د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۲

د پاکستان او عربستان د ستراتیژیکو همکاریو تړون: پر یوه هېواد تېری، پر دواړو تېری ګڼل کېږي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان بن عبدالعزیز - د سپټمبر ۱۷مې انځور
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان بن عبدالعزیز - د سپټمبر ۱۷مې انځور

د پاکستان او سعودي عربستان مشرانو د دفاع او امنیت په برخه کې يو ستراتیژیک تړون لاسليک کړی دی.

د دواړو هېوادونو لخوا د سپټمبر پر ۱۷مه په ګډ بيان کې ويل شوي چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز په همدې ورځ د ریاض په الیمامه قصر کې پر دې تړون لاسلیک وکړ.

د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخیزې دفاع ستراتیژیک تړون له مخې که په دواړو هېوادونو کې پر یوه هېواد هم بل چا تېری وکړ نو دا به پر دواړو هېوادونو تېری ګڼل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د سپټمبر پر ۱۷مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې د تړون هدف د دواړو هېوادونو ترمینځ د دفاعي همکارۍ لا پياوړي کول او د هر ډول تیري پر ضد په ګډه دفاع او امنیت باوري کول دي.

د تړون تر لاسلیکېدو وروسته د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټويټر) ليکلي دي چې سعودي عربستان او پاکستان د تیري کونکي په مقابل کې په يوه صف کې ودرېدل.

که څه هم د تړون په متن کې کوم هېواد ته اشاره نه ده شوې او نه هم تراوسه پورې بل کوم هېواد غبرګون ښوولی دی البته هند هغه لومړی هېواد دی چې خپل عکس العمل يې ښکاره کړی دی.

د هند، هندوستان ټایمز، اېن ډي تلويزیون او ځینو نورو رسنیو د هند د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند رندير جېسوال له قوله ليکلي چې دوی به د خپل ملي امنیت، سيمه یيز او نړیوال امنیت په کتو سره د دې پرمختګ او د دې پر ممکنه اغېزو نظر ساتي.

XS
SM
MD
LG