د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۶

افغانستان د فوټسال د اسیایي لوبو اتلولي وګټله؛ خلکو د شپې دا اتلولي په جشنونو ولمانځله


د فوټسال افغان ځوانانو ټیم
د فوټسال افغان ځوانانو ټیم

افغان ځوانانو د اسیایي لوبو پایلوبه ۲ پر ۱ له ایران وګټله.

دا په اسیايي لوبو کې د افغانستان د فوټسال لومړنۍ اتلولي ده.

ایران دویم مقام وګاټه، ټایلند دریم شو او ازبکستان هم څلورم مقام ته ورسېد.

د افغانستان د ځوانانو د فوټسال لوبډله
د افغانستان د ځوانانو د فوټسال لوبډله

د افغانستان لپاره د لوبې په لومړي میدان کې لوبډلمشر عباس حیدري په شپاړسمه دقیقه کې ګول وواهه. دویم ګول هم علي احمدي په دویم میدان کې د کارنر ضربې څخه په ګټې اخیستنې ترسره کړ. ایراني ټیم یواځې یو ګول ترسره کړای شول او تر پایه ۲ – ۱ وروسته پاته شو.

د افغانستان او ایران د فوټسال دا لوبه له څو لانجمنو شېبو ډکه وه چې څه ناڅه یې په لوبې سیوری غوړولی وو.

که څه هم د افغانستان لوبډلې په لومړي میدان کې ۵ فولونه وهلي وو او ایران ته یې د پنالټي چانس په لاس ورکړ چې بالاخره ایراني لوبغاړو تر ګټه وانخیستلی شوه خو په دویم میدان کې بیا ایراني لوبغاړو ډېرې لانجې او فولونه وکړل.

د لوبې ختمېدو ته یواځې ۵ ثانیې پاتې وې چې ایراني لوبغاړي یو فول ترسره کړ. هغه هم داسې چې کله افغان ګول ساتونکي احمد اسماعیلي وتوانېد د ایراني لوبغاړي ضربه دفاع کړي او د ګول مخه ونیسي ایراني لوبغاړي افغان ګول ساتونکی د پښې په ضربه یا لغته کلکه وواهه.

دا پېښه د لوبې داور له نږدې څارله او ایرانی لوبغاړی یې سمدستي د سره کارت په ورکولو سره له میدانه بهر کړ.

دې شېبې د ایراني روزونکو او لوبغاړو غوسه وپاروله او لوبه د څو دقیقو لپاره وځنډېده. د ځنډ په وخت ایراني لوبغاړي څو واره پر افغان لوبغاړو او روزونکو د برید په تکل ورغلل او لانجې یې سره وکړې خو د میدان د منتظمینو او داورانو له خوا له کومې لویې پېښې پرته دا شېبې کنټرول شوې.

دوارانو د لوبې د وروستیو ۵ ثانیو تر پیل مخکې یوه افغان لوبغاړي محمد اکبري، دوو ایراني لوبغاړو او د ایراني ټیم د روزونکو د ډلې څو کسانو ته سره کارتونه ورکړل او له لوبې یې بهر کړل. په دې ترتیب دواړو ټیمونو په تېره ایران د لوبې وروستۍ ۵ ثانیې په غیر معمول توګه په ډېرو کمو لوبغاړو مخته یوړه.

تر ټولو لانجمنو شېبو وروسته باالاخره افغان لوبډله اتلولۍ ته ورسېده او د لومړي ځل لپاره یې د ځوانانو له اسیايي سیالیو افغانستان د سرو زرو د مډالونو څښتن کړ.

په بحرین کې د ځوانانو د اسیایي لوبو د دریم دور پر مهال د افغانستان د فوټسال د اولس کلنو یا ځوانانو لوبډلې ټول ټال پنځه لوبې وکړې چې ټولې یې وګټلې.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه لس پر دوه له ازبکستان ګټلې وه. دویمه لوبه کې یې کوربه بحرین اوه پر صفر مات کړی وو. دریمه لوبه کې یې چین ته څلور پر ۱ ماته ورکړه. په څلورمه لوبه کې چې نیمه پایلوبه وه په لوی توپیر ۹ پر ۱ د ټایلنډ په وړاندې بریا ته ورسېد او په پایلوبه کې یې هم د ایران ټیم دوه پر یو له مخې لرې کړ.

د افغانستان د پنځو لوبو پایلې
د افغانستان د پنځو لوبو پایلې

د دې بریا په خاطر د افغانستان په پلازمینه کابل، هرات او ګڼو نورو ښارونو او سیمو کې خلکو د شپې جشنونه وکړل او د افغان ځوانانو اتلولي یې ولمانځله.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG