د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان د استازو غونډه روانه ده. د دوی لومړۍ غونډه پرون ماښام پای ته ورسېده، او تمه ده چې دا خبرې به نن بیا پیل شي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې پرونۍ خبرې په دوو پړاوونو کې د دواړو خواوو د پلاوو ترمنځ ترسره شوې.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو په وزارت کې سرچینو د نوم نه ښودلو او غږ نه خپرولو په شرط ازادۍ راډيو ته وویل، د استانبول غونډه به درې ورځې دوام وکړي او د دواړو هیوادونو تخنیکي ډلې به د اوربند د غځولو، امنیتي همکاریو ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.
د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو مخکې د اکتوبر په ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي و، او د اوسنیو خبرو پرېکړه هلته شوې وه.
د ترکیې په روانو خبرو کې د دواړو هېوادونو د ټیټې کچې استازو ګډون کړی.
د راپورونو له مخې د طالبانو د کورنیوچارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، په قطر کې افغان سفیر سهیل شاهین، د بهرنیوچارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې مشر نوراحمد نور، د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي او د دفاع وزارت استازی نوررحمان نصرت د طالبانو د حکومت استازولي کوي.
پاکستاني خبریالانو د سرچینو له قوله ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د استخباراتو مسوول، د پوځ عملیاتي مشر او د بهرنیوچارو وزارت استازی د پاکستان له اړخه ترکیې ته تللي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په دې ناسته کې له پاکستاني اړخ سره په دوحه کې د څو ورځو مخکې د هوکړې په تعقیب او د پاتې مسایلو په اړه خبرې کیږي، خو هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند ویاند طاهرحسین اندرابي په خپل اونیز خبري کنفرانس کې وویل تمه ده چې د استانبول په غونډه کې به د ستونزو د اواري لپاره پر یوه ثابت میکانیزم موافقه وشي.
نوموړي ویلي له غونډې د څارنې د یوه ټینګ او تصدیق وړ میکانیزم د جوړېدو تمه لري څو د ترهګرۍ هغه ګواښ له منځه یوسي چې د ده په وینا د افغانستان له خاوري پاکستان ته متوجه دی.
له دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ويلي و، چې که د طالبانو له حکومت سره د دوی ستونزې د خبرو له لارې نه هوارېږي، نو له افغانستان سره يې "ښکاره جګړه" ده.
خو نوموړي پرون (د اکتوبر پر ۲۵مه) د پنجاب په سیالکوټ ښار کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وويل چې له طالبانو سره يې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو پر مهال داسې احساس وکړ چې "هغوی سوله غواړي."
د افغانستان له خاورې پاکستان ته ورپېښ ګواښ هغه تور دی چې دا هیواد یې تل پر طالبانو پورې کوي خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې په وار وار رد کړي او ویلي یې دي چې ترهګري د پاکستان کورنۍ مسئله ده چې باید په خپل کور کې یې ختمه کړي.