دا سړک چې د دې ولایت د نهو ولسوالیو خلک تګ راتګ کوي، پخوا پوخ شوی وو، چې اوس خراب شوی او په دې سره د دویم ځل لپاره نوی جوړیږي.
د پکتیا د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، دا چې دا سړک اوږد دی، نو په څو برخو ویشل شوی، چې په لومړي پړاو کې به يې ۲۵ کیلومتره د ۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول جوړ شي.
د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د بالاده له کلي د دې ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مسیر د غځیدلي لارې د یوې برخې ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې کارونه پیل شوي دي.
په دې مسیر چې د احمدابا، سیدکرم، ځاځي اریوب، میرزکه، احمدخېل، لجې منګل، جاني خېل، څمکني بیا تر ډنډ پټان پورې خلک تګ راتګ کوي، په اوس وخت کې ډېره خرابه شوې او ځینې برخې يې دومره ویجاړې دي، چې باران او واورې په وخت کې د موټرو تګ راتګ ورباندې ډېر ستونزمن وي.
د پکتیا د ټول ګټو چارو ریاست مسوولین وايي، دا سړک د ډنډ پټان تر صفري نقطې۸۶ کلیومتره اوږدوالۍ لري، خو اوس يې د ۲۵ کیلومترو په اوږوالي اوله برجه جوړیږي، چې ټول ورباندې اوه سوه میلیونه افغانۍ لګښت کیږي.
د پکتیا قومي مخور وايي، د مرکز ګردیز څخه بیا د ډنډ پټان تر صفري نقطې د سړک اساسي رغونه، په دې مسیر د ټولو اوسیدونکو ګډه غوښتنه وه، چې دا دی د یوې برخې د رغولو کار يې عملاً پیل شو.
د پکتیا یو بل اوسیدونکی محمداصف هم وايي، چې په دې لاره نه یوازې د ګڼو ولسوالیو اوسیدونکي تګ راتګ کوي، بلکې سوداګریزه لاره هم ده، چې د تنګوالي او خرابۍ له کبله ورباندې تګ راتګ ستونزمن شوی وو. دی زیاتوي، په دې سړک کې به یو شمېر ځايي اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
یو بل ځايي مشر اسلام دین پکتیاوال وايي، هغه کسان چې د دې ولایت د اساسي برخو رغونې ته پام کوي، د دې ولسونو په حافظه کې پاتې کیږي.
د یادونې وړ ده د پکتیا په دواړو څنګ لورو ولایتونو خوست او پکتیا کې هم په ورته توګه د ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ډیری سړکونه چې ټولګټو چارو ادارو پورې اړوند دي او لس پنځلس کاله وړاندې جوړ شوي، تر ډېره زیانمن شوي او خلکو يې بیا بیا د رسنیو سره په خبرو کې په اساسي توګه د ساتنې او رغونې غوښتنې کړې دي.