د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۳

د طالبانو دفاع وزیر په وروستیو نښتو کې د هند د ښکېلتیا په اړه د پاکستان ادعا بې ځایه بولي


د طالبانو دفاع وزیر
د طالبانو دفاع وزیر

د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د پاکستان هغه تورونه بې ځایه وبلل چې په وروستیو نښتو کې د هند لاس دی.

مجاهد د یکشنبې ناوخته په یوه مرکه کې الجزیرې ټلویزیون سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د دوی حکومت له هند سره د اړیکو پراختیا غواړي خو تر څنګ یې د خپلو ګټو او ګاونډیتوب په رڼا کې له پاکستان سره هم د ښو اړیکو په لټه کې دی.

«دا د یو تور او د یو بې اساسه ادعا تر حده پورې ویلی شو. زموږ سیاست دا نه دی چې یو هېواد د بل هېواد په ضد استفاده کړو. موږ له هند سره د یوه خپلواک هېواد په توګه خپلې اړیکې ساتو او د دغو اړیکو د لا پراختیا تر څنګ موږ له پاکستان سره هم د خپلو ګټو او ښه ګاونډیتوب په رڼا کې اړیکې ساتو. موږ د لانجو پر ځای د اړیکو د ښه والي په لټه کې یو او دا ادعاوې ناسمې دي، حقیقت نه لري. دا تورونه غیر منطقي او په هېڅ ډول شرایطو کې د منلو نه دي او د موضوع د هواري پر ځای وضعیت لا پیچلی کوي»

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تېره اوونۍ د کابینې په ناسته کې وویل چې د افغانستان او پاکستان په وروستیو شخړو کې د هند لاس دی.
هغه وویل په کوم وخت چې د ده په خبره په پاکستان برید کېده د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په هند کې وو او هند د دغو ټولو مساییلو تر شا ښکېل دی.

تر څنګ یې د پاکستان پوځي چارواکو هم په وروستیو ورځو کې په کراتو تور لګولی چې دوی د ډیورنډ په اوږدو کې د هند له ملاتړ برخمن وسله والو ډلو او طالبانو پر ضد چې په دوی بریدونه کوي عملیات کړي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دا تورونه بې ځایه وبلل او ویې ویل چې پاکستان په خپله د ترهګرو ځاله ده.
له الجزیرې سره په خبرو کې د طالبانو دفاع وزیر خبرداری ورکړ چې اجازه نه ورکوي څوک پر افغانستان برید وکړي او که داسې وکړي نو دوی یې کلک ځواب ورکوي.

«موږ په پاکستان یا د هغوی په حریم باندې تجاوز نه دی کړی. دا پاکستانیان وو چې زموږ پر ضد یې جنګ پیل کړ او زموږ سیمې یې ورانې کړې او موږ هم ورته ځواب ورکړ.»

ملا یعقوب مجاهد د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د اوربند د هوکړې یادوونه وکړه او د ځان له خوا یې د عملي کولو ژمنه وکړه.

هغه وویل چې تمه ده په ترکیه کې د یادې هوکړې د عملي کولو او ورته د ژمن پاتې کېدو په اړه لا زیات بحث وشي.

تېره اوونۍ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډیورنډ په اوږدو کې وروسته تر هغه سختې نښتې وشوې چې د پاکستان پوځ په پلازمینه کابل کې هوايي بریدونه وکړل.

د ډیورنډ په اوږدو کې د نښتو پر مهال د دواړو خواو عسکرو ته مرګژوبله اوښتې.

تر څنګ یې د پاکستان د بمباریو په نتیجه کې لسګونو افغان ملکیانو ته هم مرګژوبله اوښتې چې تر ټولو وروستۍ بېلګه یې په پکتیکا کې د دریو کرکټرانو په شمول د یو شمېر افغان ملکیانو وژنه د یادولو ده.


  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG