د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۴

پاکستان ویلي ټول بې اسناده افغان کډوال به له دغه هېواده باسي او د پاتې کېدو موده یې نه‌ غځوي


پاکستان کې افغان کډوال د ایستل کېدو په حال کې
پاکستان کې افغان کډوال د ایستل کېدو په حال کې

د پاکستان د صدراعظم په مشرۍ د دغه هیواد د لوړ پوړو چارواکو په یوه غونډه کې ویل شوي، چې افغان کډوالو ته په مېلمستونونو کې د استوګنې اجازه ورکول جرم ګڼل کېږي. په ورته وخت کې، یو شمېر هغه افغان کډوال چې نورو هیوادونو ته د تګ کیسونه لري وايي د هوټلونو او مېلمستونونو مالکانو ته خبرداری ورکړل شوی چې بې اسناده افغان کډوال وباسئ.

د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکیو په ترینګلېدو سره، پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د استوګنې موده تر هېڅ ډول شرایطو لاندې نه‌غځوي او ټول هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه‌لري، له دغه هیواده به وایستل شي.

په دې اړه د پاکستان د صدراعظم د دفتر په اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۱۷مه) خپره شوې، ویل شوي چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هیواد د لوړ پوړو چارواکو په یوه غونډه کې راپور ورکړل شوی چې د اکتوبر تر ۱۶مې نېټې، ټول ټال یو میلیون، څلور لکه، ۷۷ زره او ۵۹۲ افغان وګړي له پاکستانه بېرته خپل هیواد ته ستانه کړل شوي او یوازې هغو افغانانو ته چې د پاکستان معتبره ویزه لري، د استوګنې اجازه ورکول کېږي.

خو مخکې یو شمېر افغان کډوالو ازادۍ راډیو ته ویلي وو چې له جولای میاشتې راهیسې، له بیا بیا غوښتنو سربېره، نه‌دي توانېدلي چې ویزې تر لاسه کړي.

یوه ډله افغان کډوال
یوه ډله افغان کډوال

په غونډه کې دا هم ویل شوي چې د کډوالو د بېرته ستنېدو د اسانۍ او چټکتیا لپاره، افغانستان ته به په نورو لارو هم کډوال ستانه کړل شي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې یو شمېر پاکستاني چارواکو په یادې غونډې کې ویلي، د هغو افغانانو پټول چې په غیرقانوني ډول په پاکستان کې ژوند کوي، یا د هغوی لپاره په مېلمستونونو کې د اوسېدو زمینه برابرول، جرم ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې، یو شمېر هغه افغان کډوال چې نورو هیوادونو ته د تګ کیسونه لري وايي د هوټلونو او مېلمستونونو مالکانو ته خبرداری ورکړل شوی چې بې اسناده افغان کډوال وباسئ.

په اسلام‌اباد کې یو افغان کډوال چې جرمني ته د تګ په تمه دی او ویې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

«ډېرو هوټلونو او مېلمستونونو ته خبرداری ورکړل شوی چې که افغانان پټ کړئ یا د شتون په اړه یې موږ ته راپور رانه کړئ، د هغوی د پېژندنې او نیونې په صورت کې به له تاسو سره هم قانوني چلند وشي. موږ نه ښار ته ځو او نه بازار ته، یوازې په همدې هوټل کې راګیر یو.»
پاکستان کې یو مېشت افغان کډوال

یو بل افغان کډوال په اټک کې، چې دا هم نه غواړي نوم یې واخیستل شي او دا یو بل اروپايي هیواد ته د تګ په تمه دی هم ازادي راډیو ته یې وویل:

"کله چې راغلو، د قانوني ویزې له لارې راغلو، خو ویزه مو ختمه شوه. د کور څښتن وایستلوو، او اوس په میدان پاتې یوو، رواني حالت مو هیڅ ښه نه دی، او وېرېږو چې نن یا سبا به مو پولیس ونیسي او بېرته به مو افغانستان ته وشړي."

دغه افغان کډوال له کډوال منونکو هېوادونو غواړي چې د پاکستان اوسني وضعیت ته په کتو، د دوی د کیسونو د څېړنې او انتقال بهیر چټک کړي.

له دې وړاندې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي، طلال چوهدري، په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې هر شخص یا بنسټ چې بې‌ اسناده افغان کډوالو ته کور، دوکان یا کار ورکړي، د نویو قوانینو له مخې مجرم ګڼل کېږي.

له دې اعلان وروسته، ډېرو افغان کورنیو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې ازادۍ راډیو ته ویلي چې د کورونو د خاوندانو له لوري له ګواښونو او فشارونو سره مخ دي، او ورته ویل شوي چې باید ژر کورونه خالي کړئ.

د پاکستان حکومت داسې مهال د کډوالو په وړاندې خپل دریځ سخت کړی چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو تر نښتو وروسته، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د اکتوبر په ۱۳مه په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي وو:"په افغانستان کې وضعیت بدل شوی، او باید په باکستان کې د افغان کډوالو حضور پای ته ورسېږي."

ډېری دغه افغانان له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چې د افغانستان جمهوري نظام ړنګ او طالبان بیاځلي په دغه هیواد واکمن شول، د امنیتي ګواښونو، د نجونو په زده‌ کړو د بندیز، اقتصادي ستونزو او نورو هېوادونو ته د تګ لپاره د خپلو کیسونو د پړاونو بشپړولو په هدف، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
خو دوی هلته، د ویزو د نه‌ تمدید له امله د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG