یو شمیر کورنۍ وايي، د ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره یې پاملرنې ښې پایلې درلودلې دي.
دوی وايي، په ځانګړي ډول د مور او پلار رول په دې برخه کې ډېر مهم دی.
د ننګرهار ولایت اصلي اوسېدونکې، د پنځو اولادونو مور، ۸۵ کلنه ستاره وايي:" ما او پلار یې ډېر کوشش کاوه، چې اولادونه مو مکتبونه ووايي، پوهنتونونه ووايي، ډېر تعلیم وکړي. "
ستاره همداراز وايي خاوند یې ډګروال او په حربي پوهنتون کې استاد و، دا چې اوس خپلې یوې لور سره له افغانستان بهر په هالند کې اوسېږي وايي، کورنۍ د ماشومانو په ښووونه او روزنه کې ډېر مهم رول لري.
نوموړی په ځانګړي ډول د مور او پلار د مسوولیت، هڅو او خواریو یادونه کوي وايي:
"زما شکر ډېر اولادونه وو، یو زوی مې ډاکټر شو، یو انجنیر شو، لورګانې مې، مشره لور مې معلمه شوه، بلې لور مې تعلیم او تربیه ویلې، بلې هم مکتب ویلی، فارمسي یې ویلې، مور او پلار د اولادونو په ښوونه او روزنه کې ډیر مهم دي."
داسې مهال چې نن سبا په افغانستان کې ډیری کورنۍ په خپلو ماشومانو د تعلیم اقتصادي توان نه لري او د طالبانو حکومت هم له شپږم ټولګي پورته په نجونو زده کړې بندې کړې دي.
د کابل اوسېدونکې یوه مور او مخکې د تربیت مجلې مسووله مدیره مینا زماني هم د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې د کورنۍ رول اغیزناک بولي.
اغلې زماني ازادي راډیو ته وویل:
" کورنۍ د ژوند لومړنی ښوونځی دی او مور او پلار د خپلو ماشومانو لومړني ښوونکي، ماشوم مخکې له دې چې خبرې کول زده کړي، د خپل مور او پلار، له کاتو، کړو او مینې ډېر څه زده کوي، کورني هغه ځمکه ده چې هلته د اولاد د شخصیت تخم کرل کېږي، که دا ځمکه په مینې، درناوي او پوهاوي غني وي نو د ماشوم نیالګی هم ښه وده کوي او ثمر ته رسېږي."
ژورنالیست یوسف هیواد دوست چې مخکې په راډیو افغانستان کې د "کورني ژوند" په نوم خپرونې لیکوال او د مشورتي بورد غړی پاتې شوی ازادي راډیو سره یې په خبرو کې بیا، د ماشومانو په ښې روزنه کې دوی سره په مینه ډېر ټینګار وکړ:
" ماشوم یو بې قیده او شرطه مینې ته اړتیا لري او باید دا مینه ورکړل شي، د هغه د باور او احساساتو جوړونکې همدا مینه ده، ماشوم چې مینه احساس کړي دی خپله هم مهربانه کېږي، زه دا له خپلو تجربو وایم، خپل کورني ژوند کې."
ښاغلی هیواد دوست د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې کورني کې یو بل ته درناوی، رېښتینولۍ او صداقت، نظم او مسوولیت، صبر او زغم ، عدالت او مساواتو، ټولنیزو نزاکتونو، دغه شان دین او کلتور ته پاملرنه هم مهم ګني.
نن د مې ۱۵ د کورنۍ نړیوال ورځ ده.
ملګرو ملتونو په ۱۹۹۳ کال کې پرېکړه وکړه چې دا ورځ په دې نوم ونوموي چې په ۱۹۹۴ کې یې رسمي نمانځنه پیل شوه.
ملګري ملتونه وايي، هر کال د دې ورځې له نمانځنې موخه، د کورنۍ ارزښت ته نړیوال پام اوښتل، له هوساینې یې ملاتړ، د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په اړه یې پوهاوی او په ټولنه کې یې د رول پیاوړتیا ده.