د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۷

د څیلې لومړۍ ورځ، د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو خلک د برښنا له ډېرې پرچاوۍ شکایت کوي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې دوی د ترکمنستانه ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا د انتقال لین بیا نښلولو باندې کار کوي. د دې شرکت اعلامیه کې چې تیره ورځ یې پر ایکس پاڼه خپره کړې، ویل شوي چې د شدیدو واورو او یخنۍ له امله د برښنا دا لین پرې شوی دی.

په داسې حال کې چې نن د څیلې لومړنۍ ورځ ده، د پلازمینې کابل په ګډون اکثره لوی ولایتونه د برښنا له ډېرې پرچاوۍ سره مخامخ دي چې د خلکو ژوند یې ور تریخ کړی دی.

دوی وایي، د ژمي په سړو ورځو او شپو کې د برېښنا پرې کېدل او بې ثباتي یې د دوی د کورونو د ګرمولو، د ګرمو اوبو چمتو کولو، پخلي او د ماشومانو او لویانو ته د رسېدنې په برخه کې ستونزې رامنځته کړې دي.

د هرات ولایت یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د برېښنا د نشتوالي له امله د تودوولو وسایلو کارول محدود شوي او اړ دي چې په سخته سړه هوا کې ساعتونه وخت تیر کړي.

هوا ډېره سړه ده، برښنا هم نشته چې کله وي هم پرچاوي لري، له پرون راهیسې تورغونډۍ خوا ته د برښنا څو ستنې نړېدلې دي او بې برقي ده، ټلیفونونه چارج نه لري، برښنا نشته، زغال نشته، ستونزې ډېرې دي له سړو او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان یو.”

د کابل د شمالي سیمې یوې بلې مېرمنې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، هم وویل:“په ژمي کې برښنا کمېږي، هېڅ نشته، دا څو ورځې کاملا بې برښنا یو، په ټولو نورو کارونو کې له ګازه کار اخلو، یو زموږ ټلیفونونو چارج نه درلود او ګل وو، د کابل په ځینو سیمو کې برښنا وه خو دلته نه وه، برښنا چې نه وي زموږ ټول کارونه لکه پخلی، د چای چمتول کول او د جامو مینځلو لپاره د ګرمو اوبو برابرول ټولو ته له ګازه کار اخلو.”

د دې ولایتونو اوسیدونکي ټینګار کوي چې د ژمي په موسم کې د برېښنا پرله پسې پرې کېدل جدي ننګونې رامنځته کوي او د طالبانو حکومت له چارواکو څخه غواړي چې دې وضعیت ته رسیدنه وکړي.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر تایید کړې چې له ترکمنستانه د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا لیږدونکی لین د شنبې په سهار د «دسمبر په ۲۰ مه» پرې شوی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت وايي چې هڅه کوي دا لین بیا وصل کړي، چې تخنیکي ستونزه په کې وه او د درنو واورو او یخنۍ له امله پرې شوی دی.

د دې شرکت په خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ د «دسمبر په ۲۱ مه» په ایکس پاڼه خپره کړې، ویل شوي چې تخنیکي ټیمونه د هرات ولایت د بغرچر بند سیمې ته لیږل شوي ترڅو زیان ترمیم کړي، چې پکې یوه ویجاړه شوې ستنه، یوه کږه شوې ستنه، پنځه پرې شوي لینونه او دوه زیانمن شوي براکټونه شامل دي.

د خواله رسنیو لسګونو کاروونکو په ځانګړې توګه د کابل اوسېدونکو د دې اعلان په غبرګون کې، د افغانستان برښنا شرکت اړوند د ټولنیزو رسنیو د تبصرو په برخه کې لیکلي چې دوی له تیرو دوو ورځو راهیسې د برښنا له پرې کېدو سره مخ دي.

دوی نیوکه وکړه چې ولې د برښنا د پرې کېدو مخنیوي لپاره په ځانګړي توګه په خبره یې د هوا د خرابو شرایطو لپاره له وړاندې تدابیر نه دي نیول شوي، او ټینګار کوي چې ورته پیښې په تیرو کلونو کې هم رامنځته شوې وې.

په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د سړې هوا او د برښنا د مصرف د زیاتوالي له امله په مختلفو ولایتونو کې د بریښنا پرې کېدل او بې ثباتي زیاتیږي، او دا وضعیت د خلکو ژوند او د مرکزونو لکه روغتونونو او نورو عامه مرکزونو فعالیتونه ستونزمن کوي.

سربیره پردې، په نورو قضیو کې هو د طبیعي پیښو، تخنیکي ستونزو او خرابو لینونو په څیر عوامل د هیواد په ځینو برخو کې د برښنا د پرې کیدو یا کمیدو لامل شوي دي.

د اکتوبر په نیمایي کې هم له ازبکستانه د ۲۲۰ کیلو ولټ لیږددونکې وارداتي برښنا لین د زلزلې له امله خراب شو، چې د کابل په ګډون په ۱۱ ولایتونو کې د برښنا جریان یې د پام وړ کم کړ.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د خپلې اړتیا وړ برښنا د ازبکستان، ترکمنستان، ایران او تاجکستان په ګډون ګاونډیو هیوادونو، څخه تامینوي.

د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (یو ان هبیتات) یوه اونۍ مخکې وویل چې په افغانستان کې د برښنا تکراري پرې کیدو د خلکو ورځني ژوند ګډوډ کړی او اقتصادي فعالیتونه یې محدود کړي دي.

«یو ان هبیتات» ټینګار وکړ چې په ټول افغانستان کې کورنۍ هره ورځ د برښنا پرې کیدو سره مخ دي، چې د اوږدمهاله او دوامداره حل لارو لپاره بیړنۍ اړتیا ښیي.

XS
SM
MD
LG