د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۲

ډبلیو.ایف.پي: افغانستان کې لوږه په پراخېدو ده


ارشیف
ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام WFP  خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې لوږه مخ په پراخېدو ده. دغه پروګرام د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي په دې هیواد کې د خوارځواکۍ کچه هم مخ په زیاتېدو ده.

ډبیلو ایف پي ټینګار کړی چې د بودجې د کمښت له امله دوی کولای شي په کمه اندازه اړمنو ته مرستې ورسوي خو ویلي ېې دي چې د ژمې له راتګ مخکې عاجل ملاتړ ته اړتیا لري.

په همدې حال کې یو شمېر اړمنې افغانې کورنۍ وايي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د پلازمینې کابل یوه اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:"په ډېرو ستونزو د وړو، بوري او غوړیو د اخیستلو لپاره پیسې پیدا کوو، کله خو لا داسې وشي چې دا هم پیدا نه شي، ځکه کار نشته، ژوند ډېر سخت شوی دی، هره خوا چې ګورې خلک له ستونزو سره مخ دي، ډېره سخته ده چې یو انسان عاید ونه لري او لویه کورنۍ در په غاړه وي."

ډېره سخته ده چې یو انسان عاید ونه لري او لویه کورنۍ در په غاړه وي
د کابل اوسیدونکی

د بلخ ولایت یوه اوسېدونکې یوسف ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال یې دوه کوچنیان په خوارځواکۍ اخته دي او دا نه شي کولای رسېدنه ورته وکړي."موږ دلته روغتیايي مرکز ته ځو خو ماشوم ته کله یو څه ورکړي او کله یې نه ورکوي، دا لویه ستونزه ده، زما میاشتنۍ تنخوا هم کمه ده او نه شم کولای خپلو ماشومانو ته سمه رسېدنه وکم، او کوم خوراکي مواد چې د ماشومانو لپاره روغتیايي مرکز ورکوي هغه هم په دوامدار ډول موږ ته نه راکول کیږي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي پنځه ورځې مخکې خبرداری ورکړی وو چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې شپږ هیوادونه د روان کال ترپایه د بودیجې د کموالي له امله له سختې لوږې سره مخ دي.

د دې پروګرام په یو راپور کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۵ مه یې خپور کړی وو ویلي وو چې په افغانستان کې نهه نیم ملیون وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي، چې دغې لوړې شمیرې د خوړو نړیوال پروګرام اندیښمن کړی ځکه دی چې په را روان ژمي کې به وکولای شي یوازې اته سلنه بشري هدف پوره کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه ویلي چې د دې پروګرام سترتمویلونکي متحدو ایالتونو له کله چې دونالډ ټرمپ د ولسمشرپه توګه دنده پیل کړې، نړیوالې مرستې زښتې زیاتې کمې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د د اپریل په ۸ مه وویل واشنګټن په افغانستان او یمن کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره خپلې مرستې د دې له امله چې د حوثي یاغیانو او طالبانو لاس ته لویږي ځنډولي دي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې د په غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار له بندیز وروسته ډیری هیوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې یا په بشپړ ډول ودرولې.

د راپورونو پر بنسټ دا اقدام په افغانستان کې د میلیونونه کسانو د غذايي ناامنۍ او د روغتیايي او د زده کړو د خدماتو د کمښت د کمښت لامل شو.

نږدې دوه اونۍ وړاندې د اروپا پارلمان په یوه اعلامیه کې وویل چې په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې د طالبانو سیاستونه د نړیوالو مرسته کوونکو د ملاتړ د کمښت لامل شوې چې له امله په دې هیواد کې بشري ننګونې زیاتې کړي دي داسې مهال چې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د شمېرو له مخې روان کال په افغانستان کې ۲۳ عشاریه ۷ میلیونه کسان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.


XS
SM
MD
LG