د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۷

د هوا پیژندنې ریاست؛ په ۲۳ولایتونو کې د باران او له کبله يې د سیلابونو د راوتو اټکل شوی

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست او یو شمیر معتبرو نړیوالو بنسټونو نن یکشنبې د حمل ۱۶مه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د باران، تالندې برېښنا او سیلابونو د راوتو اټکل کړی.

دغه وزارت د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې په دایکندي، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، خوست، ارزګان، کندهار، هلمند، هرات، غور، فراه، بلخ، سمنګان، بادغیس، سرپل، جوزجان، فاریاب، تخار، بغلان، بدخشان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د باران د وریدو او له کبله يې د سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.

تیرو دوو اونیو کې د سیلابونو له کبله په افغانستان کې ۷۷کسان مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي
پېښو سره د مبارزې ملي اداره

په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې.

دغه وزارت په یادو ولایتونو کې له خلکو غوښتي چې د سیندونو غاړو او هغو سیمو ته چې د سیلاب خطر په کې شتون لري له نږدې کیدو او ورتګه ډډه وکړي.

دا تازه خبرداری په داسې حال کې دی چې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د سیلابونو له کبله په لسهاوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د طالبانو حکومت طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د شبنې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،" په تیرو دوو اونیو کې د سیلابونو له کبله په افغانستان کې ۷۷کسان مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي".

د لوګر ولایت اوسیدونکی اسدالله چې د وروستیو وروښتونو له کبله يې کور په بشپړه توګه نړیدلی ازادي راډیو ته يې وویل،" کوټې مې ټولې نړېدلي دي، خو زه ان دومره توان نه لرم چې پلاستیک ورته واخلم، هیڅ شی نه لرم، اورښتونو کې هر څه له منځه وړي".

دلته پرون یو فارم ونړېده چې له امله یې یو تن مړ شو او دوه تنه ټپيان شول، شهید شوی کس د کورنۍ سرپرست وو چې د هغه په مړ کېدو یې کورنۍ بې سرپرسته شو

بل پلو، د ننګرهار په هسکه مینه کې د فارم د چت د غورځیدو په پېښه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د هسکې مینې یو اوسیدونکي ازاډي راډيو ته د شنبې په ورځ وویل،"دلته پرون یو فارم ونړېده چې له امله یې یو تن مړ شو او دوه تنه ټپيان شول، او د فارم زرګونه چرګان هم له منځه لاړل، شهید شوی کس د کورنۍ سرپرست وو چې د هغه په مړ کېدو یې کورنۍ بې سرپرسته شوه، دلته یو شمېر جوماتونه او د خلکو کورونه هم نړیدلي دي".
د ننګرهار د رسنیو دفتر تر پرون شنبې په دې ولایت کې د طبیعي پېښو له کبله د ۱۳کسان مړینه او د ۳۱نور ټپي کیدل تایید کړي وو.

وروښتونو او سیلابونو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د مرګژوبله سربیره لوې لارې هم تړلي دي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت تر شنبې ورځې د کابل ــ جلال اباد د لوې لارې د بندیدو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت په ټکو، دا لار د تنګي په غارو سیمه کې د غره ښوویدنې له کبله بنده شوې ده.

دغه راز د درنې واورې ورېدنې له امله د سالنګ د لویې لارې د تړل کېدو هم ویل شوي دي، او د بلخ – او دره صوف لاره هم تړلې ده.

خو د ټولګټو وزارت ویلي چې د دغه لارو د خلاصون هڅې روانې دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې روانه اونۍ د ورښتونو له کبله د افغانستان لپاره له ګواښونو ډکه بللې ده، او له خلکو یې غوښتي چې له اړتیا پرته له سفر کولو ډډه وکړي او دغه راز د سیلابونو د راوتلو پر مهال د احتمالي مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف ځان ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG