دوی وايي له تېرو نږدې لسو ورځو راهیسي د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې دروازې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوي چې له امله یې دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د کندز ولایت یو اوسېدونکی چې ناروغ دی یکشنبه د اکتوبر ۱۹ مه یې ازادي راډيو ته وویل، له څو ورځو راهیسي تورخم ته نږدې د یو خپلوان په کور کې د هاغاړه اوښتو او دروازې د خلاصېدو په انتظار دی:"په پاکستان کې مې جراحي عملیات کړی و، ماته روغتیا پالانو ویلي چې ۱۵ ورځې وروسته ورشم، اوس زما ورځې پوره شوي دي ما غوښتل پاکستان ته لاړم شم، خو لارې تړل شوي، زه اوس هم په تورخم کې یم دلته ډېر نور ناروغان هم شته چې له لیرې لیرې ځایونو راغلي دي او دلته د پاتې کېدو لپاره کوم ځانګړی ځای هم نه لري او له ډېرو ستونزو سره مخ دي."
بل خوا په سوداګریزو توکو بار د یو شمېر موټرو چلونکو ازادي راډيو ته وویل چې له څو ورځو راهیسي کرښې ته نږدې له هر ډول اسانتیاوو پرته د دروازې د خلاصېدو په تمه دي.
موټر چلونکی بصیر چې په غلام خان بندر کې د لارې د خلاصون په تمه دی وايي:"پنځه شپږ شپې شوې چې دلته ولاړ یو، نه د خوړلو څه لرو او نه هم د شپې تېرولو ځای شته، ان د ډوډۍ د راوړلو لپاره باید څلور پنځه کیلو متره لیرې لاړ شو، دلته ان د لمونځ او اودس ځای لا نشته، له ډېرو ستونزو سره مخ یو."
افغان سوداګر هم وايي چې د لارو د تړل کېدو له امله دوی ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د بشر خان په نوم یو افغان سوداګر چې له پاکستانه صادارات او واردات کوي ازادي راډيو ته یې وویل:"زموږ ټولې لارې چې په تازه میوې بار وې اوافغانستان غاړه ولاړې وې هغه مو بېرته جلال او لغمان ته راستنې کړې او تازه میوې مو هلته په سړو خونو کې ځای پر ځای کړې، ډېر زیانونه اوښتي، په ځانګړي ډول بزګرانو ته ځکه په اوس وخت کې د تازه میوو او سبزیو موسم دی."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي د لارو د تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه اوښتي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي یکشنبه د اکتوبر ۱۹ مه ازادي راډیو ته وویل، لا هم ټولې دروازې تړلې دي خو د دواړو لوریو د سوداګرۍ خونو ترمنځ خبرې رواني دي:"کوم مالونه چې خرابېدل، هغو مو بیرته راستانه او لیلام کړل، په دې برخه کې سوداګرو ته له ۵ تر ۶ سوه میلیونه افغانیو زیان رسېدلی دی، دغه شان د افغانستان په بازارونو کې د انګورو، مڼو، بادرنګو او رومیانو بیې چې پاکستان ته صادریږي پنځوس په سلو کې ښکته شوې دي."
نوموړي نږدې پنځه ورځې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي چې په دې اړه یې په کابل کې د پاکستان د سفارت له مسولینو سره کتلي او دواړه لوري د دروازو د خلاصېدو ملاتړ کوي خو په خبره یې دا مسله د اقتصاد وزارتونو پورې اړه نلري بلکې د امنیتي او سرحدي ادارو پورې اړه لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تورخم او سپین بولدک – چمن په ګډون د انګور اډې، غلام خان او خرلاڅي په نوم ټولې لارې د اکتوبر په ۱۱ مه تر سختو نښتو وروسته وتړل شوې.
خو له نږدې لسو ورځو تاوتریخوالي وروسته پرون شنبه د اکتوبر ۱۸ مه په دوحه کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې د سمدستي اوربند هوکړه وشوه.
د راپورونو پر بنسټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تورخم او سپین بولدک هره ورځ سلګونه کسان په ځانګړي ډول ناروغان، افغان کډوال او سوداګریزې موټرې تګ راکوي.
د یادونې وړ ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ له دې وړاندې هم د بیلابیلو دلایلو په ځانګړي ډول په کرښه د نښتو له امله لارې تړل شوي چې مسافرو او سوداګرو ته ستونزې پېښې کړې دي.