ایا ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ په حل کې رغنده رول لوبولی شي؟
ایا ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ په حل کې رغنده رول لوبولی شي؟ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل او اسلام آباد ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ایران د وړاندیز هرکلی کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د یکشنبې په ورځ وویل چې پاکستان به د ایران د منځګړیتوب وړاندیز ته نه ونه وایي او زیاته یې کړه چې ایران یې یو ورور او دوست ګاونډی دی. . په دې اړه نوریاس نوري د سیاسي چارو له شنونکي او په اسلام آباد کې له پخواني افغان ډیپلومات زردشت شمس سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ایا ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ په حل کې رغنده رول لوبولی شي؟