د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۹

پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې ده


د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد «سون ګارډن» سیمه کې مېشت یو افغان کډوال وایي د کورنۍ غړي یې په داسې حال کې چې د اوسېدو قانوني اسناد یې درلودل، تېره ورځ (د اکټوبر په ۱۹مه) د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي او د حاجي کمپ په نوم د کډوالو یو پنډغالي ته انتقال شوي دي.

ده چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، د دوشنبې په ورځ د «اکټوبر په ۲۰مه» ازادي راډیو ته وویل: "زما له کورنۍ، ماما مې، مېرمن یې او دوه ماشومان یې وړي چې دی ۴۰ کلن، مېرمن یې ۳۲ کلنه، یو زوی یې ۱۳ کلن او لور یې ۴ کلنه ده، دا څلور کسان یې نیولي دي، حاجي کمپ ته یې انتقال کړي، اوس ترې هېڅ احوال نه لرو چې فعلاً په څه حالت کې دي او په اړه یې څه پرېکړه شوې ده، موږ ټول د کاناډا لیک هم لرو، د شارپ (د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان اړوند اداره) ټوکن هم لرو او حتی د ویزو ټرکونه هم لرو، خو دوی (پولیسو) هېڅ یو ونه منل."

له کله چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف خپلو ټولو ایالتي چارواکو ته د افغان کډوالو د ایستلو د چټکېدو امر کړی، د دوی د نیولو عملیات ګړندي شوي دي

د اسلام اباد د «بي» مرکز کې یو بل مېشت افغان کډوال هم وایي چې پولیسو د ده افغان ګاونډیان او ملګري یې په ناسم چلند سره نیولي او توقیف کړي دي:

ده هم د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته زیاته کړه: "پرون (پولیس) راغلي و او دوه درې کورنۍ او یوه مېرمن یې ونیوله چې یوازې هم وه، دروازه یې ورماته کړه، بل د عارف او د مدثر په نوم هلکان هم ونیول چې د هغوی پاسپورټونه د امریکا په سفارت کې وو."

د یادونې ده چې د اسلام اباد په ګډون له خیبر پښتونخوا او ځینو نورو ایالتونو څخه هم یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته په استول شویو غږیزو پیغامونو کې ورته ادعاوې مطرح کړي او وایي چې له تېرې جمعې راهیسې، له کله چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف خپلو ټولو ایالتي چارواکو ته د افغان کډوالو د ایستلو د چټکېدو امر کړی، د دوی د نیولو عملیات ګړندي شوي دي.

د شهباز شریف په مشرۍ د تېرې جمعې په ورځ د «اکټوبر په ۱۷مه» په یوه بېړنۍ غونډه کې، لوړپوړو پاکستاني چارواکو پرېکړه وکړه چې ټول هغه افغان کډوال چې په دې هېواد کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، له دغه هېواده وباسي.

له دغه امر وروسته تازه د اسلام اباد پولیسو اعلان کړی چې د بې اسناده افغان کډوالو پر ضد یې عملیات پیل کړي دي.

دوی د یکشنبې په ورځ (د اکټوبر په ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) د یو بیان په خپرولو زیاته کړې چې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې "غیر قانوني" افغان کډوالو د مقاومت هڅه کړې، خو په ټکو یې د پولیسو یوې لویې ډلې ۱۷ بې اسناده افغانان نیولي، بندي کړي چې په ټکو یې ژر به وایستل شي.

له دې سره هم مهاله، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ویلي چې د بې اسنادو افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروسه به لا ګړندۍ شي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم د افغان کډوالو د کمپونو د ورانولو کمپاین ګړندی شوی

سهیل افریدي له یو شمېر پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تر اوسه له خیبر پښتونخوا تر ۸ لکو افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شوي او په خبره یې، ۱.۲ میلیونه لا هم پاتې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې پاتې دا کډوال هم باید په منظم او باعزته ډول ستانه کړل شي.

د «ده نېشن» په نوم یو بلې پاکستانۍ رسنۍ هم نن دوشنبه (د اکټوبر په ۲۰مه) راپور کړی چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم د افغان کډوالو د کمپونو د ورانولو کمپاین ګړندی شوی او تازه په کې د افغانانو له ۱،۲۰۰ څخه ډېر استوګنیز او سوداګریز واحدونه ویجاړ شوي دي.

سره له دې چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرې اوونۍ له خونړۍ نښتې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې د پاکستان حکومت له خوا تړل شوي، خو کندهار کې یو شمېر طالب چارواکو مخکې له دې ویلي چې په سپين بولدک کې د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره ځینې فرعي لارې پرانیستې دي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان دواړو ګاونډي هېوادونو ایران او پاکستان د افغانانو د نیولو، بندي کولو او هېواد ته یې بېرته ستنولو لړۍ تر بل هر وخت ډېره تېزه کړې ده.

تازه لا دا چې د دغو دواړو هېوادونو سربېره، اوس نږدې ۲۰ اروپايي هېوادونو هم له اروپايي کمېسیون غوښتي چې په اروپا کې د مېشتو غیر قانوني افغان کډوالو بېرته ستنول خپل لومړیتوب وګرځوي او په دې اړه دې له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې دې یادې چارې ته اسانتیا برابره کړي.

افغانستان چې وار دمخه له اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی، د لکونو کډوالو بېرته ورستنولو دغه هېواد له ګڼو نویو کړاوونو سره مخ کړی چې دې وضعیت تل د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو او د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG