د ملګرو ملتونو د بشري میشتندنې پروګرام یو این هبتات د کابل ښار د غیر رسمي سیمو د اوسېدونکو لپاره د اقلیمي بدلونونو پایلې اندېښمونکې بولي.
دې ادارې یکشنبه د ډیسمبر په ۲۸ مه په خپله اېکس پاڼه خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلونونه د دې ښار د غیر رسمي سیمو د اوسېدونکو لپاره جدي پیغامونه لري.
د بیان له مخې د افغانستان د ښاري نفوس له ۴۰ سلنه زیاته برخه په کابل کې ژوند کوي او په وینا یې له هرو پنځه کسانو څخه څلور یې په غیر رسمي سیمو کې میشت دي.
غیر رسمي، غیر پلان شوي کورونه معمولا د قانوني چوکاټ څخه بهر او د ښاري نقشې له څارلو پرته رامینځته کیږي او ډیری دا سیمې له زیربنایي اساسي خدمتونه لکه پاکې اوبه، بریښنا، د ککړو اوبو مدیریت سیسټم او عامه ترانسپورت لږه ګټه پورته کولای شي.
په همدې حال کې د پلازمینې د ځینو غیر رسمي سیمو یو شمېر اوسېدونکې وايي د ښاري خدمتونو د نه موجودیت تر څنګ اقلیمي بدلون او دغه راز د ژمي په موسم کې د اورښتونو کمښت دوی له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل ښار د اتمې ناحیې یوه اوسېدونکې مرتضی ازادي راډيو ته وویل:
«موږ دلته په غیر پلاني سیمه کې ژوند کوو، د اوبو سیستم مو نشته، د فاصلای سیستم هم خراب دی، له بله خوا اقلیم هم بدل شوی دی، او وچکالي هم زیاته شوې ده، سره له دې چې ژمی دی، خو هوا د تیر کال په پرتله ګرمه ده، باران نه دی شوی او ناروغۍ هم زیاتې شوې دي، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»
د کابل د احمد شاه بابا مېنې یوه اوسېدونکي رحیم هم ورته شکایت وکړو.
«کله چې باران کیږي، سړکونه له اوبو ډکیږي، سړکونه او کوڅې تنګې دي، کله چې په کوڅو کې دوه موټر سره مخامخ شي بیا لاره بنده وي، کله چې باران کیږي، اوبه د خلکو کورونو ته ننوځي او خلک له خپلو کورونو نه نه شي وتلی.»
په همدې حال کې د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالي وايي هڅه روانه ده چې د دې ښار غیر پلاني سیمې منظمې شي او اړین خدمات ورته وړاندې شي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل:
«کابل ښاروالۍ هر کال پراختیايي پلانونه لري چې غیر پلان شوې سیمې منظمې شي، په تېرو څلورو کلونو کې ۳۷۰ کیلو متره نوي سړکونه جوړش وي دي، او دا ټولې هڅې د همدې لپاره دي چې غیر نقشه شوي سیمې نقشه شي.»
کابل د لوړ نفوس او د ښار د خدماتو د نشتوالي له امله د اقلیمي بدلونونو او د هوا د ککړتیا په وړاندې د زیان منونکو ښارونو له ډلې شمېرل کیږي.
د ملګرو ملتونو د بشر مېشتېدو پروګرام “یو ان - هبیتات" مخکې ویلي وو چې د افغانستان ډېری خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې په غیرپلاني او غیر رسمي سیمو کې ژوند کوي چې د دغه سازمان په خبره، د اقلیم له بدلون او طبیعي پیښو لکه سیلابونو، زلزلو او د اوبو له کمښت سره مخ دي.
یو این هبتات دغه راز ویلي وو چې ډیری راستنېدونکې افغانان په ښارونو کې استوګنه غوره کوي او دې کار د ښارونو په عامه خدماتو فشارونه زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان آی آو آیم له دې وړاندې اعلان کړی وو چې د روان کال کې په لومړیو څلورو میاشتو کې له ۳۰۰ زرو زیات افغانان د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ، اقلیمي بدلونونو او د تېرو څو لسیزو د بې ثباتۍ له امله په کور دننه بې ځایه شوي یا له بهر راستانه شوي دي.
د مرسي کورپس په نوم نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی وو چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به کابل د اوبو له جدي بحران او وچکالي سره مخ شي.
دې سازمان د کابل اوسنی نفوس ۷ میلیونه کسان بللی وو داسې مهال چې د معلوماتو پر بنسټ دا ښار له ۶ تر ۸ لکه کسانو لپاره طرحه شوی دی.
د افغانستان د ملي پراختیا شرکت د پلان او انجینرۍ د برخې پخوانۍ ریسه خالدې توکلي ازادي راډيو ته وویل ې د کابل غیر رسمي یا غیر پلاني سیمې د اقلیمي بدلون له تر ټولو ډېرو زیانمنونکو سیمو څخه دي.
«په کابل کې غیر پلاني پراختیا د څو کلونو د اغیزمن مدیریت او د دوامدارو پراختیايي پالیسیو د نشتوالي پایله ده، دغه وضعیت کابل د سېلابونو، د اوبو کمښت، د تودوخې زیاتوالی او د چاپیریال د ککړتیا په وړاندې شدیداً زیانمن کړی دی.»
نوموړې وویل د دې ستونزې د حل لپاره باید لومړی یو بشپړ عملیاتي ښاري پلان جوړ شي څو د ښار د بې نظمۍ مخه ونیول شي.
د چاپیریال ساتنې د برخې یو شمېر کارپوهان هم د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوې چاپیریالي ستونزې جدي بولي او ټینګار کوي چې د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او حکومتونه باید د نویو ودانیو د جوړولو پر مهال شنو سیمو ته پاملرنه وکړي.