د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۹

یوناما: د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې لږترلږه ۳۷۲ ملکي وګړي وژل شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپل راپورکې چې نن سې شنبې یې خپورکړې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې، د جنوري له لومړۍ د مارچ تر۳۱ پورې یې په افغانستان کې د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ شخړو کې د لږترلږه ۳۷۲ ولسي وګړو وژل کیدل او د ۳۹۷ کسانو ټپي کیدل مستند کړي دي. په راپورکې ویل شوي چې ولسي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ د شخړو په نتیجه کې اوښتې.

یوناما چې په افغانستان کې پر ملکي تلفاتو څارنه کوي او راپورونه پرې خپروي، ویلي چې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د شمیرو راپور یې دریو خپلواکو سرچینو سره ارزولی او چمتو کړی دی. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې دغه درې میاشتنۍ شمیرې ترټولو لوړې شمیرې دي چې یوناما له ۲۰۱۱ کال راهیسې ندي ثبت کړي دي. د راپورله مخې په دې موده کې د ټولو وژل شویو کسانو ۱۳ یې ښځې، ۴۶ یې ماشومان او ۳۱۳ سړیان دي.

ترټولو زیات ملکي تلفات یعنې ۶۴ سلنه یې د هوایي بریدونو او پاتې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ د نښتوپه نتیجه کې رامنځ ته شوې دي

د یوناما د راپور له مخې ترټولو زیات ملکي تلفات یعنې ۶۴ سلنه یې د هوایي بریدونو او پاتې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ د نښتوپه نتیجه کې رامنځ ته شوې دي. یوناما د پاکستانیو ځواکونو په ډزو کې په نورستان کې د مرستندویه ادارې د یوې کارکونکې د وژل کیدو خبره هم کړې ده. د راپورله مخې سړو ته ډیره مرګ ژوبله په کابل کې د روږدوکسانو د درملنې پریوه روغتون چې یوازې پکې نارینه ساتل کیدل، په هوایي بمبارۍ کې رسیدلې. په دې روغتون کې د وژل شویو کسانو شمیر لږترلږه ۲۶۹ اود ټپیانو ۱۲۲ ښودل شوی دی. د راپورله مخې د ډیرو جسدونو پیژندګلوي ځکه ستونزمنه وه چې ټوټې ټوټې شوې و اویوشمیرنورچې سوځیدلې و، ګرانه وه چې هویت یې معلوم شي. یوناما دغه راز په راپورکې ویلي چې ښایي د وژل شویو شمیرې له دې زیاتې وي. د طالبانو حکومت په دې پیښه کې له ۴۰۰ څخه د زیاتو ملکي وګړو د وژل کیدو خبره کړې وه.

د دغې پیښې اړوند یوناما له خپل راپور سره د پاکستان کتبي غبرګون هم ضمیمه کړی چې وایي، په دغه برید کې نه روغتون، نه د روږدوکسانو د درملنې مرکز او نه هم ملکي تاسیسات په نښه شوي بلکې اسلام آباد ټینګارکړی چې، " پاکستان په دغه اقدام کې یوازې ترهګر او پوځي تاسیسات په نښه کړي دي."

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت همدارنګه له افغان چارواکو غوښتي چې پر روغتون په برید کې د "ورکو شویو کسانو ریکارډ ترتیب کړي" ترڅو د هغوی خپلوان وکولای شي د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه ځوابونه ومومي.

همدارنګه یوناما د جګړې له خواوو غوښتي چې د نړیوال قانون درناوی وکړي او د روغتیايي مرکزونو له په نښه کولو او یا هم د ولسي وګړو د هستوګنوپر سیمو له بریدونو ډډه وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG