دغه چارواکي ویلي، داسې ښکاري چې ټرمپ په تونده ژبه د اوکراین اروپایي ملاتړو ته ویلي چې دوی باید پر روسیې او متحده یې چین ډېر مالي فشار واچوي چې کرملین د اوکراین د جګړې پای ته ورسیدو ته چمتو شي.
ټرمپ دغه خبرې پرون پنجشنبه پاریس کې د اوکراین د جګړې په اړه د اروپایي مشرانو یوې غونډې ته په ویډيو کانفرانس کې کړې دي.
راپور کې راغلي چې له اروپا د ټرمپ یوه غوښتنه داوه چې باید د روسیې د تیلو پیرل ودروي، ځکه د تېلو پېر اوکراین کې د روسیې جګړه تمویلوي.
روسیه په کال کې پر اروپایي ټولنې د تیلو د پلور له لارې یو اعشاریه اته میلیارده ډالره پیسې ترلاسه کوي.
اروپا د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې د روسیې له خوا پر اوکراین د برید راهیسې هڅه کوي چې د انرژۍ د تمویل لپاره له روسیې څخه ځان خلاص کړي.
اروپايي کمیسیون د ۲۰۲۸ کال د جنوري تر لومړۍ نیټې پورې له روسیې څخه د تیلو او ګازو وارداتو د بندولو لپاره قانون وړاندیز کړی دی.
هنګري او سلواکیا، چې دواړه د کرملین سره نږدې اړیکې لرونکي ملتپال مشران اداره کوي د اروپايي ټولنې له هڅو سره سره له روسیې څخه د انرژۍ محصولات واردوي.
د سپینې ماڼۍ دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې ۲۶ هیوادونو موافقه کړې چې د اوکراین لپاره د جګړې وروسته امنیتي تضمینونو کې برخه واخلي، او د دې پلان لپاره د امریکا ملاتړ به په راتلونکو ورځو کې نهایی شي.
مکرون وویل چې ۲۶ هیوادونو ژمنه کړې چې په اوکراین کې د "ډاډ ورکوونکي ځواک" په توګه سرتیري ځای پر ځای کړي، او دا ځواکونه به د جګړې په لومړۍ لیکه کې نه وي ځای پر ځای شوي مګر په هغو سیمو کې چې لا تر اوسه پریکړه نه ده شوې.