د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۸

علي امین ګنډه پور د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر له څوکۍ استعفا اعلان کړې ده


علي امین ګنډه پور د ۲۰۲۴ز کال د عامو ټاکنو په نتیجه کې د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر منتخب شوی وو. پخوانی انځور
علي امین ګنډه پور د ۲۰۲۴ز کال د عامو ټاکنو په نتیجه کې د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر منتخب شوی وو. پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور له خپلې څوکۍ څخه د استعفا اعلان کړی دی.

نوموړي دا اعلان تر هغې څو ساعته وروسته وکړ چې کله د اکتوبر پر اتمه نېټه د تحریک انصاف جنرل سيکرېټري سلمان اکرم راجا خبریالانو ته وويل چې د علي امین ګنډه پور پر ځای به سهېل اپرېدی د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر وي.

تر دې وروسته علي امین ګنډه پور پر خپله اېکس پاڼه ولیکل چې د خپل ګوندي مشر عمران خان د حکم په درناوي کې د اعلا وزیر له څوکۍ څخه استعفا ورکوي.

نوموړي زیاته کړې چې کله اعلا وزیر شو نو هغه مهال خيبر پښتونخوا له ترهګرۍ او مالي بحران سره مخامخ وه خو د ده په دعوه، د خپلې کابینې، ګوندي ملګرو او عمران خان په مشری کې يې د صوبې اقتصادي حالت ښه کړی او د ترهګرۍ د خطر مقابله يې کړې.

د اکتوبر پر اتمه نېټه په راولپنډۍ کې له رسنیو سره د خبرو اترو پر مهال د يوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې سلمان اکرم راجا ويلي ول چې "هو، دا خبر رښتیا دی چې د علي امین ګنډه پور صاحب پر ځای به سهېل اپرېدی صاحب د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر وي."

نوموړي زیاته کړې وه چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي چې پکې مرګژوبله خپل ريکارډ کچ ته رسېدلې ده. "خان صاحب (عمران خان) د اورکزو په پېښه سخت خفه دی او ورسره د اعلا وزیر د بدلولو پرته بل انتخاب نشته."

د سلمان اکرم راجه په خبره، عمران خان وايي چې له تېرو دوو کلونو يې دريځ پاتې شوی چې د وفاقي حکومت تګلارې "ډېرې غلطې" دي او د خیبر پښتونخوا حکومت باید ځان له دې پاليسیو څخه لاتعلقه کړي.

خو د ده تر بیان لږ وخت وړاندې د تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر خان پر خپله اېکس پاڼه وليکل چې هغه رسنیو ته د علي امین ګنډه پور د اعلا وزیر له څوکۍ د ليرې کولو په اړه هېڅ نه ده ويلي او دا خبر جعلي او د ګوند ضد سازش دی.

سهېل اپریدې د خيبر قبایلي ضلعې څخه د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی دی او دا مهال په کابینه د اعلا وزیر سلاکار دی. نوموړی د تحریک انصاف د ذده کوونکو د سازمان انصاف سټوډنټس فیډرېشن مشر هم پاتي شوې دي.


XS
SM
MD
LG