نوموړي د امیر امیري د خوشې کېدو په برخه کې د قطر د هېواد له رول څخه هم مننه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه ناوخته اعلان وکړ چې د "امیر امیري" په نوم یو امریکایي تبعه د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي د غیر مترقبه سفر پر مهال له زندان څخه ازاد شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي اډم بولر سره په لیدنه کې ویلي چې د هغوی حکومت "د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې نه ګوري، بلکې د ډیپلوماسۍ له لارې د حل په لټه کې دی. " نوموړي دا اقدام د مثبت پرمختګ په لور یو ګام بللی او د قطر د دولت له اغېزمن رول څخه یې مننه کړې ده.
اعلامیه همدارنګه د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي له قوله لیکلي چې نوموړي د طالبانو د حکومت د پرېکړې هرکلی کړی او دا یې یوه ښه شیبه بللې ده.
طالبانو وروسته له هغه د دغه امریکايي تبعه د خوشې کولو خبر ورکړ چې څو ورځې دمخه د اډم بولر په مشرۍ له یوه امریکايي پلاوي سره چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد هم پکې شامل وو د بندیانو د تبادلې په اړه سلا ته ورسېدل.
د راپورونو په اساس تازه خوشې شوی امریکایی امیر امیري د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د طالبانو له خوا نیول شوی وو.
د طالبانو حکومت نه دي ویلي چې امیر امیري یې کله، چیرته او ولې نیولی وو.
دا امریکایي تبعه او څلور نور تر دې مخکې سږ کال د قطر په هڅو او منځګړیتوب د طالبانو له زندانه خلاص شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په افغانستان کې د بندي امریکايانو په خلاصون کې د قطر د هڅو د ستاینې سربېره ویلي چې دا اقدام د امریکا د اتباعو د غیرقانوني توقیف د مخنیوي لپاره د دوی د ادارې هغه هوډ ښکاروي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستي فرمان سره لا تقویه شوی دی.
د هغه په خبره:
«که څه هم دا یو مهم ګام دی، خو لا هم نور امریکایان په افغانستان کې په غلط ډول توقیف دي. ولسمشر ټرمپ به تر هغه وخته پورې ارام ونه کړي تر څو چې زموږ ټول نیول شوي اتباع بیرته خپلو کورونو ته ستانه نشي.»د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
یو له دغو امریکایانو چې له شاوخوا دریو کلونو په افغانستان کې بندي دی محمودشاه حبیبي نومیږي.
د محمود شاه حبیبي کورنۍ تازه ویلي چې د طالبانو له زندانه د امریکايي تبعه امیر امیري په خوشې کېدو خوشاله شول او په دې هیله دي چې محمود هم ازاده شي.
د محمود شاه حبیبي ورور احمد حبیبي ویلي: «موږ د بهرنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا لوړ پوړو چارواکو منندوی یو چې په وار وار یې موږ ته ډاډ راکړی چې له طالبانو سره هر ډول معامله به 'ټول یا هیڅ' وي او دوی موږ ته په څرګنده توګه اطمینان راکړی چې دوی به زما ورور شاته پرینږدي.»
محمود حبیبي چې د جمهوریت تر سقوط مخکې د افغانستان د هوایي چلند ادارې مسوول هم پاتې شوی، تر نیول کېدو مخکې په کابل کې له یوه مخابراتي شرکت سره د قراردادي په توګه کار کاوه خو په ۲۰۲۲ کال کې لادرکه شو.
د امریکا د فدرال څېړنو اداره اف بي ای او د حبیبي کورنۍ وایي چې طالبانو هغه بندي کړی دی.
طالبانو بیا د حبیبي په نیول کېدو بې خبري ښوولې او ویلي یې دي چې په دې نوم له هغوی سره څوک نه دي بندي.