د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۱

جرمني وايي شاوخوا ۶۵۰ افغانان چې په جرمني کې د مېشتېدو په تمه و، رد شوي دي


د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، شاوخوا ۶۵۰ افغانانو ته چې په جرمني کې د منل کیدو د ځانګړي پروګرام له لارې د ویزو په تمه وو، خبر ورکړل شوی چې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

د جرمني ډي پي اې خبري آژآنس د راپورله مخې دې وزارت د دوشنبې په ورځ دې آژانس ته وویل چې "له هر اړخیزې بیاکتنې وروسته دا پرېکړه وشوه چې د دغو افغانانو د منل کیدو د ژمنې لپاره نور کوم اساس موجود نه دی."

د وزارت په وینا، اغېزمنو کسانو ته په تېرو ورځو کې په لیکلې بڼه خبر ورکړل شوی دی.

دا اقدام وروسته له هغې کیږي چې د جرمني حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې غواړي یوشمیرهغو افغانانو ته د رد رسمي لیکونه واستوي چې په اوس وخت کې په پاکستان کې د جرمني د ویزې په تمه دي او دا کارځکه کوي چې" نور د منلو لپاره سیاسي لېوالتیا نشته."

خو د راپورله مخې د منل کیدو د دوو نورو پروګرامونو له لارې لاهم د دې تمه شته چې څو سوه نور افغانان، ښځې او نارینه جرمني ته ولیږدول شي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت د دغو افغانانو شمیرټولټال ۷۰۱ تنه یاد کړی چې په خبره یې اوس په پاکستان کې منتظراو د جرمني د حکومت له ملاتړڅخه برخمن دي. دا هغه افغانان دي چې جرمني ورسره د منلو ژمنې کړې او پردوسیو یې غور روان دی.

د افغانستان لپاره د منلو په فدرالي پروګرام کې شامل ۶۱۹ تنه یې د هغو ۸۲ نارینه او ښځینه پخوانیو کارکوونکو د کورنیو غړي او خپلوان دي چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو څه باندې څلور کاله وړاندې یې په دې هیواد کې د جرمني له ادارو سره کار کړی و.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې چې طالبانو کابل ونیو ډېری هغه افغانان چې مخکې یې له بهرنیو ځواکونو او ادارو سره کار کړی و، له دې ویرې چې طالبان به غچ ترې واخلي، د ځان ژغورلو لپاره پاکستان ته وتښتېدل.

ډېری افغانې کورنۍ له میاشتو او ان کلونو راهیسې په اسلام آباد کې بندې پاتې دي او له هغه هیواده د وتلو انتظار باسي. د جرمني محافظه ‌کاره ائتلافي حکومت په مې په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، د ځانګړو زیانګالو افغانانو لپاره د بیا مېشتېدو پروګرام وځنډاوه.

په دې پروګرام کې د جرمني ادارو او بنسټونو پخواني ځایي کارکوونکي لکه وکیلان او خبریالان، د هغوی خپلوان، او هغه کسان شامل وو چې د طالبانو له خوا د ځورونې له خطر سره مخ وو.

د دې پروګرام له ځنډیدو سره سره یوشمیرافغانان چې د جرمني په محاکمو کې یې دعواوې ګټلي په دې بریالي شوي چې د جرمني ویزې ترلاسه کړي. د راپورونو له مخې د دغو افغانانو شمیرچې ویزې یې ترلاسه کړي او جرمني ته لیږدول شوي، له درې سوه کسانو اوړي. دوې په چارټرالوتنو کې له اسلام آباد څخه د ترکیې استانبول او له هغه ځایه جرمني ته انتقال شوي دي.

د راپورله مخې پاکستان جرمني ته د روان کال ترپایه وخت ورکړی چې د خپلو پروګرامونو له مخې دې ټول افغانان هغه هیواد ته ولیږدوي که نه هغوی به بېرته افغانستان ته ډیپورټ شي.

تېره میاشت، د جرمني حکومت یوشمیردغو افغانانو ته چې په پاکستان کې جرمني ته د تلو په تمه وو، وړاندیزوکړچې که له دغه پروګرام څخه ووځي او جرمني ته له تلو ډډه کوي، نو به ورسره د پیسو مرسته وکړي. ویل کیږي چې لسګونو کسانو چې دقیق شمیرندی ښودل شوی، دغه وړاندیز منلی دی.

XS
SM
MD
LG