د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۳

هندي لوبغاړو له محسن نقوي نه د اسیا د اتلولۍ کپ له اخیستلو ډډه وکړه


هند د اسیا جام اتلولي وګټله
هند د اسیا جام اتلولي وګټله
د هند ګټونکی لوبغاړی تیلک ورما چې ۶۹ چټکې منډې یې فاینل کې وکړې او خپل ټیم یې بري ته ورساوه
د هند ګټونکی لوبغاړی تیلک ورما چې ۶۹ چټکې منډې یې فاینل کې وکړې او خپل ټیم یې بري ته ورساوه

هندوستان د نهم ځل لپاره د اسیا جام د کرکټ اتلولي وګټله.

پایلویه کې د پاکستان ټیم د ۱۴۷ منډو هدف ټاکلی وو.

هندي لوبغاړو په وروستي اوور کې هدف پوره او اتلولي خپله کړه.

د هند لپاره د تېلک ورما ۶۹ منډې د پام وړ دي.

د اسیا جام پایلوبه دوبۍ کې وشوه او لسګونه زره ننداره چیان ورته ناست وو.

دا اسیا جام د هند او پاکستان د لوبو پر مهال تل له غیر معمولو حرکاتو او پېښو سره مخ وو.

په ګروپي او څلورو غوره پړاوونو کې هندي لوبغاړو یوه هم له پاکستاني کرکټرانو سره لاس ورنه کړ او ان یې خبرې هم سره تبادله نه کړې.
په پایلوبه کې هم هندي لوبغاړو د اسیا د کرکټ د شورا له مشر محسن نقوي څخه د جام له اخیستلو ډډه وکړه.
محسن نقوي د پاکستان د کرکټ بورډ مشر او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم دی.

هندي لوبغاړو له جام او مډال پرته عکسونه واخیستل او خپله بریا یې ولمانځله خو پاکستاني لوبغاړو بیا انفرادي شکل د دویم مقام مډالونه په غاړه کړل.

په پایلوبه کې هم د هندي کپټان له پاکستاني کپټان سره له لاس ورکولو ډډه وکړه هغه کار چې ده په دوو مخکینیو لوبو کې هم کړی وو او علت یې د کشمیر د پلهګام ترهګریزه پېښه بللې وه چې په خبره یې په ژوند کې تر ورزشي احساساتو هم ځینې پورته مسایل وي چې باید په پام کې ونیول شي. سوریاکمار یادوف مخکینۍ یوه بریا د پلګام د برید قربانیانو ته ډالۍ کړې وه هغه برید چې هندي چارواکي وایي په پاکستان کې مېشتو ترهګرو ډلو ترسره کړی وو او لسګونه ملکیان او ځینې پوځیان یې مړه او ټپیان کړل.

د لوبې تر بري وروسته د هند صدراعظم نریندرا مودي په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې: «لوبو په میدان کې د سندور عملیات. نتیجه یې یو شان ده – هند وګټله!»

سندور هغه پوځي عملیات وو چې د پلګام د برید د غچ اخیستلو په هدف هند د پاکستان د خاورې دننه د ډرون او توغندیو په وسیله ترسره کړل او ادعا یې وکړه چې ترهګرې ډلې یې په نښه کړي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG