د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۵

نړۍ

د ډونالد ټرمپ ادارې ۵۵ ایرانیان له متحده ایالتونو اخراج کړل

ارشیف
ارشیف

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، هغه ۵۵ تنه اتباع یې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اخراج کړي، ایران ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت د قونسلي چارو مشر مجتبی شصتي کریمي ویلي ( له اخراج شویو سره د غیر انساني چلند راپورونه ترلاسه شوي) دي.

دا دویمه ډله ایرانیان دي چې امریکا یې اخراجوي.

لومړنۍ ډله په میزان میاشته کې ایران ته استول شوې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اوکراین ولسمشر له اروپایي متحدانو سره د خبرو په هدف نن لندن ته سفر کوي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي نن دوشنبه لندن ته ولاړ شي او هلته د بریتانیا په ګډون له خپلو اروپایي متحدانو فرانسې، جرمني او ایټالیا سره وګوري.

دغه بحثونه به له روسیې سره د سولې پر پلان او دغه راز اوکراین سره د پوځي مرستو پر دوام متمرکز وي.

د لندن بحثونه د امریکا په فلوریدا کې د اوکرایني او امریکایي چارواکو تر درې ورځنیو خبرو وروسته پلان شوي دي.

که څه هم دواړو لورو دا خبرې مثبتې بللي، خو د پام وړ کوم پرمختګ په کې ونه شو.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره وایي، خپله وروستۍ هڅه کوي چې د روسیې او اکراین ترمنځ جګړه ودروي.

اسراییل غواړي خپل ځواکونه د سوریې په جنوب کې پریږدي، خو سوریه اسراییل د کړکیچ په پراخولو تورنوي

د سوریې او د جولان لوړو ترمنځ سرحدي سیمه
د سوریې او د جولان لوړو ترمنځ سرحدي سیمه

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو وایي، هوډ لري چې ځواکونه یې د سوریې د جنوب په حایل زون کې پاته شي.

نوموړي پرون یکشنبه له خپلو سفیرانو سره یوه غونډه کې ویلي، هیله من دی چې د سوریې د جنوب د غیر پوځي کېدو په اړه هوکړې ته ورسیږي، خو په وینا یې بیا به هم هلته خپل ځواکونه ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع اسراییل نورو هېوادونو ته د کړکېچ په غځولو تورن کړ.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د الشرع اشاره د سوریې په جنوب کې د اسراییل دوامداره هوایي بریدونو او بمباریو ته وه.

اسراییل تېر کال د بشار الاسد د رژیم تر ړنګېدو وروسته د جولان لوړو او سوریې ترمنځ حایل زون ته، چې د ملګرو ملتونو له خوا اداره کیږي، پوځیان واستول.

اسراییل دا کار د ځان د خوندیتوب او له هغه ځایه د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره مهم بولي.

روسیې او اوکراین بیا یو پر بل د ډرونونو او توغندیو حملې کړې دي

د اوکراین پر کریمینچوک ښار د روسي ځواکونو حملې (آرشیف)
د اوکراین پر کریمینچوک ښار د روسي ځواکونو حملې (آرشیف)

روسي ځواکونو تېره شپه د اوکراین پر کریمینچوک ښار د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې په ښار کې د اوبو او برښنا جریان وځنډېد.

د کریمینچوک ښاروال ویټالي مالیڅکي نن پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې وویل چې د دې حملې د احتمالي زیانونو په اړه جزییات به له څېړنو وروسته خپاره شي.

نوموړي زیاته کړه چې د عامه خدماتو کارکوونکي د اوبو او بریښنا د شبکو د بیا فعالولو هڅه کوي.

په عین حال کې د اوکراین پوځ پرون پر روسیې د بې پیلوټه الوتکو د یوه بل برید خبر ورکړ او ویې ویل چې د مسکو د جنوب ختیځ په ۲۰۰ کیلومتري واټن کې یې د ریازان د تېلو تاسیسات په نښه کړي دي.

د ریازان والي پاول مالکوف پرون پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې په یوه صنعتي ساحه کې د ډرونونو چرې راپرېوتي خو زیان یې نه دی اړولی.

ترکیه وايي، په غزه کې د ثبات ساتونکي ځواک په اړه بحثونه دوام لري

د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر هاکان فیدان
د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر هاکان فیدان

ترکیه وايي، د غزې د ثبات ساتونکي ځواک د ماموریت په اړه خبرې روانې دي.

د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر هاکان فیدان نن (د ډسمبر ۶مه) وویل چې په غزه کې د ثبات ساتونکي ځواک د ماموریت او د عملیاتو د اصولو په ګډون بحثونه دوام لري. ښاغلي فیدان د دوحې د کلنې ناستې پرمهال په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د دې خبرو اصلي هدف باید دا وي چې اسراییليان او فلسطینیان د سرحد په اوږدو کې سره جلا وساتي.

په عین حال کې د قطر صدراعظم ویلي دي چې په غزه کې نژدې دوه میاشتنی اوربند به تر هغه مهال په بشپړ ډول عملي نه شي اسراییلي ځواکونه د واشنګټن په ملاتړ د سولې د پلان په اساس د فلسطینیانو له قلمرو څخه ونه وځي.

شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني زیاته کړه چې اوس وخت خورا حساس دی او کله چې اسراییلي ځواکونه د فلسطینیانو له قلمرو څخه ووځي نو روانو هڅو ته هغه مهال اوربند ویل کېدای شي.

مټا خپلې ‌مصنوعي ځیرکتیا مرستیال ته د نړیوالو رسنیو خبري منځپانګه ورزیاتوي

مټا شرکت اعلان کړی چې د سترو نړیوالو رسنیو خبري محتوا به د خپلې مصنوعي ځیرکتیا په مرستیال (Meta AI) کې مدغم کړي، څو د انسټاګرام، وټس‌اپ او فېسبوک کاروونکي وکولای شي له تازه او باوري معلوماتو څخه ګټه واخلي.

د دې ټولنیزو شبکو ستر شرکت د جمعې په ورځ د لیندۍ ۱۴مه (۵ ډسمبر) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د «مټا اې‌آی» مرستیال به د خبرونو اړوندو پوښتنو ته د ځواب پر مهال تر ټولو تازه راپورونه، د تفریح او د ژوند د سبک مطالب د سي‌این‌این، فاکس‌نیوز، لوموند، پیپل او یوایس‌اې ټوډې په ګډون له ګڼو رسنیو سره د همکارۍ له لارې وړاندې کړي.

د مټا په وینا، دغه نوې اسانتیا کاروونکو ته دا امکان برابروي چې «د محتوا له لا متنوع سرچینو» څخه استفاده وکړي او د مطالبو د تفصیل لپاره د ورکړل شویو لینکونو د کلیک کولو له لارې همکارو خبري ویبپاڼو ته لاړ شي.


نېټفلیکس د وارنر برادرز ستر فلمي شرکت اخلي

نېټفلیکس اعلان کړی چې د هالیووډ یو‍ تر ټولو مشهور فلمي شرکت، «وارنر برادرز» او د دې انلاین څانګې، په ځانګړي ډول «اېچ‌بي‌او» او «اېچ‌بي‌او مکس» اخلي.

د انلاین تولید او نندارې دې ستر شرکت دا پرېکړه د جمعې په ورځ، د لېندۍ په ۱۴ مه اعلان کړه.

د وارنر برادرز د بشپړ پېرود او ادغام پروسه به له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي او دا معامله به د نغدو پیسو او د سهمونو د ارزښت د تبادلې په ګډه بڼه ترسره شي.

د معاملې د نغدي برخې ارزښت ۷۲ میلیارده ډالره اعلان شوی، خو که د سهمونو ارزښت هم ورسره حساب شي، د معاملې ټولیز ارزښت شاوخوا ۸۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دا معامله یوازې د وارنر برادرز فلمي او تلویزیوني سټوډیوګانې نه، بلکې د دې شرکت مشهورې انلاین څانګې، یعنې HBO او HBO Max هم رانغاړي.

په دې توګه به د وارنر برادرز نژدې ۱۳۰ میلیون مشترکان د نېټفلیکس له شاوخوا ۳۰۰ میلیون مشترکانو سره یوځای شي.


د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ګروپونو د ټاکلو مراسم جوړ شول

د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو د ګروپونو د ټاکلو مراسم پرون (جمعه) په واشنګټن ډي سي کې د درو هیوادونو د مشرانو په ګډون په یو لړ مراسمو کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د مکیسیکو ولسمشره کلودیا شاینباوم او د کاناډا صدراعظم مارک کارني ګډون درلود چې هیوادونه یې په ګډه د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د اتلولیو کوربانه دي.

دا لوبې د اته څلویښت هیوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکي کال د جون په یوولسمه پیلیږي او د جولای په نولسمه به یې پایلوبه ترسره شي.

د یادونې ده چې تر اوسه دوه څلویښت لوبډلې توانیدلي دي چې دې جام ته لاره ومومي او پاتې شپږ ټیمونه به د مارچ په میاشت کې د غوراوي سیالیو په ترڅ کې معلومې شي.

دا مسابقې به د مکسیکو په مکسیکوسیټي، ګوادا لاخارا او مونټري کې ترسره شي.

په کاناډا کې تورنتو او ونکوور ښارونه د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته غوره شوي دي.

په همدې حال کې فیفا یا د فوټیال نړیوال فدراسیون ویلي چې سر له اوسه د سیالیو تر ۲ میلیونه ډېر ټکټونه پلورل شوي دي.

پوتین: که اوکرایني ځواکونه شاتګ ونه کړي، دونباس به په زور ونیسو

د روسیې ولسمشر یو ځل بیا د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې په اړه خپله پخوانۍ ادعا تکرار کړه او ویې ویل، که د اوکراین ځواکونه له دې سیمې څخه شاتګ ونه کړي، نو روسیه به هغه په زور ونیسي.

ولادیمیر پوتین له «انډیا ټوډې» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل:

«یا به موږ دا سیمه د خپل پوځ په زور آزادوو، او یا به اوکرایني ځواکونه په خپله ترې وځي.»

د پوتین اشاره د دونباس سیمې ته وه چې د دونیڅک او لوهانسک له دوو ولایتونو جوړه ده.

د پوتین د مرکې ځینې برخې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه دسمبر ۴) هند ته د ده تر روانېدو مخکې خپرې شوې.

د روسیې تر بشپړ پوځي یرغل مخکې، د مسکو له ملاتړه برخمنو بېلتون‌پالو ځواکونو په دې سیمه کې نژدې اته کاله جګړه وکړه، خو هغوی ونه توانېدل چې ټول دونباس ونیسي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ویلي، هغه خاوره چې روسیې په خپله په زور نه ده نیولې، هېڅکله به یې روسیې ته د ډالۍ په ډول ور نه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیه دا مهال د اوکراین شاوخوا ۱۹.۲ سلنه خاوره اشغال کړې ده.

د فوټبال د نړیوال جام ګروپونه به نن مشخص شي

ټاکل شوې ده چې نن) د ډسمبر ۵ مه) په واشنګتن ډي سي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دوه زره شپږ ویشتم کال د فوټبال د نړیوال جام د لوبډلو ګروپونه مشخص شي.

تمه ده چې په دې مراسمو کې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د مکسیکو ولسمشره ګلاودیو شینباوم او د کاناډا صدراعظم مارک کارني هم برخه واخلي.

د امریکا متحد ایالتونه، کاناډا او مکسیکو د دغو سیالیو ګډ کوربانه دي.

دا لوبې د اته څلویښت هیوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکی کال د جون په یولسمه پیلیږي او د جولای په نولسمه به یې پایلوبه ترسره شي.

د یادونې ده چې تر اوسه دوه څلویښت لوبډلې توانیدلي دي چې دې جام ته لاره پيدا کړي او پاتې شپږ ټیمونه به د مارچ په میاشت کې د غوراوي سیالیو په ترڅ کې معلومې شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG