد بهیر چیک ډیمونه د سیلونو د بهیدو د مخنیوي لپاره اغیزمن ګڼي:
« دا د غرو په لمنو کې په هغو ځایونو کې چې شیلې دي چې هلته اوبه راټولیږي په دغو ځایونو کې باید چیک ډیمونه جوړ شي چې څو ګټې لري؛ له یوې خوا د سیلاب مخه نیسي، له بلې خوا اوبه د مځکې لاندې جذبیږي چې له دې سره د مځکې لاندې اوبو سطحه لوړیږي»
د ښاغلي بهیر په وینا د ولسي خلکو لپاره دا ګرانه ده چې بندونه جوړ کړي خو دوی د سیلونو د بهیدو د مخنیوي لپاره کولی شي چې ونې کیږدي چې د نرمو بارانونو سبب کیږي او د سیلونو مخه نیسي:
« شینوالی ډير تاثیر لري مثلا په غرونو کې او نورو سیمو کې ونې کیږدئ، هره ونه د یو ویشت کسانو لپاره اکسیجن تولیدوي او شینوالی د سیلونو مخه نیسي، بله ګټه یې دا ده چې دغه ونې په خپله د سیلاب ممانعت کوي، دغه خاورې خړې بیا سیلونه نه شي ورسره وړی»
د ملګرو ملتو د یوشمیر راپورونو له مخې له تیرو لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د سیلونو د تلفاتو شمیر زیات شوی دی او سربیره پر دې چې ورښتونه په ژمي کې زیات وي، تلفات یې په اوړي کې زیاتیږي، په دې اړه د اوبو او چاپيریال ساتنې متخصص نجیب اله سدید وایي:
« ورښتونه په اوړي کې ډير منطقوي او سختیدای شي، ځکه چې په دوبي کې هوا ګرمه ده او کله چې هوا یوه درجه تودیږي د هوا بخارات اووه فیصده ورسره زیاتیږي چې له دې سره لمدې درنې وریځې جوړیږي چې له دې سره په اوړي کې دا خطر شته چې سخت ورښتونه شوي او په ژمي کې داسې بارانونه چې په یوې وړې سیمې کې سخت ووریږي لږ احتمال لري، ځکه چې هوا سړه ده او په سړه هوا کې وریځې ډیرې لمدې نه وي او که وي بیا یوه وړه ساحه نه نیسي پراخه ساحه نیسي چې په ژمي کې د دې احتمال لږ دی چې په یوې کوچنۍ سیمه کې سخت سیل راشي»
د سیلونو له امله په افغانستان کې د تلفاتو د زیاتیدو یو عمده علت خوړونو او سیندو ته نږدې د کورونو جوړیدل دي. د اوبو او چاپيریال ساتنې متخصص نجیب اله سدید وایي، که یو خوړ کلونه کلونه هم وچ وي ممکن یو ورځ پکې سیل وبهیږي او کله چې د هوا وړاندوینه کیږي چې په دې سیمه کې د سیلونو د بهیدلو امکانات شته دغو خوړونو او سیندونو ته نژدې استوګن باید خوندي ځایونو ته ولاړ شي، ښاغلي سدید د خوندي ځایونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
« په اسلامي هیوادونو کې جوماتونه د سیلابونو په وخت موقتي مسکن کیدای شي، همداراز مکتبونه، مدرسې داسې ځایونه دي چې د سیلونو په وخت کې د خلکو لپاره موقتي استوګنځایونه شي»
جوماتونه، مکتبونه او مدرسې داسې ځایونه دي چې د سیلونو په وخت کې د خلکو په موقتي استوګنځایونو بدلیدلی شينجیب الله سدید د چاپيریال ساتنې متخصص
ښاغلي سدید زیاته کړه چې د سیلونو په برخه کې پوهاوی ډیر مهم دی چې خلک په وخت خبر شي، خو د ښاغلي سدید په وینا په افغانستان کې په دې برخه کې ستونزې شته:
« ډیر خلک رسنیو ته لاسرسی نه لري او په افغانستان کې دا پوهاوی دقیق هم ممکنه نه دی، موږ وایو په دغه اونۍ کې باران ښایي ووریږي او سیلونه وبهیږي، خو موږ دقیق نه شي کولی چې ووایو په دغه ساعت کې په دغه سیمه کې ورښت کیږي او سیل بهیږي، ځکه چې هغه رادار په افغانستان کې نه شته. هغه رادار چې په دقیقو کې تاسو ته وایي چې د ورښت دغه موج، دغه څپه زموږ سیمې ته راځي، له دغه جهته راځي، دغومره باران او دغومره ورښت به کیږي، دلته سیل راځي، نو دا منطقي نه ده چې موږ خلکو ته ووایو چې دا سیمه تخلیله کړئ، منطقي دا ده چې خلکو ته ووایو تاسو بیدار اوسئ، هوښیار اوسئ، کیدای شي چې سیل راشي که سیل راغی تاسو باید پریکړه کړې وي چې چیرته به ځئ، د کلي جومات ته، د کلي مدرسې ته، د کلي مکتب ته»
په افغانستان کې له ژمي وروسته د واورو له ویلي کیدو سره د سیلونو خطر زیاتیږي، خو د متخصصینو په باور د اقلیم له تغییر سره به دا ګواښ یوازې په پسرلي کې نه وي، په اوړي کې به هم همدومره زیات وي او په مني او ژمي کې به یې هم خطر یو مخ له منځه ولاړ نه شي.