دوشنبې په سهار ( د تلې ۲۱مه) په زرګونو خلک د تل ابیب د " یرغملو په چوک" کې راټول شول ترڅو په غزه کې د وروستیو یرغمل شویو کسانو د ور رسېدو هرکلی وکړي.
اسراییلي رسنیو راپور ورکړ چې د دې هیواد ټول ۲۰ ژوندي یرغمل شوي کسان په دوو مرحلو کې خوشې شوي دي.
سخت دریځې ډلې حماس، چې د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې لخوا د ترهګرو په توګه پيژندل کیږي، نن لومړی اووه یرغمل شوي کسان او بیا ۱۳ نړیوال سره صلیب ته وسپارل.
د ۲۸ وژل شویو یرغمل شویو کسانو جسدونه هم په راتلونکو ورځو کې اسراییلو ته سپارل کیږي.
د یرغمل شویو له خلاصون مخکې حماس اجازه ورکړه چې یوشمېر یرغمل له خپلو کورنیو سره ویډویي خبرې وکړي.
له بلې خوا، د رویټرز لخوا د غزې څخه په ژوندۍ خپرونه کې ښودل شوي چې د غزې په سویلي برخه کې د خان یونس په یوه ځای کې یو شمیر خیمې او سلګونه څوکۍ چمتو شوي دي، او د حماس د شنه بیرغونو پرته، فلسطیني بیرغونه په هغه ځای کې ځړول کیږي.
فلسطینی رسنیو ویلي چې په هغه ځای کې چمتووالی د خوشې شویو فلسطیني بندیانو د هرکلي لپاره دی.
حماس، چې د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې لخوا یو ترهګریز سازمان ګڼل کیږي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نیټه په اسراییلو باندې د برید په ترڅ کې له ۲۵۱ څخه ډیر اسراییلي اتباع وتښتول.
ځینې یې په تیرو تبادلو کې د سلګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې خوشې شوي وو.