د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۶

محمد صادق: د افغانستان خلک ډېر ځوریدلي او د ښه وضعیت مستحق دي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښ دوام د ده په ​​باور، د سیمې د امنیت لپاره له جدي ننګونو دی. محمد صادق پرون په تهران کې د "د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه کې" دا څرګندونې کړي.

محمد صادق، د یکشنبې په ورځ د «دسمبر په ۱۴مه» په تهران کې "د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه" کې زیاته کړې، چې د افغانستان خلک په کافي اندازه ځوریدلي او د ښه وضعیت مستحق دي.

نوموړي وړاندې ټینګار کړی چې د افغانستان اوسني واکمنان باید د خلکو د کړاوونو او ستونزو د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي.

صادق خان چې پر خپله ایکس پاڼه یې د خپلې وینا یوه برخه هم خپره کړې زیاته کړې چې په دې برخه کې تر ټولو مهم ګام له هر ډول ترهګرو ډلو د افغانستان د خاورې بشپړه او له تبعیض پرته پاکول دي.

محمد صادق دا هم ویلي چې یوازې هغه افغانستان به چې د ترهګرو پټنځای نه وي،د ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو باور جلب کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، او د طالبانو حکومت هم تر اوسه د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو د طالبانو حکومت تر دې مخکې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او شتون ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هیڅ چا یا ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

د سرحدي نښتو وروسته، څه باندې دوه میاشتې وړاندې د طالبانو او پاکستاني پلاويو ترمنځ خبرې اترې وشوې ترڅو ستونزې او په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په اړه د پاکستان تورونه حل شي، خو دواړو خواوې کومې پایلې ته ونه رسیدل او طالبانو دا تورونه رد کړل.

په ورته وخت کې، یو شمیر سیاسي کارپوهان د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ ترینګلو اړیکو ته په اشارې وايي چې پاکستان له څه مودې راهیسې په نړیوالو غونډو کې د طالبانو په اړه ادعاوې کوي، او ممکن دا چې د طالبانو حکومت نه غوښتل په دې غونډه کې له پاکستان سره مخ شي، برخه یې نه ده اخیستې:

له دې ډلې سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې دي او دواړو هېوادونو حکومتونه که نړیوالو کنفرانسونو کې وي که دوه اړخیزو ناستو کې، یو پر بل تورونه لګوي او دا په دې معنی ده چې لا هم د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړیکو پر وړاندې یو ترینګلی سفر شته.”

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په دې غونډه کې وویل چې ایران د افغانستان (طالبانو حکومت) استازو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه او په دې باور وو چې د دې استازي شتون کولای شول سیمه ییزو مسلو کې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ادغام پروسه ګړندۍ کړي، خو طالبانو په دې غونډه کې ګډون ونه کړ او ایران د دوی پریکړې ته درناوی لري او دا موضوع به دوه اړخیزې اړیکې اغیزمنې نه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د "د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه کې" ټینګار کړی چې سیمه د افغانستان په اړه د همکارۍ لپاره تر بل هر وخت ډیر همغږي او دوامداره چوکاټ ته اړتیا لري؛ یو داسې چوکاټ چې د هغه په وینا، په همغږۍ، ګډو ګټو او ګډ امنیت تمرکز وکړي او له مقطعي سیالیو لرې شي.

په افغانستان کې د ایران سفارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې ګډون کوونکو پلاوو افغانستان سره د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ ترڅو د اقتصاد پراختیا او د دې هیواد د خلکو د ژوند ښه کولو او د افغانستان او د سیمې د هیوادونو په وړاندې د ترهګرو ډلو د هر ډول فعالیتونو ګواښونه له منځه یوسي.

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او روسیې د ځانګړو استازو غونډه د یکشنبې په ورځ د «دسمبر په ۱۴مه» په تهران کې د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د افغانستان د چارو د ځانګړو استازو په ګډون د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب ترسره شوه، چې موخه یې د ګډو ننګونو او ناورینونو د مدیریت لپاره د یوې منسجمې او دوامداره سیمه ییزې تګلارې د رامنځته کولو په اړه بحث کول وو.

د روسیې، چین او نورو هیوادونو د استازو رسمي او مستقیمې څرګندونې چې د تهران په غونډه کې یې ګډون کړی و، تر اوسه نه دي خپرې شوي.

XS
SM
MD
LG